
دا یوه ښکاره خبره ده، چې خلک د دغه ناوړه عادت نه د بېغمه کیدلو لپاره د مختلفو میتودونو څخه کار اخلي. د British Heart Foundation کارپوهاند دا څرګنده کړې ده، چې ولې د سګرټ سمدستي درولو میتود، کوم چې «cold turkey» نومیږي ډیر ګټور دی.
«Cold turkey»- په امریکا ډیره مشهور او ښه جمله ده، کومه چې د "د یوه کار ژر تر ژره کولو" مانا لري، د سګرټ څکولو د پریښدلو لپاره یو ښه میتود دی. د دغې کار کولو لپاره یو ټینګ عزم ته اړتیا شته، که تاسې غواړی خپل ځان د دغه ناوړه عادت نه خلاص کړی، نو یو ټینګ عزم وکړئ او دا کار سمدستي او په ناڅاپي ډول وکړئ. کارپوهانو دا هم په ډاګه کړې ده، چې د دې لپاره، چې د دغه عمل خلاص شئ، نو د یوې خاصې نیټې، پیښې نه کار واخلئ.
په هغه څېړنه کې چې British Heart Foundation ترسره کړې ۷۰۰ تنو ونډه اخیستي وه او هغه کسانو، چې د «cold turkey» میتود نه کار اخیستی وو، نو ۲۵ سلنه یې دغه عمل ژر پرېښودلی دی او همدا ډول ۲۵ سلنه د بیرته عدتیدو احتمال کم شوی دی. دغه کارپوهان دا مشوره هم ټولو ته ورکوي، چې د سګرټ څکولو غوښتنې سره خپل مقاومت او چمتوالی کم نه کړي او دغه غوښتنه ماته کړي؛ یوازې په دې ډول تاسې کولای شئ د دغه ناوړه عمل نه خلاص شئ. مخکې له دې چې د دغه میتود نه کار واخلئ، په کور او کارځای کې ټول هغه شیانو چې سګرټ درپه یاد کړي لري کړئ.