يوه مو چغه د غيرت فخر افغان غواړو
خان غفار خان غواړو د جرګو کورته
راځی چې يو شو سره يو ای لروبر پښتنو
غليم راغلی مونږ نه غواړي دزړه سر پښتنو
داسارت په دام مونيسي بې خبر پښتنو
وطن مو کور دي مونږ ته ګران لکه دلبر پښتنو
د ننګ ډګر ته مونږ سرخ پو شه اتلان غواړو
فخر افغان غواړو دجرګو کورته
افغانستان خود زړه ورو پښتنو وطن دی
د اسيا زړه دی دملالو ښا پيرو وطن دی
ازاد پښتون داسارت زولنې کله مني
د ژوند په بيه يې ساتو دا دنازو وطن دی
د ا موشمله ده مونږيې هم اوچت مکان غواړو
خان غفار خان غواړو دجرګو کورته
راځې جرګه شی در په دره افغانان وګوری
د بورې ميندې د ا بې شماره يتيمان وګوری
د شرق او غرب مسابقو کې شول تباه افغانان
يوشتم قرن کې داظلم په افغان وګوری
سوله مو هيله او دسولې پلو يان غواړو
خان غفار خان غواړودسولې کورته
دغه غميزې ته د سولې يو کاروان غواړو
د وطن مينې کې سر تيره مجنونان غواړو
دميوند جنګ ته بيا ملاله په ميدان غواړو
هر تجاوز ته حفيظ وايي سربازان غواړو
يوه مو چغه دغيرت فخر افغان غواړو
خان غفار خان غواړو دجرګو کورته
وروستي