څېړنه: چاغې ښځې ژر خپه کیږي.

 
نوې تازه څېړنه وايي: هغه ښځې، چې ډېرې چاغې وې دوی ډېر ژر خپه کیږي.
دامریکايي رایس پوهنتون څیړونکي وايي: چاغې ښځې که څه هم پوهنتوني سند ولري، ژر خپه کیږي.
پخوانۍ څیړنې وايي: دخپګان او چاغښت تر منځ تړاو شته، دا نوې څیړنه  دهغوو مېرمنو په اړه، چې لوستې او باسواده وي.
دڅیړنې ګروپ ۱۹۲۸ مېرمنې، چې عمرونه یې د۳۵-۸۰ کلونو ترمنځ وو. څارلې دي، ددوی غذايي رژیم، روغتیا، وزن ، دتعلیم کچه  یې څارلې او بیا یې د ټولو ګډونوالو دخپګان اندازه هم مالومه کړې ده.
وروسته بیا مالومه شوې ده، چې هغه ښځې، چې چاغې وې دنورو هغوو په پرتله، چې وزن یې عادي وو ۴۳٪ دخپه کېدو امکان یی زیات وو.
څیړنې وايي: اوس دنړۍ په کچه د چاغو خلکو شمېر مخ په زیاتیدو دی، ځکه د ژوند بڼه او خوراکونه بدل شوي دي، غوړ، کالري او نور انرژي لرونکي مواد ټول هغه څه دي، چې پر وزن اغیز پرېباسي.
دروغتیا دنړیوال سازمان دڅیړنو له مخې زیات وزن  د روغتیا لپاره ښه نه دی، هر څومره، چې وزن ډیریږي، همدومره ورسره روغتیايي ستونزې ډیرېږي، چاغښت، دزړه ناروغي، شکر او سرطان لامل ګرځي.
دسازمان دارقامو له مخې اوسمهال په نړۍ کې ۱.۵ ملیارده انسانان دچاغښت له کبله  ځوریږي، په دې کې درې میلونه هغه ماشومان دي، چې دخپل عمر پنځه کلنۍ ته نه دي رسیدلي .