
د ځينو كسانو دا تقريباً عادت گرځېدلی دی،چې غونډو،نورو رسمي او غير رسمي مجلسونو او د وعدې ځايونو ته تر ټاكلي وخت ناوخته ورځي.
داسې كسان كه ضروري كار هم لري تل پرې ناوخته وي،پخپل وخت بلنځايونو ته نه رسيږي،چې په نتيجه كې هم خپل وخت ضايع كوي او هم د نورو د سر گردانۍ سبب كيږي.
د وعدې ځايونو او په تيره غونډو ته ناوخته ورتگ اوس نږدې يو دود گرځېدلی دی.ډېر ځله به مو ليدلي وي چې غونډې ته تلونكي بل ملگري مو ويلي وي،چې د غونډې پيل ته لږ وخت پاتې دي ځه چې حركت وكړو،خو تاسې يا بل ملگري به ويلي وي چې پريږده غونډه دوه ساعته وروسته هم نه جوړيږي.
كله چې ناوخته رسيدلي ياست وينئ چې غونډه لانه ده پيل شوې او لا نيمايي برخه وال نه دي رارسيدلي.وايي يو وخت د پېښور په ښار كې لويه غونډه وه ښاغلی تقویم الحق کاکاخیل صاحب غونډې ته ناوخته راورسیده د پروگرام چلوونكي يې د مخه نوم اخيستي وو او په غونډه كې يې د وينا بلنه وركړې وه،خو ده تشريف نه درلود چې راغی د غونډې وياندوويل چې كاكا خیل صاحب اوس راورسيد،خپله وينا به اوس واوروي،هغه چې دريځ ته راغي خپل بلنليك يې له جيبه راويوست ويې ويل زما په كارت كې په اردو ژبه ليكلي وو،چې په پنځه بجې غونډې ته راشم.زه پوره سپږ بجې راغلم زموږ او تاسې په ژبو كې پنځو ته شپږ،شپږو ته اووه او اوو ته اته وايي كه دا كارت په انگريزي ليكل شوی وای نو زه به پوره په پنځه بجې راغلي وم،خو په پښتو،دري او اردو ژبوکې د يو ساعت وروسته راتگ مانا لري .
زموږ غونډې تل تر خپل ټاكلي وخت يو يا دوه ساعته وروسته خوړيږي،بهرنيان پرله پسې پوښتنه كوي چې ولې خلك نه راځي،ورته ويل كېږي چې دلته دا عادت دي.چې يو ساعت وروسته به راځي هغوي حيران شي.
دا ولي؟دا كار چې اوس متاسفانه رښتيا هم په عادت بدل شوی دی ډير علتونه لري ، يو علت يې دا كېداي شي چې موږ د نور كله په څير يو په بل باور نه لرو،هر يووايي چې بل به ناوخته راشي چي په نتيجه كې ټول ناوخته راځي.بله دا چې په رسمي غونډو كې چارواكو ته هم بلنه وركړ شوې وي ،دوي معمولاً ناوخته راځي.ليكوال او كره كتونكي اسد ﷲغضنفر وايي چي ځينې دغه كسان غونډو ته پخپل وخت رسيدل دځان لپاره کسر شان بولي ،حال داچې وعده ځای ته پخپل وخت رسیدل د ښه شخصيت علامه ده داسي كسان په خلكو گران وي او باور ورباندې كوي.غونډو او دوعدې ځایونو توبلنځایونو ته دناوخته راتګ یو بل علت هم ترانسپورتي ستونزې وي،چې موږ يې په نظر كې نه نيسو ،د مخه مو دانه وي سنجولې چې په څومره وخت كې غونډې ته رسيدای شو.د ناوخته كېدو د عادت يو علت رواني حالت هم دي،ځينې كسان يوازې هغه وخت حركت كوي،چې پوه شي ډېر ورباندې ناوخته دي.ځينې كسان و دونو او ميلمستيا وو ته له دې امله هم نا وخته ځي چې كوربه و نه وايي چې دا ولې دومره وختي راغی. دا ناوخته تگ ډېر زيانونه هم لري.كه يوې غونډې ته ځي او ورباندې ناوخته وي نو مضطرب او وارخطا به وي،هلته به هم مجبور وي چې غذرونه وړاندې كړي او كله كله دروغ هم ووايي،كه په عونډه كې وينا ولرو نو د وينا لپاره لازم وخت مو له لاسه وركړی وي د ناوخته كېدوضرورنه تردې هم زیات دي کله چې دناوخته کیدو عادت ولرو شهرت ته مو تاوان رسيږي او په ځان د نورو باور له لاسه وركوو.
موږ څنگه كولای شو دغه عادتونه پرېږدو؟
د ناوخته رسېدلو هغه علتونه چې دلته مې بيان كړل ټول زموږ په لاس كې دي كولای شو داعلتونه له منځه يوسو.موږ بايد غونډې ته د رسيدلو وخت وسنجوو،مثلاً دا بايد راته معلوم وي چې په څومره وخت كې حمام كولاي شو ،د ږيرې اصلاح او دريشي يا جامو اغوستل مو څو دقيقې نيسي؟ غونډې ته دتلو لپاره موټر په څومره وخت كې پيدا كېداي شي؟
كه پلي ورځو څومره وخت نيسي؟كه دا ټول په دقيق ډول و سنجوو بې له شكه پخپل وخت رسيږو.كله كله نور كسان ددې باعث گرځي چې موږ غونډې ته ناوخته ورسیږو مثلآ کله چې موږ غونډې ته روانيږو يو دوست مو كورته راځي يا په لاره كې راسره مخامخ كېږي موږ بايد دا جرات ولرو چې هغه ته ووايو:
زه وعده لرم،بايد پخپل وخت ور ورسږم و بښه .ځينې كسان بيا له وختي رسېدو او انتظار كولو ويره لري.موږ بايد د وعدې ځاي ته د مخه رسېدو لپاره هم پلان ولرو،كه تر نورو وختي ورسيږو هلته مطالعه وكړو،لیکنه وکړواو ضروري ټیلیفونونه وکړو غونډې ته كه څوك د مخه راغلي وي له هغو سره مجلس او بحث وكړو.
زه به خپله دڅوکلو مخکې تجربه درته ووايم .زما ملگري شاهدان دي چي زه د رشادكره كتنې او افغان ادبي بهير اوونيزو غونډو او نورو غونډو ته د غونډو تر پيل وختي ځم او كه له چا سره وعده ولرم هم وختي ځان رسوم ،زه ددې لپاره پلان لرم،د لارې لپاره كوچني جيبي كتاب راسره وړم يا د انگريزي ځينې لغتونه راسره يادداشت كوم له ځان سره يي وړم اوپه لاره يي زده كوم چې وختي ورسيږم يا كتاب لولم يا د راډيويي پروگرام لپاره له ځينو راغلوكسانو سره مركې كوم.كه هيڅ شي راسره نه وي موسيقي اورم ،طبيعي ده چې د انتظار شېبې لنډيږي.
زموږ د وطن د وروسته پاتې والي له علتونو څخه يو لوي سبب دا هم دي چې موږ وخت ته ارزښت قايل نه يو .راځئ نور و گورو چې وخت ته څومره ارزښت وركوي،يوه ورځ زموږ ادبي غونډې ته يو بهرني راغلي و،غونډه روانه وه،بهرني ساعت ته وكتل ويي ويل زما وخت پوره شو ما و بښئ زه ځم،موږ ورته وويل تر اوسه لا مشاعره پاتې ده كينه دمشاعرې شعرونه هم واوره .
بهرني وخندل ویې ویل :
تاسې خو لمر ته ګورﺉ چې څه وخت لويږي او څه وخت راخيږي موږ ساعت ته گورو ،ځم چې بيا نور كارونه را څخه پاتې كېږي . خوموږ ليكوالو او شاعرانوچې خداي پاماني سره كولي راباندې توره شپه شوه.
راځئ وخت ته ارزښت وركړو ،نوريې له لاسه ورنه كړو له هرې ثانيې يې گټه واخلو .لومړي لومړي دا د ناوخته رسېدلو عادت پريږدو.