د فلسطين او اسرايلو شخړې او دا قصی جومات برخليک

د فلسطين او اسرايلو شخړې او دا قصی جومات برخليک
دفلسطين   او اسرايلو ترمنځ دکړکيچ تاريخي شاليد
حماس اود اسرايلو پروړاندې يې مبارزه
وروستی اوربند ، دامريکا ونډه ، داناپوليس خبرې او دحماس دځواک څومره والی
دحماس او اسرايلو وروستۍ جګړه
د اقصی جومات  راتلونکی  
تاريخي شاليد :    
د2009ز دنومبر پر ۲ مه دبرتانې دبهرنيو چارو وزير بلفور دوعدې ۹۲ کاله تيريږي په همدغه ورځ نوموړي يهودانو ته وعده ورکړې وه هغه قوم چې دنړۍ پر سر ځای نه لري ورته به هغه ځای ورکوي چې دنړۍ پر سر څښتن ونه لري
(له ولسه پرته ځمکه او له ځمکې پرته ولس ) دغه مقوله له همغه وخته راپيدا شوه ، يهود هغه څوک وو  چې دنړۍ پر سر يې ځای نه درلوده  او فلسطين ددوی په اصطلاح هغه ځمکه وه چې خاوند يې نه درلوده ، که څه  هم دا په لومړي سر کې يوه فکره وه خو دغه قوم چې دځمکې پر سر يې ځای نه درلوده دې ته هوډمن و، چې په هر قيمت وي ځان ته به ځای پيداکوي .
په لومړي سر کې دوی فکر کاوه، چې په شمالي افريقا کې به ځان ته دځای پيداکولو هڅه کوي بيا يې دمصر دعريش سيمې ته پام ورواوخته خو دا دواړه هڅې ناکامې شوې ،چې وروسته يې فلسطين ته پام شو او ددې سيمې دلاسته راوړنې په موخه يې خپلې هڅې ګړندۍ کړې په دې لړ کې يې  له ترکيه _ چې هغه مهال داسلامي خلافت  پلازمينه وه  او فلسطين هم ددغه خلافت يوه برخه وه ـــ څخه وغوښتل چې يهودوته په فسلطين کې لږ ځای ورکړي ،  خو دوخت خليفه سلطان عبدالحميد چې ددغه فکرې دمبتکر  هرتزل له خوا ورته د۲۰ ميلونه ليرو ـ ترکي پيسو ـ  درشوت په توګه وړانديز هم  وشو  ، دنوموړي   غوښتنه   رد کړه او ورته يې وويل چې ترڅو زه ژوندی يم دغه کار شونی نه دی او که مړ شوم  نو ښايې ، چې له پيسو پرته تاسې دغه سيمه ترلاسه کړی  ،هغو وويل دا زما شخصي ملکيت نه دی دا د ولس مال دی چې دخپلو وينو په قيمت يې ترلاسه کړی او ولس به يې په اړه تصميم نيسي 
کله چې هرتزل دسلطان عبد الحميد څخه دغه ځواب ترلاسه کړ هغه ناهيلی نه شو بلکې دخپلې فکرې دعملي کولو په موخه يې ورته په اروپا کې کمپاين پيل کړ، همغه و چې دبرتاني دوخت دبهرينو چارو وزير ددغه فکرې ملاتړ  وکړ  او دعملي کولو لپاره يې کار پيل کړ .
د۱۹۱۷ زد نومبر پر ۸ مه نيټه برتانوي ورځپاڼو هغه نص خپور کړ ، چې  دبلفور له خوا د نومبر پر ۲ مه نيټه هرتزل ته ليکل شوی و
 ( ګرانه هرتزل وياړ لرم!  چې دبرتانې  دحکومت  په استازيتوب  درته  ديهودو دحفاظت  او په فلسطين کې د يو يهودي دولت  درامنځ  ته کيدو زيری درکوم  او زه به په خپل وار  ددغه ژمنې دعملي کيدو په موخه دهيڅ راز کړنې دريغ ونه کړم  . ستاسې مخلص  آثر بلفور
ددغه ژمنې دخپريدو سره سم اروپايې هيوادونو  داسرائيلي دولت  په رسميت پيژندل پيل کړل ، فرانسې ، ايټالې او متحده ايالاتو ترټولو دمخه  ورسره خپله همغږي اعلان کړه ، بل لوري ته عربي هيوادونو په دغه پريکړو خپله خواشيني څرګنده کړه ، که څه هم همغه مهال  برتانوی  حکومت عربان په دې غولول  او  ورته يې ويل:چې دوي په فلسطيني خاوره ديهودانو دميشتيدلو پلان نه لري په همدي لړ کې  شريف حسين ته يو ليک هم استولی و ، خو په فلسطين کې ميشت  برتانوي سرتيرو ته يې امر کړی و چې په فلسطين کې ديهودو دټولنې له  اوامرو  دې غاړه نه غړوي  دغه کشمشکونو جريان درلوده په دې لړ کې  لومړۍ نړيواله جګړه  هم ترسره شوه   برتانوي  جنرال قدس ته دننوتو وروسته وويل نن  صليبي جګړې پای ته ورسيدې  ، همدارنګه له دې درې کاله وروسته فرانسوي ځواکونه دمشق ته ننوتل او هلته فرانسوي جنرال دصلاح الدين ايوبي په قبر ودريدو او وی ويل صلاح الدينه مونږ دادی بيا راغلو.
د۱۹۴۷ز دنومبر پر ۲۹ مه ملګرو ملتونو هم دفلسطين په خاوره  داسرايلي دولت په رسميت پيژندل ومانه  که څه هم دبلفور پر وعده ډير اعتراضونه هم شته په دې مانا چې برتانې هغه مهال دا حق نه درلوده چې په خپل سر او  د اسلامي  خلافت له هوکړې  پرته دفلسطين ځمکه يو چاته وسپاري ،ځکه فلسطين هغه مهال دبرتاني داستعمار يوه برخه نه وه بلکې داسلامي خلافت يو جز و.
دلته خبره رانغاړو  ځکه که نور  داخبره راسپړو ښايې له اصلي موضوع بله خوا لاړ شو . خو همدغه دفلسطيانو دبدمرغۍ پيل و دوی له خپل اصلي ټاټوبي کډوالۍ ته اړ شول ، دانو طبيعي وه چې  دوی دې  دمبارزې په اړه فکر وکړي
حماس اود اسرايلو پروړاندې يې مبارزه
حماس په عربي ژبه کې  د( حرکه المقاومه الاسلاميه  ) مخفف دی چې په پښتو کې داسلامي مقاومت په مانا دی  دغه غورځنګ په ۱۹۷۸ز کې کې رامنځ ته شو مګر غورځنګ له دې دمخه په نور نومونو خپل فعاليت کاوه چې د۱۹۴۸ دمخه پير ته رسي  ددغه غورځنګ  اصلي ريښې  په مصر کې داخوان المسلمين ډلې ته رسې چې په ۱۹۲۸ز کې په مصر کې رامنځ ته شوی
شيخ احمد ياسين ، عبد العزيز الرنتيسي او محمود الزهار ددغه غورځنګ دموسسينو څخه شميرلی شو، غورځنګ دالمرابطون علی ارض الاسرا  ،همدارنګه دحرکه الکفاح الاسلامي په نومونو هم فعاليت کړی.
ددغه غورځنګ سياسي او  فکري  ليدلوری
حماس  په فلسطيني خاوره  ديهودو  له  استوګنې سره مخالفت لري ،  داسرايلو پر وړاندې مبارزه هم په همدې  دې موخه  ترسره کوي .حماس وايې چې اسرايلو سره يې ستونزه  دحدودو پر سره نه بلکې ددوی د موجوديت  پر سرده  ،  دوی جهاد دفلسطين  دازادۍ لار ګڼي ، او اسرايلو سره خبرې اترې  د وخت له ضايع کيدو پر ته  بل څه نه ګڼي حماس هغه تګلارې  ته هم په ښه سترګه نه ګوري چې د ۱۹۹۱ز دمډريډ له کانفرانس او په ۱۹۹۳ ز کې داوسلو له تړون  وروسته  چې دفلسطين دمنظمه التحرير او اسرايلو ترمنځ  رامنځ  ته شوی و عربانو دفلسطين په قضيه کې خپله کړې .
حماس په ديني، ټولنيز  او سياسي برخو کې خپل فعاليتونه پرمخ بيايې ، مشرتابه  يې د فلسطين  دننه او بهر  ميشت دي ،  دغه ډله په کور دننه او بهر د ځينو مهمو ارګانو نو  دملاتړ څخه هم  برخمنه ده .
له فکري پلوه دغه ددغه ډلې ريښې په  مصر کې رامنځ ته شوې ډلې اخوان المسلمين ته رسيږي
دحماس په فکر کې پوځي فعاليتونه 
حماس  داسرايلو پر وړاندې  پر پوځي فعاليت باوری دی دوی باور لري  ، چې  دجګړې له لارې به پر اسرايلو خپلې  غوښتنې ومني  ، همدا لامل  دی چې ددغه ډلې پوځي څانګه  دعزالدين القسام ډلګۍ تل  داسرايلو پر وړاندې  پوځي فعاليت کوي ، کله  کله  فدايي  بريدونه هم  ددغه ډلې له خوا تنظيميږي  چې په خپل وخت نړيوال غبرګونونه هم له ځانه سره لري
په ۲۰۰۰ز کې دانتفاضه الاقصی (دالاقصی پاڅون ) هم دهمدغه ډلې له  فعاليتونو څخه و ، همدارنګه په ۱۹۸۷ ز  کې دفلسطينيانو لومړنی پاڅون هم دهمدې ډلې په هڅونه تر سره شوی و
امريکا دغه ډلې ته ديوې ترهګرې ډلې په سترګه ګوري ، چې اسرايل هم په همدې پلمه ددغه ډلې پر وړاندې  خپلو کړنو، په فلسطيني  خاوره بريدونه ، دفلسطينيانو نيونه او ددغه ډلې دمشرانو په نښه کولو  ته جواز ورکوي 
دغه ډلې  د۲۰۰۶ ز په پارلماني ټاکنو کې  دفتح ګوند   پر وړاندې  غوڅ اکثريت تر لاسه کړ ، دوی داسماعيل هنيه په مشرۍ حکومت جوړ کړ ، چې دا دفتح ګوند لپاره دزغملونه وه ، ځکه دغه ډله له څو لسيزو په فلسطين واکمنه وه  نو ځکه خو يې ددغه حکومت دړنګيد هڅې پيل کړې ، چې وروسته  د دواړو ډلو ترمنځ په خونړۍ جګړو واواختې ، حماس وتوانيده چې دغزې تراړه ونيسي  همدا وه چې  محمود عباس دملي يوالي په نامه جو ړ شوی حکومت ړنګ اعلان کړ او يو بيړنی حکومت يې جوړکړ او سلام فياض يې دنوي لومړي وزير په توګه ونوماوه ،  دغه کشمکشونه لا  دوام لري
 وروستی وربند
داناپولس کانفرانس :
دامريکا پخواني ولسمشر جورج بوش هڅه کوله چې په منځني ختيځ کې دسولې په  راوستو  له خپلو اوږو پر عراق دبريد دپړې پيټی کم کړي ، دې موخې ته درسيدو په موخه نوموړي  دمتحده ايالاتو په ختيځ ښار اناپوليس کې  يو نړيوال کانفرانس جوړ کړ  ، که څه هم له دغه کانفرانس ډير هيلې کيدلې ځکه دغه کانفرانس دکامب ډيفډ له نړيوال کانفرانس چې په ۲۰۰۰ز کې دولسمشر کلنټن له خوا جوړ شوی و  وروسته دويم کانفرانس و چې  په منځني ختيځ کې دسولې راوستو او داسرايلو په څنګ کې يې ديو خپلواک  فلسطيني دولت  دجوړيدو نغارې  ډنګولې . که څه هم عربي نړۍ په ځانګړې توګه حکومتونو به يې داسې اټکلونه کول چې ګواکې دغه کانفرانس به دمنځني ختيځ کړکيچ ته يو حل رواباسي . فلسطيني ولسمشر محمود عباس و اشنګټن ته له ورتګ څخه دمخه  دکانفرانس په اړه وايې: دغه کانفرانس په منځني ختيځ کې دسولې راوستلو لپاره يوه تاريخي شيبه ده ، هغه زياته وي  اناپوليس ته ځي  چې دفلسطيني ولس موخو او خوبونو ته ريښتني بڼه ورکړي  ، چې ديوخپلواکه فلسطيني دولت جوړول  دي ، فلسطينيانو دامنلې وه چې  ديو فلسطيني دولت درامنځ ته کيدو په صورت کې به دفتح ګوند پوځي څانګه  کتايب الشهدا الافصی  او دحماس پوځي څانګه کتايب القسام  له منځه ځي  او اسرايليانو هم په همدي ډير ټينګار کاوه .
اسرايلي لوري په ځانګړې توګه سياسي کارپوهانو   که څه هم په لومړي سر کې دغه کانفرانس يوازې درسمي خبرو دپيل پړاو باله او ډير ورته  خوشبين نه ښکاريده  مګر اسرايلي لومړي وزير ايهود اولمرت  دکانفرانس دپيليدو دمخه دښه نيت دڅرګنديدو په موخه يو لړ اقدامات وکړ . په فلسطيني خاوره کې داسرايلي استوګنځايونو دجوړلو چارې يې  ودرولې ، ۴۴۱ فلسطيني زندانيان يې خوشې کړل ، او فلسطيني دولت سره يې د۲۵ روسي ساخت بيړيو  مرسته وکړه.
موضوع دوام لري
دحماس او اسرايلو وروستۍ جګړه
د اقصی جومات  راتلونکی