د خوست پېژندنې لارښود (۲۳ برخه)



نهم څپرکی
تاریخي ځایونه او مشهور زیارتونه
لومړۍ ــ تاریخي ځایونه
 
د ګربزو ولسوالۍ تاریخي ځایونه:
۱ــ ژور: ژور یا ژوره هم یو ډیر مهم او تاریخي ځای دی، د پخواني تاریخ په اړه یې ډېر شمیر روایات شته. په ژوره کې ډیرې محکمې او پټې تاریخې سمڅې شته، ددغو سمڅو ارزښت پدې کې دی چې دغه سمڅې د ځمکې لاندې دي، ډیرې مخکمې، او اوږدې دي. د جهاد په کلونو کې ژوره یو مهم جنګي سنګر وو، او د طالبانو د واکمنۍ پرمهال پدې سمڅو کې اسامه بن لادن اوسیده، او پدې ځای کې به خلکو ته نظامي زده کړې ورکول کیدې او اکثر جنګیالي پنجابیان او عربان وو. د بل کلنټن د واکمنۍ پرمهال د ژوره سمڅې په اسامه بن لادن پسې د کروز توغندیو په ذریعه وویشتل شوې. اوس هم د ژور تاریخي سمڅې شته، خو د امریکایانو لخوا په تیرو کلونو کې څو ځله بمبارد شوې او ددغو سمڅو خولې د بمونو په واسطه والوزول شوې.  
۲ــ لیژه: لیژه هم د یوې سیمې او یو خوړ نوم دی. د لیژې د تاریخ په اړه دقیق معلومات نشته خو د یو شمیر روایاتو له مخې چې زه د سیمې د خلو او نورو مشر انو سره ناست یم دوی وايي چې د لیژې نوم د افغانستان د پخوانیو شاههانو( لالیشا او لالیژه) څخه اخیستل شوی او اوس هم د سیمې خلک ورته لالیژه وايي.
۳ــ مغلګی: مغلګی هم یو تاریخي ځای دی. لکه څه ډول چې د نوم څخه یې معلومیږي چې دلته مغل اوسیدلي او د سیمې د خلکو سره یې جګړې کړي. پدې سیمه کې اوس هم داسې قبرونه شته چې مخ په قبله خښ شوي.
۴ــ مستربل: مستربل په خوست کې د یوه غره نوم دی چې د میرانشاه سره لګیدلی. خلک وایي چې مستربل د مسټر بل په نوم یو انګریز وو او دغه ځای په تیر تاریخ کې د انګریزانو یو فوځي سنګر وو.
۵ــ توره غاړه: توره غاړه هم یو تاریخي ځای، د یوه غره او یوې سیمې نوم دی، ددې ځای څخه د میرانشاه ټوله ساحه لیدل کیږي. ددې غره په سر باندې مخکې بادي ژرندې لګیدلي وې.

د تڼیوولسوالۍ تاریخي ځایونه
۱ــ ټنډي ماڼۍ: د ټنډي ماڼۍ او همدا رنګه د ترخیلو په کلي کې یوه بله ماڼۍ هم شته چې د کلي د یوه مشر خایل بان په نوم مشهوره ده. داسې ویل کیږي چې دغه ماڼۍ په پخوا زمانو کې د دښمن د څار په موخه جوړې شوي. هغه وخت په سیمه کې خلک کم وو، دښمن به چې راتله نو دوی به په لوړ ځای کې ورته ناست وو او څارله به یې او د کلي خلکو به بیا د دښةن پّ مقابل کې چمتو والی نیوو او خپل جنګیالي به یې مخکې د مخکې ورته ځای پر ځای کول. د ټنډي ماڼۍ د ترخیلو کلي شمال خواته د یوې لوړې غونډۍ پر سر باندې اباده شوي، خو اوس ډېره تخریب شوي او اوبو وړي ده.
۳ــ د مغلو لار: دا یوه تاریخي او د آسونو لار ده چې د تڼیو د نریزو او سینکیو په غرونو کې تیره شوي، اوس یې کومې نښې نښانې ندي پاتې ‎، خو د سیمې خلک وايي چې دلته یوه لار پدې نوم وه چې مغل به ددې لارې تګ راتګ کاوه.
۴ــ عالۍ غونډۍ: ــ دا هم د تڼیو قوم د جرګو، مرکو او ناستي ډېر پخوانی ځای دی، د تڼیو قوم چیغه به ددغه ځای څخه پیل کیده.
۵ــ خړه شګه: خړه شګه د تڼیو قوم د جرګو، مرکو او ناستي ځای دی، دغه خوړ یا شګه د ترخیلو په کلي کې موقعیت لري.
۶ــ د عاد روښاني لار: دا هم یوه پخوانۍ پلي لار ده چې د تڼیو پّ غرونو کې تیره شوي. کله څه ډول چې د نوم څخه یې داسې څرګندیږي چې دا لار د روښاني غورځنګ د تګ راتګ لار ده چې د مغلو پّ وړاندې به ددې غورځنګ غړي تیدیل او د دښةن پّ وړاندې به یې جګړه کوله.
د ځاځي میدان تاریخي ځایونه:
۱ــ سټیوان: سټیوان کنډو د ځاځي میدان په ولسوالي کې قرار لري. سټیوان د یوه انګریز نوم وو، کله چې انګریزانو پر افغانستان یرغل وکړ او زیاته افغاني خاوره یې لاندې کړه، نو دوی ددغې سیمې د نیولو هڅه هم وکړه، خو د سیمې د خلکو د مقاومت سره مخامخ شول او د یوې نښتې په ترڅ کې سټیوان ووژل شو او اوس دغه ځای د سټیوان په نوم یادیږي.
۲ــ حنډې سر: دا ډېر لوړ ځای او د غره لوړه څوکه ده، چې د کورمې او ځاځي میدان ترمنځ سرحد جوړوي.  
۳ــ درویزګۍ: دا لوړ، شین او ښکلی سیل ځای دی، چې د کورمې سره سرحد جوړوي.
د مرکز اړوند تاریخي ځایونه
۱ــ کاروان سرای: دغه سیمه د خوست ښار لمر خاته خوا ته واقع ده او اوس د کاروان سرای په نوم دغه ټوله سیمه یادیږي. پځوا کاروان سرای د خوست ولایت مرکز وو او خلکو به د کاروان سرای بازار ته چوڼۍ ویله. د مرحوم فیض محمد خان له خوا کله چې د خوست اوسني ښار د بنسټ ډبره کېښودل شوه، نو د خوست مرکز او تجارتي ساحه له دغې ځایه را ولیږدیده. کاروان سرای ډېر لرغونی تاریخ لري، لکه څرنګه چې له نوم څخه یې معلومیږي، دغه ځای په پخوا وختونو کې د کاروانونو دمه ځای وو، کله به چې کاروانونه هند ته تلل نو دلته به یې دمه کوله.  
۲ــ متون غونډۍ: دا هم یوه تاریخي غونډۍ ده چې د خوست ښار ته څېرمه شمال لویدیځ لور ته پرته ده، څرنګه چې ددې غونډۍ پر سر باندې د حواجه متون زیارت دی، نو ځکه د متون غوندۍ په نوم سادسږي.
۴ــ تخت بېکه: دا هم یو تاریخي او لرغونی نظامي ځای دی. دلته دوه تحت بیکې شته چې دواړه د دوو غونډیو په سر باندې واقع دي، چې یوې ته یې لره تخته بېکه وايي او بلې ته بره تخت بیکه وایي.
۴ــ ګنبده: دغه ګنبده د ګوډه خارې او ملیزیو ترمنځ سیمه کې پرته ده، چې ددغې ګنبدې په داخل کې نهه قبرونه دي، او ډېره تاریخي سابقه لري. د سیمې د خلکو له قوله چې ددغې ګنبدې تاریخ مونږ ته معلوم ندی، خو مشرانو هغه ډېر لرغوني بللي ده. د سیمې د یو اوسیدونکي واحیدالله له قوله چې څو کاله پخوا دغه ګنبده د شپې لخوا چا په پټه څه نا څه کیندلي وه، خو معلومه نشوه چې څه به یې ترې په لاس راوړي وي. د سیمې د یو بل تن اوسدونکي له قوله چې ددغو قبرونو لاندې ساحه ټوله پوښل شوي ده او داسې معلومیږي چې دغه قبرونه نه بلکې خزانه ده.      
د نادرشاه کوټ اړوند تاریخي ځایونه
۱ــ د نادر شاه کوټ کلا: د  سیمې د اوسیدونکو له قوله چې، دغه تاریخي نظامي کلا ده او د نادرشاه کوټ په ولسوالي وجود لري. دغه کلا د نادر خان له خوا جوړه شوي وه، د انګریزانو سره د جګړې پرمهال به غزیان دلته دیره کیدل. ددې کلا دیوالونه اوس هم شته، خو د تاریخ د ساتنې په موخه یې بیا رغونې ته اړتیا ده. 
۲ــ ګېډوره: ګېډه وره د نادر شاه کوټ ولسوالي یوه سیمه ده، چې ډېره سرسبزه او خاصلخیزه ده. دا سیمه د غازي ببرک خان ټاټوبی دی.
د علیشیرو او تریزیو ولسوالي اړوند تاریخي ځایونه
۱ــ ببرک تاڼه: ببرک تاڼه ځکه یو مهم ځای دی چې دلته د انګریزانو پرضد ځوانانو د خپلې خاورې څخه د دفاع په لار کې خپل سرونه قربان کړي. ددې تاڼې نوم د غازي ببرک خان ځدراڼ له نوم څخه اخیستل شوی او ببرک خان هغه وخت د سرحد قوماندان وو.
۲ــ بټۍ تاڼه: دا هم یو نظامي سنګر دی او د ډیورنډ د فرضي کرښې په اوږدو کې غځیدلی او اوس هم د بټۍ تاڼې په نوم زمونږ د سرحدي ځواکونو یوه پوسته شته.
د صبریو تاریخي ځایونه
۱ــ بت خونه: بت خونه په خوست کې یو مشهور او تاریخي ځای دی، چې د صبریو په ولسوالي کې قرار لري او پدې نوم باندې یو کلی اوس هم شته. بت خونې ته ځکه بت خونه ویل کیږي چې په لرغوني زمانو کې دلته یوه بت خونه او د خلکو عبادت ځای وو. د بت خونې د تاریخ په اړه خو دقیق سند په لاس کې نلرو، خو د سیمې د خلکو له قوله چې دوی ته پخواني روایات راپاتې شوي، وايي چې د بودايي دین په خپریدو او پراختیا سره دلته هم خلکو دا دین منلی او یوه عبادت خونه یې د عبادت لپاره اباده کړي وه. 
۲ــ زمبر: زمبر هم یو تاریخي ځای دی، چې د صبریو پّ ولسوالي کې قرار لري، اوس هم د زمبر په نوم په صبریو کې د یو کلی او یو خوړ شته.
 
دویم ــ مشهور زیارتونه
مشهور زیارتونه:
د موسی خیلو او قلندر ولسوالۍ مشهور زیارتونه: د منګلو د قوم قومي مشر حاجي صیدرګل په قول چې په موسی خیلو او قلندر ولسوالیو کې لاندې ګړندي او مشهور زیارتونه شتون بري:
۱ــ مغل، مردي آبا: دغه دوه زیارتونه د موسی خیلو ولسوالي د ګبر په سیمه کې دي، ډېر ګړندي زیارتونه دي، خلک په عقیده وي لحاظ ډېر ورته قایل دي، او د دعا او توسل لپاره ورځي.
۲ــ عقدود آبا: دغه زیارت هم یو ګړۍ زیارت دی چې په لژه منګلو کې موقعیت لري.
۳ــ جي پهلوان: دغه زیارت د ګبر په سیمه کې واقع دی، خلک وايي چې دغه د امیر کروړ زیارت دی، ډېر لرغونی زیارت دی. امیر کروړ ته به خلکو جهان پهوان وایه، نو ځکه خلک وايي چې جي پهلوان هماغه جهان پهلوان دی، خو دا روایت دی او دقیقه څیړنه نده.
۴ــ میرکی آبا: دا هم یو مشهور او ګړندی زیارت دی، او په زوړ کوټ کې واقع دی.

د مرکز اړوند زیارتونه:
۱ــ کوکاراک آبا: دغه زیارت د خوست ښار ختیځ خوا د کنډیو په سیمه کې د غونډۍ په سر باندې، چې خلک ورته د کوکاراک بابا غر وايي واقع دی، کوکاراک آبا ته خلک په ډېر احترام لري، د سیمې خلک هغه د خپل وخت یو لوی والي او ستانه بولي، اوس هم خلک په نوي کال کې د نوروز په ورځ د مېلو او وخت نا وخت د دعا لپاره ورځي. د روایاتو له مخې کوکاراک بابا یو صحابي وو، دوی وايي چې دغه د مدي قرب په نوم یو صحابي وو، چې د صحابه وو په زمانه کې دغې سیمې ته د اسلامي فتوحاتو په لړ کې راغلی وو او دلته د کفارو سره په جګړه کې د غونډۍ په بېخ کې شهید شو او بیا د غوندۍ په سر باندې خاورو ته وسپارل شو. یو رویت خو دا وايي چې کفارو دده سر له تنې څخه بیل کړه، ده خپل پرې شوی سر له ځانه واخیست او د غونډۍ سر ته اوچت شو، او بیا هلته د خلکو لخوا خاورې ته وسپارل شو. د سیمې یو ځوان شاعر امیرسبخان نوراني هم دغه پېښه په خپل یو بیت کې دا ډول انځور کړي:

څوک پرې ځوړند شي په دار، څوک ملنګان شي
عاشقان دي چې خپل سر په غېږ کې واخلي

۲ــ متون بابا: دا هم یو مشهور او ګړندی زیارت دی، د خوست ښار شمال لویدیځ طرف ته د متون بابا په تپه باندې واقع دی.
 ۳ــ ګلزار آقا: دا هم یو مشهور او ګړندی زیارت دی او د خوست ښار شمال طرف ته د متون د تورې اوړۍ په کلي کې پروت دی.
۴ــ وزي ګل بابا: دا هم یو مشهور او ګړندی زیارت دی او د خوست ښار جنوب لویدیځ ته د وزیانو پّ کلي کې واقع دی او ډېر ګړندی زیارت دی، خلک وزي ګل بابا یو لوی ولي او ستانه بولي.
د میدان ځاځیو مشهور زیارتونه: د میدان ځاځیو مشهور او ګړندي زیارتونه اقا صیب، د زیړۍ تیږې زیارت، تورکاڼي زیرت، او پولاد نیکه دي.
د صبریو اړوند زیارتونه:
فقیر ابا: دا هم په خپل وخت کې یو لوی ولی او ستانه تیر شوی، او اوس یې خلک زیارت ته ډیر احترام لري او یو ګړندی زیارت یې بولي.
د تڼیو مشهور زیارتونه:
۱ــ عاد محمد: د دې زیارت نوم ځینې لیکوالان احد او محمد هم لیکي، خو زه یې ځکه عاد محمد لیکم چې روایات یې صحابي بولي او په عربو کې د عاد په نوم د شخص نومول کیدل شونی وو. په هر صورت دا زیارت د تڼیو د کچانو په ځنګلیزه سیمه کې د لوړ او دنګ غره پر سر باندې پروت دی، چې نوموړی غر او سیمه اوس مهال د عاد محمد په نوم یادیږي. عاد محمد یوه ښکلي، زړه راښکونکي تفریحي ساحه ده، دغه غرنۍ ساحه ګڼ ځنګلونه لريو درې یې په ونو پوښل شوي، دنګې ونې لري، چې خلک د مېلو او ساتیري لپاره ورځي. د عاد محمد د تاریخ په اړه دقیق مالومات په لاس کې نلرو، خو د روایاتو له مخې دغه صحابه وو، چې یو ته یې عاد او بل ته یې محمد وایل، چې اوس هم دلته د عاد محمد په نوم دوه زیارتونه دي او ولس ورته د لویو خلکو په نظر ګوري.
۲ــ زیړی شهید: دا هم یو ګړندی زیارت دی، چې د ترخیلو کلي لاندې د خوړ په منځ کې قرار لري. عجیبه داده چې د خوړ موسمي اوبه ځینې وخت دومره زیاتې شي چې د خوړ یو او بل خوا ډېر تخریب او زیانونه واړوي، خو د زیارت خوا ته چې د تیږو کوم امبار ودرول شوی، هغې ته زیان نه اړوي، دا حقیقت ما په خپلو ستر ګو لیدلی، ځکه پدې سیمه کې مونږ خاپوړي کړي. خلک دغهې زیارت ته د توسل او دعا لپاره ورځي او د خدای ج د لوی ولي په سترګه ورته ګوري.
۳ــ مـد سیګی: دا هم یو ګړندی زیارت دی، د تاریخ په اړه یې دقیق مالومات په لاس کې نلرو، خو د سیمه ییزو روایاتو له مخې ددغه زیارت تاریخ پیړیو ته رسیږي. دغه زیارت ته خلک په درنه سترګه ګوري او خلک یې د وخت لوی بزرګ او ستانه بولي. دغه زیارت د دره ګي کلي او د ولسوالۍ په لمر لویده لوري کې د سینکیو او نریزو د عمومي سرک په سر پروت دی.

د ګربزو مشهور زیارتونه:
۱ــ ګاګر آبا:
د علیشیرو او تریزیو مشهور زیارتونه:
۱ــ مقتداء صیب: مقتدا‌ء صیب یو لوی ولي او بزرګ شخص وو، خلکو ډېر احترام ورته لره، کورنۍ او لمسیان یې اوس هم ژوندي دي. مقتدا‌ء صیب یو خیر خوا، نیکؤ زړه سواندی شخص وو او په خوست کې یې ډېر مریدان درلودل، د قومونو او قبیلو ستونزې او شخړې به ده حلوي او هېچا به دده د فیصلې څخه انکار نه کولو، زمونږ د مشرانو له قوله چې مقتداء صیب ډېر مهرابانه او خیرخوا سړی وو او د خوست او پکتیا په اکثرو قومونو به راګرځیده، ټولنیز مناسبات به یې ورسره ساتل، د خلکو غم او درد یې خپل غم او درد باله.

د اسمعیل خیلو او مندوزیو مشهور زیارتونه  
۱ــ درې ښوونو زیارت: دې ته ځکه د درو ښوونو زیارت وايي، چې پدې زیارت باندې د ښوون درې ونې موجودې وې، دې زیارت ته خلک په عقیده وي لحاظ قایل دي. دا زیارت د شډل د صحرا په کلي کې موجود دی.
۲ــ پیرباغ: داسې روایت کیږي چې دغه سړی د پیربابا ورور وو. په نوروز کې خلک د مېلې او دعا لپاره ورځي. دغه زیارت د مندوزیو د شبوخیلو او دورنامیو د کلو ترمنځ سیمه قرار لري.
۳ــ  فقیرکی: دغه زیارت د مندوزیو په پائنده خیلو کلي کې قرار لري.
۴ــ لمشیر پیر: دغه زیارت په دلپوریو کې قرار لري، او خلک د ډیرو مرضونو د علاج په موخه ورځي.
۵ــ زیړۍ زکه: دغه یو ګړندی زیارت دی، چې یوه میرمن پکې دفن ده. داسې ویل کیږي چې په لرغونو زمانو کې چې انګریزانو په افغانستان تیری وکړ، نو دغې سیمې ته انګریزان راغلي وو، او دغه سیمه یې هم اشغال کړه، انګریزانو غوښتل چې پر ناموس یې تیری وکړي، خو دوی خدای ته د دعا او مرګ لپه پورته کړه، الله ج یې دعا قبوله کړه.