د خوست پېژندنې لارښود (۲۲ برخه)

 
اووم څپرکی
مشاهیر

کله چې مونږ پر مشاهیرو بحث کوو، نو لازمه ده چې د شهرت پر اړه هم څرګندونه وکړو. هر انسان په ټولنه کې د شهرت خاوند دی، څوک نیک او ښه شهرت لري، او څوک بد شهرت. ځینې وایي چې ځینې هېڅ شهرت نلري، ددې مانا دا نده چې د هغوی په شهرته یو مخې اوبه تویې شوي بلکې د هغې مانا داده چې هغه په ټولنه کې لوی ځای او لوی نوم نلري بلکې د شهرت کچه یې محدوده ده. په هر صورت مشاهیر هغه څوک دي چې د شخصیت لرونکي وي او دغه شخصیت یې هیواد او ولس ته د خدمت په اساس په لاس راوړی وي. یا یې په سیاسي ډګر کې بریا په لاس راوړي وي او یا یې د تورې او قلم په اساس سنګر فتح کړی وي. په خوست کې دا ډول شخصیتونه زښت زیات دي، ډیرو ځوانانو او مشرانو د هیواد د خپلواکۍ او د ټولنې په خدمت کې خپل سرونه قربان کړي، او ډیرو بیا خدايي خدمتونه تر سره کړي او د ولس د حقوقو لپاره یې په خپلو وختونو کې مبارزې کړي، او ډیرو بیا د خلکو ذهنونه د قلم پر مټ روښانه کړي او د توروږمۍ دروازې یې ورتړلي. دا دې ته ورته ډیر څه شته چې باید دوی ستایل شوي وای، نومونه یې د تاریخ په پاڼو کې پر زرینو ټکو لیکل شوي وای، خو په ډیر افسوس چې د دوی د اروا له دفن کیدو سره یې نومونه هم دفن شوي او چا یې بیا پر یاد کلیزه او لمانځغونډه نده نیولي. دلته مونږ د زیات بحث څخه تیریږو او یوازې په هغو اشخاصو لنډه اچووچې د تورې، قلم او سیاست په ډګرونو کې لوبیدلي او یا یې خلکوته ټولنیز خدمتونه ترسره کړي. تر کومې چې مونږ معلومات راټول کړي او څیړنه مو کړي، نو کوښښ مو کړی چې د هر یو پر شخصیت ډیر څه ووایو، خو ځینې وخت بیا داسې شوي چې د هغو په اړه پوره او دقیق معلومات زمونږ لاس ته ندي راغلي، نو که چیرې څوک زمونږ څخه پاتې وي او یا مو د چا یوازې نوم اخیستی وي، لوستونکي به د معلوماتو د کمښت په اساس مونږ بښي، او که چیرې چاته د یو چا په اړه پوره معلومات وي، نو د مهربانۍ له مخې دې یې له مونږ سره شریک کړي، ترڅو په راتلونکي کې یې ورزیات کړو او یا یوه بیله ټولګه پرې ولیکو.

لومړی ــ سیاسي او قومي شخصیتونه
غازي ببرک خان ځدراڼ: ستر غازي او ملي مبارز ( د نادرشاه کوټ اوسیدونکی)
میر احمد خلیفه: غازي، جهادي شخصیت، او د انګریزانو پر وړاندې د ایپي فقیر د خوست د غازیانو قوماندان.( د تڼیو د ورژلې اوسیدونکی)
میرزاجان: قومي مشر او سیاسي شخصیت ( د باک د تره کۍ اوسیدونکی)
سنک منګل: قومي مشر او سیاسي شخصیت ( د منګلو اوسیدونکی)
زلمی خان منګل: ډاګر جنرال زلمی خان منګل د خوست ولایت د موسی خیلو ولسوالۍ اوسیدونکی وو، قوي قومي نفوذ یې درلود، سیاسي شخصیت هم وو، چې د نګریزي ښکیلاګرو ځواکونو په وړاندې یې په جنوبي سمت او په ځانګړي ډول په خوست کې مبارزه کوله او د نادر خان پر تخت کښناتلو کې یې لوی لاس درلود.
مامور علي جان صبری: قومي، سیاسي او علمي شخصیت او پخوانی سناتور. ( د صبریو اوسیدونکی)
سناتور عجب خان للمیوال
وکیل عصمت الله نیاو وال
خان عبدالوکیل خان: قومي مشر( د متون اوسیدونکی)
خان محمد یعقوب خان: قومي مشر( د لکڼو اوسیدونکی)
خان عبدالقیوم خان: قومي مشر او د مجاهدینو د واکمنۍ پرمهال د خوست پخوانی والي( د لکڼو اوسیدونکی)
وکیل ګل صاحب خان: پخوانی وکیل ( د تڼیو د حصارک اوسیدونکی)
شهبازخان ګربز: قومي مشر( د ګربزو اوسیدونکی)
فقیر محمد فقیر: سیاسي سخصیت، د افغانستان ډیموکراټیک جمهوریت پرمهال د کورنیو چارو وزیر.( د تڼیو اوسیدونکی)
شهنواز تڼی: سیاسي سخصیت، د افغانستان ډیموکراټیک جمهوریت پرمهال د ملي دفاع پخوانی وزیر.( د تڼیو اوسیدونکی)
جنت خان غروال: پخوانی وکیل(د ځاځي میدان اوسیدونکی)
پوهاند محمود سوما: سیاسي او علمي شخصیت، د افغانستان ډیموکراټیک جمهوریت پرمهال د لوړو زده کړو پخوانی وزیر.
پوهاند ګلداد: سیاسي او علمي شخصیت، د افغانستان د ډیموکراټیک جمهوریت پرمهال د لوړو زده کړو پخوانی وزیر او بیا د صدر اعظم مرستیال ( د تڼیو اوسیدونکی)
پوهاند میرداد
مولوي پیر محمد روحاني: د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کابل پوهنتون رییس ( د تڼیو اوسیدونکی)
میر علي تڼی: قومي مشر ( د تڼیو د روښانې اوسیدونکی)
خان مندوزی: قومي مشر ( د مندوزیو اوسیدونکی)
ګلام خان: قومي مشر( د ګربزو اوسیدونکی)
محمد جعفر سرتیر: د هېواد پخوانی تکړه نظامي قوماندان (  د نادرشاه کوټ اوسیدونکی)
‌جنرال شری ( د حیدرخیلو اوسیدونکی)
زکیم خان: د تجارت پخوانی وزیر ( د علیشیرو اوسیدونکی)
حاجي صیب پیر بادشاه تڼی: جهادي قوماندان او قومي مشر
 رسول محمد تڼی: د تخار او زابل پخوانی والي ( د تڼیو اوسیدونکی)
میر حبیب سهیلي: پخوانی والي ( د مړدیخیلو اوسیدونکی)
حسن ګل وفا: د کندوز پخوانی والي ( د تڼیو اوسیدونکی)
استاد خزان ګل
 فضل جان جهش: د حفیظ الله امین د واکمنۍ پرمهال لومړۍ د کټواز لوی ولسوال او بیا د هلمند والي پاتې شوی.( د تڼیو اوسیدونکی)
 استاد حکیم تڼیوال: د ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال لومړۍ د خوست والي، بیا د کانونو وزیر، او بیا د پکتیا والي پاتې شوی، او بالاخره په پکتیا کې په یوه تروریستي برید کې په شهادت ورسید. ( د تڼیو د حصارک اوسیدونکی)
 دلبرجان ارمان: د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د زابل او بادغیس پخوانی والي ( د ځاځي میدان اوسیدونکی)
 سعد ګل اهنګر: د ډیموکراټیک ګوند د ولایتي کمېټې منشي، د کونړ او خوست پخوانی والي.( د متون اوسیدونکی)
 شیر خان: پخوانی وکیل( د تڼیو اوسیدونکی)
 نوروز اصولي: پخوانی وکیل( د تڼیو اوسیدونکی)
 سید محمد کوټوال: قومي مشر او پخوانی کوټوال ( د تڼیو اوسیدونکی)
 حاجي ناظم ځدراڼ: قومي مشر( د ځدراڼو، ځني خیلو اوسیدونکی)
حاجي عبدالرحمن ځدراڼ: قومي مشر ( د نادرشاه کوټ اوسیدونکی)
 جنرال خیال باز شیرزی:  نظامي قوماندان( ځاځي میدان اوسیدونکی)
 شیر خوستی: د حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال د غزني والي پاتې شوی( د مندوزیو اوسیدونکی)
 امیر خان صبری: د پنځلسمې دورې وکیل ( د صیبرو اوسیدونکی)
 سید محمد ګلابزوی: د خلق ډیموکراټیک جمهوریت پرمهال د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د پنځلسمې تقنیني دورې وکیل.( د نادرشاه کوټ اوسیدونکی)
 ډاکتر خوشال روهي: سیاسي، علمي او ملي شخصیت. ( حیدرخیلو اوسیدونکی)
 مولوي حنیف شاه الحسیني: جهادي قوماندان  او د پنځلسمې دورې وکیل.( د تڼیو د لاغوړي پیرانو اوسیدونکی)
 محمد ابراهیم مشفق: د حامد کرزي د انتقالي ادارې پر مهال د خوست والي( د لکڼو اوسیدونکی)
ډاکتر کریم زرغون: د خلق ډیموکراټیک ګوند د مرکزي کمېتې غړی، چې د ثور انقلاب د مخه یو ځل د ګوند څخه د ځینو مسائلو په اساس وایستل شو، او بیا بیرته ګوند ته راغی، عالم شخص وو، او د امین د واکمنۍ پرمهال ووژل شو. ( د اسمعیل خیلو او مندوزیو ولسوالي اوسیدونکی)
جنرال رسول بادشاه تڼی: نظامي جنرال( د تڼیو اوسیدونکی)
انجینر قطب الدین هلال: سیاسي شخصیت ( د ځاځي میدان اوسیدونکی)
مولوي عبدالحکیم: د مجاهدینو د واکمنۍ پر مهال د  خوست والي او بیا د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د زابل والي ( د لکڼو اوسیدونکی)
طاهر خان صبری: د حامد کرزی د واکمنۍ پرمهال د خوست سرپرست والي، بیا د لوګر، او بادغیس والي او وروسته د ولسمشر مشاور( د صبریو اوسیدونکی)
سید اکبر ببرک: د غازي ببرک خان زوی، ملي قهرمان، چې د پاکستان لومړۍ وزیر لیاقت علي چې په افغانستان پسې به یې سپکې سپورې ویلې وواژه او ملي قهرماني یې ترلاسه کړه. ( د نادرشاه کوټ اوسیدونکی)
حبیب منګل : سیاسي شخصیت، پخوانی سفیر.(د موسی خیو اوسیدونکی)
محمد رحیم روهین: سیاسي شخصیت، پخوانی سفیر ( د شمل اوسیدونکی)
ګلاب شاه خلیفه: غازي، جهادي شخصیت، او د انګریزانو پر وړاندې د ایپي فقیر د خوست د غازیانو یو جهادي قوماندان.( د ځدراڼو اوسیدونکی)
وکیل منګل
عالم خان: قومي مشر( د متون اوسیدونکی)
مامور سیار: سیاسي شخصیت ( د متون اوسیدونکی)
جنرال منیر منګل: د ولسمشر کرزي د واکمنۍ پرمهال د کورنیو چارو سرپرست وزیر
شیر احمد خان: قومي مشر او پخوانی وکیل( د مندوزیو اوسیدونکی)
شهباز خان: قومي مشر ( د مندوزیو اوسیدونکی)
امین ګل: پخوانی وکیل
تازه خان ویال :
خوازک ځلمی: پخوانی وزیر( د موسی خیلو اوسیدونکی او د زلمي منګل زوی)
احمد شاه: قومي مشر ( د مندوزیو اوسیدونکی)
محمد عمر ببرکزی ( نادرشاه کوټ)
محققه ساهره شریف: د ولسي جرګې غړې، سیاسي او فرهنګي هستي
 ستر جنرال شیرمحمد کریمي: سیاسي او نظامي شخصیت ( د ورزې اوسیدونکی)
پوهندوی ګل حسن ولیزی: د شېخ راید پوهنتون پخوانی رییس او د لوړو زده کړو وزارت اداري او مالي معین
 کمال ناصر اصولي: د ولسي جرګې د شپاړسمې دورې وکیل
همایون همایون: د ولسي جرګې د شپاړسمې دورې وکیل
لیاقت الله بابکر خیل: د ولسي جرګې د پنځلسمې او شپاړسمې دورو وکیل
ډاکتر میربت خان منګل: پخوانی سناتور او د ولسي جرګې د شپاړسمې دورې وکیل
عارف الله پښتون: د مشرانو جرګې د شپاړسمې دورې سناتور
لطیف ژوندی: اوسنی سناتور
قمر خوستۍ: پخوانۍ سناتوره
دریخیل منګل: پخوانی سناتور
حاجي سالم دريخیل: قومي مشر
کفتان ځدراڼ
برسیره پردې ډیر شمیر قومي مشران، دیني، روحاني، علمي شخصیتونه او ټولنیز خدايي خدمتګاران تیر شوي چې د ټولو په تفصیل سره یادولو څخه تیریږو او یوازې یې د نوم په یادولو بسنه کوو او په لاندې ډول دي:
، شرین، اصیل،حاجي ګل، صاحب، لانک، محمد جان، مهربان، علي محمد، دین ګل، حاجي حضرت خان، صیف خان، فرقه مشر نیک محمد، د موسی خیلو او قلندر اوسیدونکي. ببری، مداګی، قیمت خان، مالې خان، حاجي ولي میرجان، ناتوري، ملک میر ادم خان، بدرکی ... د ګربزو اوسیدونکي.
ملک اسمعیل خان، ملک سید، ملک فضل، ملک برکت، ملک باج د ځاځي میدان اوسیدونکي. خان محمد( خان عماد)، شیرباز، قدامي، ناسم، جانباز، خیال باز، بدرخان، لنډی، نظربان، علی بان، مدې ګی، جمه ګل، حاجي محمد، زبرخان، کریم، زرخان، کوتر، زرمې، خټک، شهسوار خان... د تڼیو اوسیدونکي.

دویم ــ علمي او فرهنګي شخصیتونه
محمد صدیق روهي: د هېواد تکړه لیکوال او ادیب، د پښتو ټولنې رییس (د اسمعیل خیلو ولسوالي د حیدرخیلو اوسیدونکی)
شهزار لیوال: لیکوال او ادیب ( د اسمعیل خیلو اوسیدونکی)
 میرزاعلم حمیدي: لیکوال او ادیب ( د اسمعیل خیلو اوسیدونکی)
پیر محمد کاروان: شاعر او ادیب ( د تڼیو اوسیدونکی)
محمد عارف غروال: لیکوال او ادیب ( د ځاځي میدان اوسیدونکی)
سیدال شاه پولاد: لیکوال او ادیب ( د اسمعیل خیلو اوسیدونکی)
میر احمد ګربز: لیکوال او ادیب، د علومو اکاډمۍ غړی ( د ګربزو اوسیدونکی)
عبدالله  خان تڼی: علمي شخصیت ( د تڼیو اوسیدونکی)
مولوي محمد کریم: دیني عالم ( د ارزې اوسیدونکی)
استاد پوهاند فیض محمد فیاض: لیکوال او ادیب ( د ارزې اوسیدونکی)
مولوي پاچا: دیني عالم (د اسمعیل خیلو اوسیدونکی)
مولوي موسی: دیني عالم (د اسمعیل خیلو اوسیدونکی) 
مولوي ګلاب شاه حقبین: دیني علم ( د مرکز منګسو اوسیدونکی)
عبدالرحیم بلالي: دیني عالم ( د متون اوسیدونکی)
مولا جان تڼیوال: د علومو اکاډمۍ غړی
اکبر جان پولاد: د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړی، او د سرحدونو وزارت د جرګو رییس
عبدالکریم پتنګ: لیکوال، ادیب او د پښتو ولسي ادبیاتو مخکښ لیکوال( د اسمعیل خیلو اوسیدونکی)
محقق بسم الله حقمل: لیکوال او ادیب (د اسمعیل خیلو اوسیدونکی)
محمد شریف ځدراڼ: لیکوال او تاریخ پوه ( د نادر شاه کوټ اوسیدونکی)
پوهاند ګل محمد جنت زی: د شېخ زاید پوهنتون استاد
استاد ګلزار امیني: د شېخ زاید پوهنتون استاد ( دمتون اوسیدونکی)
شهید مولوي ګل محمد: دیني عالم ( د تڼیو اوسیدونکی)
شهید مولوي سید عثمان حسیني: دیني عالم ( د صبریو اوسیدونکی)
نواب امیرزی: لیکوال او شاعر
جنرال وزیر محمد روغ لیونی: شاعر

دریم ــ اوسنی ځوان فرهنګي کهول
په خوست کې اوس مهال دیر شمیر تکړه ځوانان شته چې د علم، فرهنګ او ادب ډګر ته یې رادنګلي، د پښتو ادب باغ یې رنګین  کړی، علمي څیړنې او مسلکي پانګه بدایه کړي، خو مونږ دلته په ټولو ځوانانو د موضوع د اوږدیدو له وجهې بحث نه کوو، او یوازې د ځوانو فرهنګي او ادبي څېرو د نومونو ذکر کوو، ځکه د دوی په وجود کې خو د شعر او ادب بڼ او د لیکوالۍ ډګر ډېره وده او پرمختګ کړی او یو شمیر یې په لاندې ډول دي:
زاهد شاه انګار: لیکوال او شاعر
نوراجان بهیر: شاعر او ادیب
محمد دا ور خاورین: شاعر او ادیب
شاکرالله شاکر: شاعر او ادیب
فرید الله قربان: شاعر
ساجد بهار: شاعر
ډاکتر نور اکبر قرباني: شاعر
کمال شهزاده: شاعر
عبدالرؤف ننګیال: لیکوال او محقق
امیر سبحان نوراني: شاعر
فهیم عارف: شاعر
عبدالواسع تسل: شاعر
نور شاه نوراني: شاعر
محمد رحیم سکندر: شاعر
صاحب ګل فرهاد: شاعر
روان تڼی: شاعر
روان نورزی: لیکوال او ژورنالیست
ساده حیدر خیل: شاعر
جلال خپلواک: لیکوال او شاعر
سید موسی مجروح: لیکوال او شاعر
محمد اصغر اکبري: شاعر
حمید الله روښان
سیدرالرحمن ایمان
محمد غفور مهیدي: لیکوال او ژورنالیست
افسر ولی سعادت: شاعر
جواس خان حسرت: شاعر
ډاکتر سیف الله غریب یار: لیکوال او شاعر
نور الله لوانخیل: لیکوال
ارواښاد جواس خان جنون: شاعر
کبیر ریحان: شاعر
استاد میر ولي جان لکڼوال: لیکوال او شاعر
نصیر احمد روښان: لیکوال
جهانزیب جوهر: طنزیه شاعر
شمس الله خوستی: شاعر او ژورنالیست
نقیب رسول کلیوال: شاعر
نظر محمد خاورې: شاعر
طاهر امین تعجب: شاعر او لیکوال
حضرت الله ستومان: شاعر او لیکوال
دلاور غمځپلی: شاعر
قادر شاه: شاعر او ژورنالیست
میوند فدا: شاعر او ژ،رنالیست
تواب غورځنګ
ډاکتر محب زغم: لیکوال
شاهین شاهین: شاعر

څلورم ــ د خوست ولسي شاعران
زمونږ په هیواد کې ولسي شاعري ډیر اوږد او لرغونی تاریخ لري، ولسي شاعري ځکه زمونږ په ټولنه کې لوړ ځای لري چې ولسي شاعري زمونږ د سیمې د خلکو په ژبه ده او خلک ښه پرې پوهیږي. ولسي شاعران د ټولنې هېنداره ده او هر وخت د دهغې سیمې د ژوند د روان بهیر سره سم روان وي او ډیر وخت د قوم منور او محور مشران او قومي دودونه په خپلو شعرونو کې ژوندي ساتي او هر وخت د ټولنې مثبت کړه وړه د قوم د لویو او واړو ، ښځو او نرو غوږونو ته د شعر په ژبه رسوي او ډیر داسې ولسي شاعران هم شته چې شعرونه یې د روان حالت منفي اړخونه بربنډوي.
په خوست کې ولسي شاعري هم ډیره اوږده مخینه لري، دغې شاعرۍ په ولس کې ډیره وده کړي او تر ننه پورې ولسي شاعران د خلکو په ژبه بیلابیل مسائل ټولنې ته روښانه کوي، دوی په خپلو بدلو کې د وطن دوستۍ، یووالي، پوهنې، غم او ښادۍ، او د ساتیرې نور اوړند مسائل وړاندې کوي.په همدې ترتیب ولسي شاعرانو له یوې خوا د ولس لپاره د خوشالیو بنډارونه ګرم ساتلي وو او له بلې خوا یې حقایق ټولنې ته وړاندې کول او ولسي شاعران د ولس هېنداره ګڼل کیده. په خوست کې ډیر زیات ولسي شاعران تیر شوي، چې ځینې یې د پخواني وخت سره تړاو لري او ځینې یې د اوسني عصر سره تړلي دي، که څه هم د دوی حق ډیر زیات دی او د ژ،ند په بیلابیلو اړخونو یې باید په تفصیل سره رڼا اچول شوي وای، خوڅرنګه چې د کتاب مسائل ډیر زیات دي، نو مونږ دلته د دوی یوازې نومونو په یادولو بسنه کوو او په لاندې ډول دي:
ارواښاد مربک، سید احمد خان، ارواښاد صادق مقبل، نیازولي، شرین، ارواښاد مدن، ارواښاد صالح ، حکیم نور اقاخیل، بخت الله، میر شاه خان، عزت...