
پوهانو خبر ورکړی دی چې که د لمر د یو ډول وړانګو توپان پر ځمکه برابر شي نو د نړۍ د اړیکو سیستم به له مینځه یوسي چې بیا رغول به یې څو کاله وخت او له دوه نیم تریلیونه ډالره زیاتې بودجې ته به اړتیا ولري.
د انګلیسي انډپنډنټ ورځپاڼې د خبر له مخې که دا توپان د ځمکې پر سیاره راغی نو سپوږمکۍ له کاره ولویږي او د جي پي اس سیستم به له مینځه یوسي.
له بلې خوا به د دې توپان له امله د کمپیوټرونو ټوله ډیټا یانې د نړۍ پر مخ په کمپیوټرونو کې خوندي شیان به ټول له مینځه یوسي.