
ليکوال : خليل تسل
سږ کال هم دنړۍ ډېرخلک مخورعالمان اوليکوا ل ددې په انتظارووچې هسې نه بخت ور سره کومه غيبي مرسته وکړي اودنوبل په کلنيوجايزوکې ېې نومونه راووځي داچې راووتل که نه زموږ کاروسره نه شته ځکه دنوبل دتاريخ په اوږدوکې مسلمان ته په ندرت سره دنوبل جايزه ورکړل شوې ده .
دمصرداورژبي ليکوال اوهنرمندنجيب محفوظ کوموغربي ملګرواومينه والوبه دهغه دقسمت په راويښولوکې مرسته کړي وي چې(زموږدمينې ماشومان )يې نوبل ترګوتوکړي په هرصورت په نوربرخوکې به دسږکال دنوبل ګټونکي وړوويابه نه ووخوسولې جايزه چې داوسلودسولې نوبل کمېټې چاته ډالۍ کړه بيخي دخنداوړڅه چې د
نوبل سپکاوى دى داوسلوکمېټې په ډېروياړسره منظوره کړه چې د٢٠٠٩مېلادې کال دسولې نړيوال بې امريکايي تورپوستي ولسمشربارک اوباماڅخه بل څوک نه شي کيدى ددغه اعلان په اورېدوکه له يوې خوادسولې هغه انځوراوتعريف چې زماپه زهن کې و وله مخې وران اوخپل معلومات مې په دې برخه کې نيمګړي ځکه وبلل چې سوله مې سمه نه ده پېژندلې په دې چې داجايزه يوداسې چاته ورکول کېږ ي چې په نړۍ کې يې دجنګ نفاق ، وروروژنې ،ناامنى ، ترور،ترورپالنې ،اوبې باوريوتورجال خپورکړى دى اوبامااودهغه حکومت ،سنااواولسي جرګه چې په افغانستان کې ځان اوس در نګينې د ېموکراسۍ علمبرداران بولي ټول هغه څوک دي چې ديووشتمې پېړۍ په لمن يې دوحشت اوبشرته دسپکاوي تورداغ اېښى داسې ورځ به نه وي چې نن دې په نړۍ کې که له نړۍ نه تېرشوزموږ په ګران هېوادکې ترلسوزيات بې ګناه انسانان ددوى له خواپه مستقيم اوياغيرمستقيم ډول وژل کېږي دنړيوال امنيت بېړۍ دبې باوريوپه سيندلاهوده مرګونه ارزانه شوې خواوباماصيب ته لاهم دسولې داتل اويوه سوله راوستونکي ولسمشرنوم ورکول کېږي ماخواورېدلوووچې دغه جايزه هغه چاته ورکو ل کېږي چې په خپل مسلک کې دبشردخدمت لپاره اوښکې اوخولې توېې کړي ځان ستړى کړي اودزړه وينې په خپل هنرکې ګدې کړي خوداوبامالپاره بياداخبره په دې برعکس ده چې نوموړي
خودسولې په راوستلوکې اوښکې نه بلکې دخلکووينې بهولې ،وژنې يې کړې اوبشريت ته يې په ګوانټاناموکې دلومړي ځل لپاره دحيوانيت مقام ورپه برخه کړى دابوغريب ، اوباګرام کيسې خو لاپه ځا ى پرېږده چې هره شېبه ددغه بې سر ې جګړې په سالارانو اوتميلوونکولعنت وايي
که اوباماته د٢٠٠٩کال دنوبل جايزه ورکول کېږي نوبياخواسامه بن لادن اوملامحمدعمرته بايدهرکال دنوبل معتبر ې جايزې ورکړل شي په دې چې که داوبامااوسنۍ هڅې واقعادسولې لپاره وي اودامن ژغورل بلل کېږي نوددې اېجادونکى اودې کاردده هڅوونکي خودوى دي چې له اوبامانه يې دسولې پلارجوړکړ، په کابل اوبغدادکې ماشومان په وينوولمبول
پخوابه دې دغه معتبرجايزه هغه چاته ورکو ل کېده چې دظالم په وړاندې به يې دسولې دفاع کوله دسولې لپاره به هره ساه اېسته اودبشريت دارامۍ خيال به يې دژوندملګرى وو
اوباماته دې دغه جايزه مبارک وي ممکن په ترلاسه کولو يې دڅونوروافغانانوپه وژنه کې له هغه سره مالي مرسته وکړي
اوداوسلونوبل کمېټې ته به دسپينې ماڼۍ په لوردغه چاپلوسانه سفريوقدم نورهم نږدې شي
له ګل چې څوک دطفل په لاس ورکا
هسې رنګ زمازړه کړشوک په شوک
ننګرهارپوهنتون
١٣٨٨-٧-١٨