
د فرد هاچینسون د سرطان څیلنیز مرکز (Fred Hutchinson Cancer Research Center) یو تکړه کارپوه ښاغلی ستنلی ریدل (Stanley Riddell) او د هغه د پیټسبارا او پنسلوانیا پوهنتون ملګري په دې بریالي شوي دي، چې د سرطان ناروغۍ په هکله یو نوی داسې میتود جوړ کړي، چې په پایله کې یې د دغه ناروغۍ درملنه کیږي.
دغه نوی میتود د معافيتي T حجراتو د تومور په حجرو د برید پر بنسټ کار کوي، یا په بله ژبه، د معافیت T حجرې داسې عیاروي، ترڅو د تومور په حجرو حمله او برید وکړي، چې په پایله کې یې تومور له منځه ځي.
په دغه څيړنه کې ۲۹ تنو هغه ناروغونو ونډه درلوده، کوم چې د وینې په سرطان(acute lymphoblastic leukemia) باندې اخته وو، د نوموړي میتود د کارولو ورسته داسې جوته شوه، چې د دغې ټولګې نه د ۲۷ تنو ناروغانو د هډوکو په مغزو کې په بشپړه توګه د سرطان نښې نښانې ورکې شوې.
د کارپوانو له ډلې نه د یوه په وینا، دغه څیړنه څه نا څه ۱۵ کاله راوانه وه. د دغه ميتود د پرمختګ لپاره مو ډيرې هڅې کړي، موږ خپل دغه میتود په لابراتوار کې د پتری دیش نه راپیل او بیا مو په حیواناتو او انسانانو وازمویلو.
هغه وویل: "زه به هیڅکله هم خپل لومړی نارووغ د کوم چې په میکروسکوپ کې د وینې سرطان په زرهاوو حجرې لیدل کیدې، خو د درملنې ورسته یې د سرطان یوه حجره هم په میکروسکوپ کې نه ښکاریده او په بشپړه توګه له منځه تللې وې، هیر نه کړم؛ یو فوق العاده کار شوی و!"
دغه متخصصینو د ناروغانو د معافیت T حجرې جنتيکي داسې پروګرام کړې، چې په پایله کې به یې په وینه کې د سرطان حجرې لټولې او له منځه به یې وړلې. د یادونې وړ ده، چې موږ اوس کولای شوو، د انسان معافیت او دفاعي سیستم حجرې داسې عیارې کړو، چې د ناروغ په وجود کې هر ډول سرطان له منځه یوسي. دا هم د یادولو وړ ده، چې د دغې درملنې په وخت ناروغ تبه او کمزوري لري، خو په هر صورت دغه جانبي عوارض بیا هم د کیمیاوي درملنې د جانبي عوارضو نه کم دي.
په پای کې به دا هم ورډیر کړو، چې دغه کارپوهان اوس په دغه میتود نور هم کار کوي، تر څو ټول جانبي غوارض له منځه لاړ شي او د معافیت د داسې حجرو د لاسته راوړلو لار اسانه شي.