له کوره لاړو
ويل ژربه راشم
دغه دوکان کې اشنا
خوراکي توکې اخلم
ماشومان ټول خوشحاله
ويلې پلارجان به زموږ
موږ ته حتمَ څه راوړي
هغه له کوره بهر
کړه ګړندي ګامونه
چې مزيدارڅيزونه
خپلو بچوته راړوم
چې دسهارله چايو
سره يوځاى موږه ټول
په مينه مينه يې وخورو
نږدې دوکان ته اشنا
وه دپوليسو غرفه
دى هلته ودريده
ويل پوليسه وروره
سهار نيکمرغه دي شه
دلته يوڅه اخلم
ماشومان ټول دې زما
په انتظارکې ياره
دې په خبروکې وه
چې يوه زړه کرولا
دغرفې مخې ته شوه
ناڅاپه درز شوهلته
هلته يوخړلوګى شو
ناترسه بريد ولو دا
دغه ځانمرګي بريدوه
داشنا غوښې مې اوس
دخوږو پرځاى په قاب کې راوړې
خوانتظاربچيان مې
راته تراوسه وايي
موږ ته خواږه پکاردي
هغه خواږه مورکۍ
چې داداجان مې راړي
چې داداجان مې راړي
وروستي