هيله ده ټول هېواد خپل كور وبلل شي



برهان الدين رباني چې په هېواد كې د ملي متحدې جبهې مشري په غاړه لري، په دې وروستيو كې افغان دولت په دې تورن كړى چې ګويا دولت د ناامنيو په جوړولو كې لاس لري. رباني په دولت د بلخ د والي عطامحمد نور توورنه سم بللي او زياته كړې يې ده چې عطا چې د له وروستيو لوبو پرده پورته كړه ولې د دولت له خوا وغندل شو.
خو د افغانستان جمهوري رياست بيا د ملي جبهې ځينې غړي په هېواد كې په ګډوډيو او جګړو ته په پوكي وهلو ګرموي. دوى وايي چې د ملي جبهې ځيني غړي هڅه كوي د خپلو ځانګړو اهدافو لپاره د دې هېواد امنيتي حالت ګډوډ كړي.
د افغانستان د جمهوري رياست يو وياند احمدضيا سيامك له ازادۍ راډيو سره په خبرو كې د استاد برهان الدين رباني د وروستيو څرګندونو په اړه ويلي، چې دا ډول نظرونه هېواد د ناامنۍ خواته بيايي:
”موږ يې دا څرګندونې په شدت سره ردوو او وايو چې دا مسوولانه نه دي، په دغو خبرو كې سياسي اهداف پټ دي، دوى د يوه مشخص كانديد ملاتړ كوي، غواړي د انتخاباتو د نتايجو د اعلان په درشل كې په هېواد كې وضعيت نور هم پېچلي شي، هيله كوو چې د ناامنيو په پراخوالي كې دې له سياسي هدفونو كار نه اخلي. كه چېرې كوم حكومتي چارواكي داسې كار كړى، چې ناامني يې زياته كړې دوى دې واضح او روښانه ووايي چې دا كار چا چېرې كړى“
د افغانستان جمهوري رياست وروسته تر هغه د ملي جبهې مشر د امن پر ناوړه كولو تورن كړ، چې برهان الدين رباني د يكشنبې په ورځ په يوه پراخه غونډه كې د افغانستان امنيتي وضعيت ناوړه وباله. ښاغلي رباني ويلي په دې وروستيو كې د افغانستان د امنيتي وضعيت د خرابولو هڅې روانې دي، برهان الدين رباني په دې اړه زياته كړې: "دا هلې ځلې يوازې د هغو خلکو له خوا نه دي روانې چې په سنګر کې ناست دي، په دولت کې هم ځينې کسان شته چې ناروا عمل ترسره کوي ترڅو امنيت ګډوډ کړي.
نوموړى د بلخ د والي كارونه ستايي او زياتوي، کله چې زموږ ستر ورور استاد عطا زمونږ د امينت لپاره غږ پورته کوي د هغه پر ضد تبليغات او نوري خبرې رامنځ ته کېږي."
په دې وروستيو كې د افغانستان د امنيتي وضعيت د خرابېدو په اړه په ملي او نړيواله كچه ځينې اندېښنې زياتې شوې دي. ملګرو ملتونو هم ويلي دي، چې د انتخاباتو نتايجو تر رسمي اعلان وروسته كېداى شي امنيتي وضعيت لا پسې خراب شي.
د افغانستان د اوبو او برېښنا وزير محمد اسمعيل خان په دې نژدې كې د هېواد د بېلابېلو برخو امنيتي وضعيت او په ځانګړي ډول د هرات روان وضعيت ناوړه بللى او له مسئولو ارګانو څخه يې غوښتي چې د هېواد د امنيتي وضعيت د ښه كولو لپاره دې نوې ستراتيژي جوړه كړي.
په عين حال كې د بلخ والي هم څه وخت مخكې پر امنيتي ارګانونو نيوکې كړې وې چې د افغانستان په شمال كې ناامني پراخوي او د ده په وينا چې په دغو ولايتونو كې وسلې وېشل شوې دي.
خو د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايي په هېواد كې امنيتي حالت په ځانګړي ډول په شمال كې څنګه چې ويل كېږي هغومره د اندېښنې وړ نه دى.
د دې وزارت د مسئولينو په خبره نوي تدابير سنجول شوي، چې د ناامنيو لمن د هېواد له شمال او نورو برخو څخه ورټوله كړي. د هېواد د امنيتي وضعيت په اړه استاد رباني او عطامحمد په داسې حال كې دا څرګندوي راپورته كړې چې په دې وروستيو كې د هېواد په شمال كې ناامنه پېښې ډېرې شوې دي. خو اصلي خبره داده چې دا څو كاله چې د هېواد په ډېرو نورو برخو كې جګړې، بمبارۍ، تښتونې او وژنې روانې وې ولې دوى چوپه خوله و آيا د دوى لپاره هېواد، كور، وطن او مينه يوازې او يوازې خپله سيمه او خپل قوم دى آيا د دوى لپاره نورې سيمې او نور ځايونه اهميت نه لري.
ستونزې يوازې د خپلې سيمې لپاره په غږ پورته كولو نه اوارېږي بايد چې ټول هېوادوال وروڼه او دوستان وبلل شي او خپل هېواد ته د خپلې كورنۍ په سترګه وكتل شي، هلته به بيا ټول هېوادوال فكر وكړي چې عطا، رباني او نور ټول ملي خلك دي او د ملت د ښېګڼې لپاره كار كوي او كه چېرې په دې ډول بيا هم دوى يوازې د خپلې سيمې لپاره غږ پورته كړي او نور هېواد ته د خپل كور او كلي په سترګه ونه ګوري، نه به ملي يووالى رامنځ ته شي او نه به هم ملت له دې ستونزو او كړاوونو څخه خلاص شي.