
تازه امریکايي څېړنه وايي: که دشپې له اړخه د ۱۳ ساعتونو لپاره ډوډۍ ونه خوړل شي، دا به دسرطان په مخنیوي کې مرستندویه رول ولوبوي، دا اسانه لار ده، چې مېرمنې دسینې له سرطان څخه ځان پرې وژغوري.
دامریکا په کالیفورنیا پوهنتون کې څیړونکي وايي: دخوراک وخت او مهالویش پر غذايي رژیم، دشکر ، زړه او سرطان ناروغیو خپل اغیز لري،
دڅیړنې له مخې دشپې له اړخه له خوړو لاس اخستل مانا داده، چې یوازې ډوډۍ ونه خورئ، اوبه پروا نه لري، بلکې ګټه هم لري.
دشپې له اړخه باید ۱۳ ساعته څه ونه خوړل شي، د ماښامنۍ او سهارنۍ ترمنځ باید پوره وخت وي، چې دسرطان ناروغۍ مخه ونیول شي.
ددې راز او ګټه په دې کې ده، چې دشپې له اړخه ډوډۍ نه خوړل دوینې شکر تنظیموي، غذا ته دا زمینه برابروي، چې دخوب او بېداریدو سره وړ چلند وکړي، دا مهال نو دسرطان درا منځته کېدو مخه نیول کیږي.
څیړونکي وايي: په ټاکلي وخت کې ډوډۍ خوړل، دماښامنۍ او سهارمنۍ ترمنځ اوږده وقفه دانسان په ګټه ده، په ورته وخت کې د شکر، زړه ناروغي، درګونو تنګوالې، ناروغیو او ستونزو مخه نیسي.
هر کال نږدې ۱.۴ ملیونه وګړي پر سرطان اخته کیږي او ۴۵۰ زره ښځې یوازې دسینې دسرطان له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.