ددالو د سوپ څلور مهمې ګټې .

 
دال په ډېرو هېوادو کې له دودیزو خوړو څخه ګڼل کیږي، خوند یې ښه، ګټه یې ډېره ، بیه یې کمه، پردې سربېره تیارول یې اسانه دي.
دخوړو کارپوهان وايي: دال دپروټینو تر ټولو مهمه سرچینه ده، چې غوړ یې ډېر لږ دي، له هغو خوړو ګڼل کیږي، چې معدن، ویټامین ، اکسید ضد دي، که هره ورځ وخوړل شي، بدن پیاوړی کوي او روغتیا ته ګټه رسوي.
(الیوم السابع) ورځپاڼې د یو شمېر سبزیو په ځانګړې توګه ددالو دګټو او فایدو په اړه لیکنه خپره کړې ده، راپور وايي:
دال ژر هضمیږي، که په منظمه توګه وخوړل شي ټول ورځ بدن ته انرژي ورکولای شي.وسپنه  او پروټین، چې دورځې په اوږدو کې ورته بدن اړتیا لري دا یې پوره کولای شي.
دساري ناروغیو په مخنیوي کې مهمه ونډه لري.
دال څلور ګټې لري، چې په لاندې توګه دي.
۱-  دال دپروټینو مهمه سرچینه ده، چې مضر کولسترول،چې په سره غوښه کې شته  په دې کې نشته، دناڅاپي مړینې مخه نیسي.
۲-  دال داسې مواد لري، چې ژر هضمیږي، دقبض مخه نیسي، دقولنج سرطان په مخنیوي کې دپاموړ رول لري.
۳- دال زړه ساتي، ځکه دفولیک اسید په نوم مواد او مقناطیس لري، چې دزړه روغتیا لپاره ګټور دي، د زړه رګونه ساتي، دزړه ناروغۍ مخه نیسي، په بدن کې د وینې جریان تنظیموي.
۴-  هره ورځ یوه پیاله د دالو سوپ بدن ته  هومره وسپنه ورکوي، چې اړتیا ورته لري، دوینې دکمښت  مخه نیسي.