غــــــزل

پلار مې له کور،ملامسجد،ملک له کلې ويستم
خپلو همزولومې په جــــــبرله خپل ډلې ويستم
 
نادان مې زړه ؤ،صبريدل ورځينې نشوه کيداى
دسيمې ســـپويې لــه کوڅې جاموشليدلى ويستم
 
ماويل ملنګ يمه خـــيرات درځينې غواړمه لږ
دوې بـينوا له خــــــــپله دره نوبيا ولې ويستم ؟
 
په رڼــــوســــــترګو يې راکتل ويلې تانه پيژنم
سم لاس نـــــــيولى له محفل ځينې منلې ويستم
 
چې نه دکور،نه دمســــــــجد اونه  دکلي شومه
نوره ســـــزام شته که له ټولونه  داغلې ويستم
 
عطالله هيڅکله اســــــــــرا دانسان نه کوي نور
اى پاکه ربه له نــــــړۍ دې که سپيڅلې ويستم
 
مرام راډيودنشراتودفتر
شنبه 1388/4/13 نيټه
يولس بجې اوديرش دقيقې