ډاکتر مهاتير محمد

 
مهاتیرمحمد ( ۲۰ جولای ۱۹۲۵) دمالیزیا مشهور سیاستوال  او څلورم لومړی وزیر دی، چې له ۱۹۸۱ - ۲۰۰۳ ز  پورې دمالیزیا لومړی وزیر و، دا ددې هېواداو اسیا په تاریخ کې  لومړنی کس دی، چې ددومره اوږدې مودې لپاره د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کوي. دمهاتیرمحمد ۴۰ کاله  سیاسي فعالیت کړی دی، دلومړي ځل لپاره په ۱۹۶۴ کې دمالیزیا پارلمان ته  لار ومونده او تر ۲۰۰۳ ز پورې دپارلمان  غړی و، چې وروسته یې بیا استعفا ورکړه.
دا دمهاتیر محمد هڅې او پروګرامونه وو، چې مالیزیا یې له کرنیز هېواد څخه په  صناعتي هغه بدل کړ ‎، مالیزیا دنوموړي په وخت کې  داړتیا وړ ۹۰٪ توکي  خپله تولیدول، او دصادراتو سلنه یې ۸۵٪ ته ورسیده او هغه موټر او نور ترانسپورتي وسایل، چې پر مالیزيايي سړکونو ګرځي ۸۰٪ یې په مالیزیا کې تولید شوي دي.
دهمدې پرمختګ او پرمختیا  پایله وه، چې په مالیزیا کې د بیوزلۍ کچه ۵۲٪ راښکته شوه او په ۱۹۷۰ ز کې  په ۲۰۰۲ ز کې  دبیوزلۍ کچه ۵٪ وه. په ۱۹۷۰ ز کې  د سړی  سر عاید دکال ۱۲۴۷ ډالر و ، چې په ۲۰۰۲ ز کې بیا دعاید کچه ۸۸۶۲ ډالر ته  پورته شوه. په بله مانا  له دیرشو کلونو راهسې د سړی سر عاید اوه ځلې زیات شوی دی. او دبېکارۍ کچه  ۳٪ ته راټیټه شوې ده.
همدا راز ډاکتر مهاتیر محمد دخپلې واکمنۍ پرمهال داسیا په کچه  له اغیزناکو مشرانو څخه و او دنړیوالتوب له سختو مخالفینو څخه دی.
دروانې میاشت په پیل کې مهاتیر له خپل ګونده ووت او لامل یې په ګوند او حکومت کې پراخه فساد ښودلی دی، لاندې کرښې دهغه ډاکتر په اړه دي، چې څرنګه یې  مالیزیا دصنعت او ټیکنالوژۍ  هېواد کړ، هغه کوم راز و، چې نوموړی پوره ۲۲ کاله  لومړی وزیر پاتې شو.
 
 زوکړه او ژوند
مهاتیر  دمالیزیا په قدح ولایت کی زیږیدلی دی، دخپلو نهو ورونو کشری هغه دی، پلار یې ښوونکی او مور یې دکور مېرمن وه، دمهاتیر نیکونه  د هندوستان   دخیرالله  ولایت څخه مالیزیا ته کوچیدلي وو، هلته یې بیا دمهاتیر له نیا، چې  دمالیزیا وه واده کړې دی، مور یې هم  له اره مالیزیاۍ ده.
د دویمې نړیوالې جګړې  او دجاپاني نېواک  پرمهال مهاتیر  دخپلې کورنۍ دلګښت لپاره کیلې او کیک پلورل، مهاتیر خپلې لومړنۍ زده کړې  په عامو ښوونځیو کې  پیل کړې دي اوبیا یې لوړې هغه دسلطان عبدالحمید په پوهنځي کې بشپړې کړې دي، وروسته بیا په سنګاپور کې د ټولواک اډاورډ اوم  طبي پوهنځي ( وروسته بیا د سنګاپور ملي پوهنتون شو)ته ولاړ، هملته یې دمحصلینو مهالنۍ رامنځته کړه، ددې ترڅنګ یې دسټریټس ټایمز  ورځپاڼې ته په مستعار نوم لیکنې کولې، مهاتیر د زده کړې پرمهال په یاد پوهنځي کې دمسلمانو محصلینو دټولنې  ریاست هم کړې دی.
په ۱۹۵۳ ز کې له فراغت وروسته مهاتیر  خپل هېواد ته راستون شو او حکومتي دنده یې تر لاسه کړه، د۱۹۵۶ز  داګسټ پر ۵ یې دله خپلې همصنفۍ  حازمه  سره واده وکړ، مېرمن یې هم د طب ډاکتره ده.
په ۱۹۵۷ ز کې یې دولتي دنده پرېښوده  او الوسیټار ولایت ته ولاړ او هلته یې خپل شخصي  کار پیل کړ، دهرې ورځې په تیریدو یې کار غوړیده.
مهاتیر محمد اته بچیان لري پنځه زامن او درې لوڼې ، په ۱۹۸۹ ز کې یې د ۶۳ کلنۍ پرمهال د زړه بریالي عملیات ترسره کړل.
 
سیاسي ژوند:
په ۱۹۶۴ ز کې  مهاتیر محمد  د(کوټا سیټار سیلاتان) ولایت څخه پارلمان ته  لار ومونده او د مالیزیا اسلامي حزب  کاندید ته یې ماتې ورکړه، خو د۱۹۶۹ ز کال په پارلماني ټاکنو دخپل پخواني سیال پر وړاندې مات شو، نوموړی دهمدې کال په دسمبر کې له پارلمان څخه وویستل شواو لامل یې  پر لومړي وزیر تنکو عبدالرحمن سختې نیوکې وې، د۱۹۶۹ ز  کې  یو لړ کورني خوځښتونه پیل شول، چې دعبدالرحمن حکومت سخت وځپل نوموړی دیو لیک له لارې پر لومړي وزیر نیوکې وکړې او نوموړی یې تورن کړ، چې چینايي الاصله  وګړو ته امتیاز ورکول کیږي او  نور هغه ځورول کیږي.
مهاتیر په ۱۹۷۰ ز کې  د( ملایو ستونزه) تر سرلیک لاندې کتاب ولیکه او هغه لاملونه یې یاد کړي وو، چې  په کولالمپور  کې ولې ولسي خوځښتونه راپورته شول، ولې دملایو سیمې اقتصادي وضعیت خرابه دی، دتنکو عبدالرحمن حکومت دکتاب دچاپ مخه ونیوه ، خو کله، چې نوموړی په ۱۹۸۱ ز کې لومړی وزیر شو کتاب یې چاپ کړ.
د۱۹۷۲ ز دمارچ پر ۷  دمالیزیا ملي ګوند سره یو ځای شو، په ۱۹۷۳ ز کې سناتور شو، په ۱۹۷۴ ز کې یې له سناتورۍ څخه استعفا ورکړه، چې  عامو ټاکنو کې ونډه واخلي.
په ۱۹۷۵ ز کې  دښوونې او روزنې  وزیر وټاکل شو، موده وروسته  لومړي وزیر حسین اون د لومړي وزیر مرستیال وټاکه د وخت په تیریدو  دتجارت او صنعت وزیر شو.
 
لومړی وزیر
د۱۹۸۱ ز جولای پر ۱۶ مهاتیر محمد دمالیزیا لومړی وزیر شو ځکه پخواني حسین اون دروغتیايي لاملونو  له کبله  استعفا ورکړې وه، دا لومړنی  لومړی وزیر دی، چې له بیوزلې کورنۍ سره یې تړاو درلود، ځکه پخواني  درېو هغو له شاهي کورنۍ سره تړاو درلود. مهاتیر ۲۲ کاله دمالیزیا لومړی وزیر و، د ۲۰۰۳ ز د اکتوبر پر ۳۱  یې تقاعد واخیست، دا په اسیا کې دواکمنۍ تر ټولو ستره دوره ده، د تقاعد پرمهال یې  د( تون) لقب  تر لاسه کړ دا په مالیزیا کې  تر ټولو ستر لقب دی، چې ملکي کسانو ته ورکول کیږي.
د۱۹۸۳-۱۹۹۱ ز کلونو  پرمهال وتوانیده، چې په  قانون کې ځینې تعدیلات رامنځته کړي او له شاهي کورنۍ یې د(ویټو) حق واخیست، دشاهي کورنۍ غړي نور له قضايي خوندیتوب څخه مستثنی نه وو. له دی وړاندې د قانون لپاره دشاهي کورنۍ موافقه شرط وه، خو اوس دا امتیاز او ځانګړنه دپارلمان حق شوه.
۲۰۰۴ ز  داسلامي کنفرانس د غړو هېوادو دځینو مشرانو لپاره له جنجاله ډک کال و، مهاتیر دیهودو پر ضد سختې نیوکې وکړې او زیاته یې کړه، چې ټوله ستونزه دیهودو ده او مسلمانان  نرم او زغم لرونکي دي، له دې ناستې وروسته دمالیزیا لومړی وزیر  په ګرده اسلامي نړۍ کې د اتل په توګه یادیده.