چا ته رایه ورکړو؟


څو ورځې مخکې مې یو چا ته زنګ وواهه، چې راشه زموږ سره مرکه وکړه دا سړی غواړي چې په راتلونکو ټاکنو ته ځان هم نوماند کړي.  پرون راغلو سره کیناستو، له جوړ تازه وروسته یې  راته وویل: صاحبه ستاسو اخبار دې څه په پار خپریږي؟
 ما ور ته وویل: چې فکري اخبار دی.
له دې سره ناڅاپه د سړي رنګ والوت او ور خطا شو، ویې ویل: نه زه مرکه در سره نه کوم .
ما ورته وویل:  ولې ؟؟؟
ویلې چې د خلکو فکرونه جوړ شي نو ماته بیا څوک رایه راکوي؟
په دې خبره یې حیران شوم او ورته ومې ویل چې: خود نو اممممم.... سړی لاړو بیا مې په سترګو هم ونه لیدو چې کله د دې  احمق  نوماند خبرې را په زړه شي بې واره مې له خولې نه خندا پورته شي، دا دوې ورځې مې پرله پسې خندا وي.
ښاعلي نوماند رښتیا ویل که خلک پوه شي او ښه  بد وپیژني نو بیا لوده ته څوک د غږیدو وخت هم نه ورکوي، د یوه ولایت استازیتوب خو ډیره لرې خبره ده.
زموږ د خلکو د بیسوادۍ یو عمده لامل دا هم دی، چې تل خپلو  مشرانو په تیارو کې ساتلي یو. د ښوونځي نه یې د سره کافر ځاله را ته جوړه کړی وه، هغه متل دی چې اوبه خړې کړه ماهیان ونیسه  زموږ مشرانو تل د همدې فارمول نه کار اخستي دی. ځکه خو مو نن تورې خاورې په خوله دي، داسې دکتاتور خلک مو د ځان مشران کړي دی چې خپل خلک نسوار هم نه ورته ښکاري،او تل خپل خلک داسې کاروي لکه د تشناب کاغذ  چې کار ترې نه واخلي بیا ایسته ختا کړي زه خپلو خلکو ته حیران یم بیا بیا ولې په داسې خلکو اعتبار کوې ولې دا خلک نه پوهیږې ولې زموږ خلک تل دې تشناب کاغذ په څیر کاریږي؟
یو غټ علت یې بېسیوادي ده که زموږ خلکو څو ټکي ویلي وای نن به داسې نه کاریدلی نه به د چا په تشو وعدو تیروتلی.
هرڅوک د قوم یا د ولس استازی نشي کیدلی ځکه د قوم او ولس استازیتوب باچاخاني انرژي غواړي پوره منډې ترړې غواړي، او د ولس په زړه کې هغه خلک نفوذ کولی شي چې رښتیا یې په قوم بده ورځ نه پیرزو کیږي.
زموږ نوماندان په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې په زرګونه ډالر مصرف کړي، بیا په ولسي جرګه کې  څوکۍ ته راشي نو چې یو سړی په ډالرو ولسي جرګې ته راشي،  د هغه نه به څوک د خدمت تمه وکړي. ځکه اول باید خپلې تللي پیسې لاس ته راوړي بیا بهرني چکرونه وواهي نو څه وخت خدمت وکړي.. که غواړی چې رښتیا ښه استازی په ولسي جرګه کې ولری، نو باید راتلوونکي استازي مو دا ځانګړتیاوې ولري:

۱- دینداری او ایماندار وي چې سبا ته ستاسو په سپیڅلي رایه معامله ونه کړې
۲- ښه استدلال وکولی شي چې سبا بیا په خپل استازي ونه شرمیږئ
۳- د خلکو رایه په پيسو وانخلي که کوم نوماند په پیسو رایه واخسته نو له هغه نه لرې ګرځی ځکه هغه خدمت درته نشي کولي
۴- باید اکاډیمیکه څیره وي او پوهه ولري، ځکه پوهان د ټولنې دردونه دوا کولی شي.