
ډیری خلک لیمو خوښوي ځکه پوره ویټامین C لري، پردې سربېره دلیمو اوبه ډیرو خوړو او څښاک سره ګډیږي ، چې خوند او مزه یې ډیره شي. پردې سربېره دبدن دفاعي ځواک پیاوړی کوي، له بدن څخه زهري مواد وباسي.
دلیمو غوړ یو له هغو غوړو څخه دي، چې پر سرطان اخته کسانو لپاره یې کارول ګټور دي.
"Healthy Food Star" مجلې دلیمو ۱۲ ګټې لیکلی دی، چې ډیری خلک به یې دلومړي ځل لپاره لولي.
۱- داسما/ سالنډۍ لپاره ګټور دی.
هغه وګړي، چې اسما/ سالنډي لري که دوی چیرې هره ورځ له غرمنۍ، ماښامنۍ یو ساعت وړاندې یوه کاشوغه لیمو اوبه وڅښي، ناروغ به د ارامتیا احساس وکړي، دسالنډۍ سخته څپه به ډیره اسانه پرې تیره شي.
۲- دتلو او ښنګرو درد اراموي.
هغه کسان، چې دتلو او ښنګرو په برخه کې درد لري، که دلیمو پوست واخلي او پر هغه ځای ېې کیږدي، چې درد کوي، دوخت په تیریدو به زیانمن ځایونه له زهري مواد پاک شي.
۳- کولرا ناروغي له منځه وړي.
لیمو داسې مواد لري او دانټيپیټک په څېر فعالیت کوي، دهغوو بکتریا پر ضد فعالیت کولای شي، چې دکولرا ناروغۍ لامل ګرځي. دڅیړنو له مخې دلیمو اوبه که له اوبو سره ګډې شي او په منظمه توګه وکارول شي، په دې کې به مرستندویه ثابتې او کولرا ناروغي به له منځه یوسي.
۴- زکام او ریزش له منځه وړي.
لیمو موسمي زکام او ریزش له منځه وړي، دا داسې نسخه ده، چې په کور کې هم تیاریږي، دوه لیمو که له نیم لیتر ګرمو اوبو سره ګډې شي او یوه کاشوغه شات ور زیات شي، که ناروغه له خوب وړاندې یو ګیلاس وڅښي ډیر ژر به ښه شي.
۵- قبضیت له منځه وړي.
که څوک قبضیت لري او غواړي، چې له دی ناروغۍ خلاص او له بدنه یې زهري مواد ووځي که هر سهار په نهاره لیمو + ګرمې اوبه + شات ګډ کړي او بیا وڅښل شي، ډیر ژر به یې قبضیت له منځه ولاړ شي.
۶- په هضم کې مرسته کوي.
لیمو هم هغه مواد لري، چې دمعدې او هضم لپاره ګټور دي، لیمو دګېډې دپړسوب مخه نیسي او که څوک دخیټې پړسوب لري، په منظمه توګه لیمو وکاروي، دخیټې پړسوب به یې له منځه ولاړ شي.
۷- دپښو استراحت کې مرسته کوي.
له اوږدې ورځې کار او ستړیا له کبله پښې دستړیا احساس کوي، که چیرې مو قدمونه ډیر درد کوي ، که لږې ګرمې اوبه په یوه لوښي کې واچوئ، دلیمو اوبه ور زیاتې کړې، پښې په کې کیږدئ، ډیر ژر به دارام احساس وکړي، دخوب احساس به وکړئ.
۸- که پړسیدلی ورۍ درد اراموي.
که ورۍ مو پړسیدلې وي، که لږه مالګه دلیمو له اوبو سره ګډې کړې، درد به مو ارام شي، پردې سربېره که دلیمو پوست پر پړسیدلي ځای کیږدي، درد به ارام شي او پړسوب به مخ په ښه کېدو شي.
۹- دمعدې لپاره درمل دي
که څوک دمعدې له سوزش څخه سر ټکوي، که یو ګیلاس ګرمې اوبه له یوې کاشوغې لیمو اوبو سره ګډې کړي دا ستونزه به یې له منځه ولاړه شي.