زه په نړۍ کـــــې زوريدلى يمه
ومه ماشوم چې يتيم شوى يمه
په سرمې هيچا لاس کـش کړى نه دى
خوا ته مې هيڅوک کيناستلى نه دى
همزولې ټول به مې سينګار وه چابه غږ نه کاوه
زه به چې لږ جوړوم هيچا راســـــــره تګ نه کاوه
زما داوښکو اميل تل په غاړه،تل سلګۍ وي
زما اوښکې زما سلګي وي ،دهرچا نخري وي
مابه لـــــــــــــــــــــــوستله تل پښتو،چې دمور درس ؤ پکې
خوبياهم يتيم ومه هرڅومره هرڅومره هو! که رش ؤ پکې
ټولو وړوته به اخــــــــترکې وه په سترګو رانجه
ومه معصوم مابه اختر په خپلواوښکولمانځه
خلک خووايي ماشومتوب بادشاهي
خو زمانصيب کې وه،هميش ګدايي
ټول به ول جمعه خوشحالولپاره
زه په تــــــنهاوم تل ســــلګولپاره
عطاالله خداى لخوا دي ته پرې وياړه
ځــــــــان کړه يواځې،بس يواځې ژاړه
وروستي