
مهم ټکي :
دا چې دا ورزش په اوبو کې ترسره کېږي باید لاندې ټکي په پام کې ونیسئ :
د لامبو یو له مهمو اړخونو څخه دا ده، چې خپله ساه منظمه کړئ، ځکه چې سر مو په مشخصو وختونو کې د اوبو پرمخ راځي، باید خپله ساه په حرکت سره تنظیم کړئ، حتا د ځینو کسانو له پاره اړینه ده، چې د ورزش له پیل څخه مخکې دا کار لږ تمرین کړي .
که چېرې ونه شئ کولای، چې د خپل تنفس ریتم تنظیم کړئ، نو له ستونزو سره به مخامخ شئ او نور نه شئ کولای، چې له دې ورزش څخه سمه ګټه پورته کړئ، ځکه چې په دې ورزش کې تنفس او عضلات په ګډه کار کوي، دغه راز غوره ده، چې د دې حرکتونو له ترسره کېدو مخکې د یوې بشپړې دورې له پاره په هغو باندې مسلط شئ . که چېرې دا حرکتونه په سمه توګه ترسره نه کړئ، ډېر ژر ستړي کېږئ .
که چېرې د بدن حرکتونه مو په یوه همغږي نظم سره ترسره شي، نو تاسو به وکولای شئ، چې خپل ځان د خپل زړه په درزا باندې متمرکز او په دې اساس د ورزش شدت پورته بوځئ .
د لامبو ګټې :
ډېر دلیلونه شتون لري، چې تاسو د حوض په لور بیایي . لومړی دا چې دا ورزش زړه ته ډېره ګټه لري . که چېرې د حرکتونو شدت مو زیات وي، نو په بشپړه توګه کولای شئ، چې هغه په یوه سطح باندې په منډې وهلو سره تصور کړئ؛ مګر دا چې په دې حرکتونو کې ستاسو د بدن هم پورتنۍ او هم ښکتنۍ برخه په اوبو کې حرکت کوي، کولای شو ووایو چې عضلات له منډو څخه ډېر کار کوي او تاسو به ډېره کالوري وسوځوئ . سربېره پر دې لامبو به ستاسو بدني ځواک لاپسې پیاوړی کړي . کېدای شي د لومړي ځل لامبو وهلو څخه یوه ورځ وروسته به په خپل بدن کې لږ ستړیا او درد احساس کړئ، په دې دلیل، چې له خپلو عضلاتو څخه مو په داسې ډول کار اخیستی، چې تر اوسه مو نه و اخیستی او په همدې دلیل ستاسو د اوږو او ډډې د عضلاتو د پیاوړتیا سبب کېږي .
په پای کې ډېری کسان لامبو یو له داسې ورزشونو څخه ګڼي، چې د ژور خپګان او عصبي فشارونو کچه راټیټوي، نو له دې کبله په لامبو وهلو سره نه یوازې بدن ته مو ګټه رسېږي، بلکې رواني ګټه هم تر لاسه کوئ .
توکي او لوازم :
د لامبو په تړاو بله مسئله داده، چې لامبو په بشپړه توګه یو کم لګښته ورزش دی، توکي او لوازم یې په ځنډ سره له منځه ځي . د دې ورزش له پاره به تاسو د لامبو یوه جوړه جامو ته اړتیا ولرئ، کېدای شي د لامبو یوه جوړه چشمې هم وپېرئ، ترڅو وکولای شئ د اوبو لاندینۍ برخه په ښه توګه پرې ووینئ، که چېرې په غوږونو کې مو د اوبو ننوتل ځوروي، باید د غوږونو د پټولو له پاره هم یوه وسیله ولرئ . د هغو کسانو له پاره، چې غواړي د لامبو چټکتیا یې پورته لاړه شي، د لامبو خولۍ به ډېره مرسته ورسره وکړي، ځکه د لامبو خولۍ له تاسو سره مرسته کوي، چې په اوبو کې ګړندی حرکت وکړئ .
په خپل ورزشي پرواګرام کې لامبو هم ور زیاته کړئ .