د خوست پېژندنې لارښود (۲۴ برخه)


لسم څپرکی
لوبې او ورزش

که څه هم لوبې او ورزش د کلتور او فولکور یوه برخه ده، خو مونږ یې دلته د بیل عنوان لاندې مطالعه کوو. لوبې او ورزش په انساني ژوند کې ستر ارزښت لري، انسانان خپله بدني روغتیا او سلامتیا د ورزش او لوبو په اساس ساتلی شي. په همدې ترتیب د بدني روزنې اساسي موخه د ټولنې د ټولو غړو د صحي وضعې تکمیلول، د حسمي، دماغي او روحي استعدادونو پرمختیا، فکري رغونه، د غوره عادتونو او دودونو ترسره کول، د ملي نوامیسو د ساتنې په هدف د ژوند او ددې ترڅنګ د بهرني دښمن په وړاندې د خپلې خاورې او وطن څخه دفاع کول دي. خو ددې سره سره لوبې د سولې استازیتوب هم کوي او د وګړو په یووالي، همغږۍ او ټولنیز ژوند کې مهم رول لوبوي [1]. څرنګه چې لوبې او ورزش زمونږ په هېواد کې اوږده مخینه لري، نو پدې اساس سره خوست هم یو د هغو ولایتونو څخه دی چې په بیلابیلو زمانو کې بیلابیلو لوبو لکه: خوسی کول، تیږه اچونه، ټوپ وهنه، غېږ نیونه، منډې وهنه، او نورو لسګونو لوبو په ولسي شکل رواج درلود او نن ورځ هم په کلیو او بانډو کې یو شمیر لوبې شته. په خوست کې د پخوا وخت راهیسی دوه ډوله لوبې مروج دي چې یو ته یې د ماشومانو لوبې وايي کله: پټ پټونی، ګوډۍ جګول، چیغۍ کول.... او بل یې د لویانو لوبې دي کله تیږه اچول، خوسی کول... چې مخکې ترې یادونه وشوه. خو پدې برسره  د وخت په تیریدو سره په خوست کې بیلابیلو معاصرو لوبو دود پیدا کړ، والیبال او باسکټبال هغه معاصرې لوبې دي چې په خوست کې پوره اوږده تاریخچه لري. دا لوبې لومړۍ ځل د خوست په غرغښت عالي لیسه کې دود شوېاو غرغښت په خوست کې لومړنۍ لیسه ده چې په ۱۳۱۳ هـ ل کال کې یې بنسټ کېښودل شوی. څرنګه چې پوهنې وزارت په خپل درسي نصاب کې د ډېر وخت راهیسې ورزش د یو مضمون په توګه شامل کړی، نو پدې اساس سره د خوست پوهنې ریاست د خپل رسمي او منظم تاسیس له وخت راپدیخوا دې برخې ته پوره پاملرنه کړي ده.
په ملي ورځو او ملي جشنونو کې به پخوا د بیلابیلو لیسو او ښوونځیو ترمنځ د والیبال او باسکټبال سیالۍ کیدې، چې زرګونه تنه نندرچیان به یې درلودل او د وخت په تیریدو سره د والیبال او باسکټبال ترڅنګ دریمه معاصره لوبه (فوټبال) هم په خوست کې دود شوه. اوس مهال په خوست کې د باسکټبال لوبه په ورکیدو ده او د والیبال لوبه هم د پخوا په څېر شور نلري، خو ترڅنګ یې د فوټبال او کرکټ بازار ډېر ګرم دی، کرکټ په خوست کې ډېر پرمختګ کړی او د ټولو لوبو په سر کې راځي [2] ، یوه خبره چې یادونه یې باید وشي، هغه دا چې په خوست کې پخوانۍ محلي لوبې او د ماشومانو لوبې هم شته، خو محلي لوبې د پخوا په څېر په خپل حالت ندي پاتي. همدا ډول په خوست کې نن ورځ د لوبو بیلابیل پدراسیونونه شتون لري، چې ګڼ شمیر خلک پکې په تمریناتو بوخت دي، چې مونږ یې په ځینو باندې دلته لنډه رڼا اچوو. خو یو شی چې باید یادونه ترې وکړو هغه د ورزشي ځایونو نشتوالی دی، لوبې میدانونو او مسلکي روزونکو او امکاناتو ته اړتیا لري، چې پدې برخه کې د خوست ورزشکاران جدي ستونزې لري.[3]
لومړی ــ فوټبال: سره له دې چې فوټبال په خوست کې ډېره اوږده سابقه لري، خو د فوټبال رسمي پدراسیون په ۱۳۸۵ هـ ش کې رامنځته شو او نن ورځ ډېر زیات  مینه وال لري [4]، زیات شمیر خوستي ځوانان په مرکز، کلو او بانډو کې د فوټبال لوبه کوي. د خوست د فوټبال لوبغاړي نن ورځ د هېواد په کچه او هم د خوست په کچه په بیلابیلو سیالیو کې ګډون کوي، ځوانان یو بله سرره د فوټبال سیالۍ ترتیبوي، چې نه یوازې خوستي ځوانان بلکې د جنوب ختیځ زون او د پښتونخوا لوبډلې هم پکې ونډه اخلي.
دویم ــ والیبال: لکه څرنګه چې مو مخکې یادونه وکړه چې په معاصرو لوبو کې والیبال لومړنۍ لوبه ده چې د خوست په غرغښت لیسه کې دود شوي، خو رسمي پدراسیون یې په ۱۳۸۶ هـ ش کې رامنځته شو [5]. د رسمي پدراسیون د ایجاد نه مخکې د خوست په ټولو کلو او بانډو کې دغه لوبه ترسره کیده، چې د ولس د ذهني ارامتیا او ساتیري یوه ښه وسیله وه او ده.
دریم ــ کرکټ: کرکټ د معاصرو نړۍ په ورزشي ډګر کې یوه مخکښه لوبه ده چې په نړۍ کې زیات شمیر مینه وال لري، دا لوبه نن ورځ په هېواد کې په منظم ډول پرمخ وړل کیږي. لکه څرنګه چې د هېواد په کچه کرکټ بورډ کمېټه رامنځته شوي، نو په خوست کې هم منظم پدراسیون لري او ددې پدراسیون د بنسټ ډبره په خوست کې په ۱۳۸۷ هـ ش کې کېښودل شوه [6]. دا مهال د کرکټ لوبه په خوست کې ډېره چټکه وده کړې او د ولایت په هره برخه کې ترسره کیږي.
یادونه: نن ورځ په خوست کې پردې سربیره نور ورزشي هم شتون لري، چې ډېر زیات شمیر خلک پکې بوخت دي، لکه: بایسکل ځغلونه، د اندامونو ښکلا، هاکي، رزمي ورزش، کېک بوکس، چیني بوکس، کبډي، توره وهنه، بدمنتو، سطرنج، سکېټ، ګانګفو، تکواندو، ووشو، ځغاسته، جمناستیک......[7]

 
[1] افغانستان پېژندنه، ۳۴۴مخ. اورنګزیب ارشاد
[2] خوست پېژندنه، ۸۹ـ۹۰مخونه
[3] خوست پېژندنه،۹۳ـ۹۴مخونه
[4] خوست پېژندنه،۹۴ مخ
[5] خوست پېژندنه،۹۵مخ.
[6] خوست پېژندنه، ۹۶مخ.
[7] خوست پېژندنه، ۹۹ــ۱۱۰ مخونه