
سپينتمان
له نن ورځې څخه مې له ځان سره پرېکړه وکړه ، چې نور به د سياسي پېښو او خبرونو په ډګر کې له هک پک کيدو او حيرانيد څخه ډډه کوم ، ځکه نن سبا هر څه ممکن شوي دي .
تر پرونه خو مې دا کار يوازې د ساينس او تخنيک په ډګر کې کولو ، چې اختراعات دومره زيات شول ، چې حيرانيدل راته عادي شول او اوس ، چې د هر اختراع او کشفياتو په هکله څه اورم نه وايم ، چې سمه ده اوممکنه ده !
يوه شيبه مخکې مې نوی خبر واوريد ، چې د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما ته په ((اوسلو)) کې د نوبل د سولې جايزه ورکول کيږي .
د دې خبر په اوريدو سره مې د ويب پاڼې لپاره يو عاجل خبر وليکلو او نور مې دا څو کرښې تورې کړې .
زما لپاره دا په زړه پورې وه ، چې په داسې يو هېواد لکه افغانستان کې نه يوازې د سولې څرک ونه لګيده بلکې ګاونډي هېواد پاکستان او صوبه سرحدکې هم امنيتي حالت ورځ په ورځ خرابيږي ، چې همدا نن ورځ يوازې په پېښور کې د پنځه څلوېښتو شاو خوا خلک په يوه چاودنه کې ووژل شول او نړۍ هم تر هر بل وخت زياته ګواښمنه او نا امنه ښکاري . هر خوا د وسلو سيالۍ او د څارګرو ادارو بازارونه ګرم شوي او په دې ټوله نارامي کې د امريکا مسؤليت تر ټولو زيات دی ، چې هر ځای کې يې د مسالې حل ته يوازې د زور او ځواک او د امريکا د ګټو له زاويې کتلي .
که چېرې په داسې يو هېواد لکه افغانستان ، چې له عادي مامور نه نيولي تر جمهور رئيس پورې ټول قوانين تر پښو ﻻندې کوي او د شخصي ګټو لپاره ولسوالۍ په وﻻيتونو بدلولی شي او هر نااهله ، چې شاته يې څو لوټماران او داړماران راټول شوي وي ، ورته د وزارت څوکۍ بښل کيدی شي او په هېواد کې مطلق يو مافيايي حکومت حاکم وي ،دا کارونو ممکن دي او د تعجب لپاره څه نه په کې پاتې کيږي . لېکن دا چې د نوبل جايزې دې هم د کرزي د وزارتونو په څېر هر چاته ورکړل شي ،اوس ما دومره د حيرانتيا په لور نه بيايي لکه د اندېښنې !
که چېرې بارک اوباما په دې وتوانيږي ، چې په افغانستان او سيمه کې ارامي رامنځته کړي نو زه به مې ټولې خبرې بېرته واخلم او مبارکي به ورته ووايم ، که چېرې په دې کې پاتې راغی او افغانستان کې ناکامه شي دا نه يوازې د ده لپاره بلکې د ټولو ناټو غړو هېوادنو لپاره يو اساسي چلنج دی ، نو بويه چې ما د خپلې ليکنې لپاره ښه سرليک ټاکلی او دا وزارتونو او جايزې بايد د کار د اهل خلکو ته وسپارل شي !!!