
سلام او ښې چارې ملګرو،
نن مې داسې وپتېیله، چې یو څه په دغه موضوع ولیکم، هغه دا چې قهوه رېښتیا چې زما د هر سهار د پیل ټکی دی. هو، دا هم یوه جوته خبره ده، چې قهوه د نړۍ یو د ډیرو مشهورو څښلو خوراکي موادو څخه ده. نن سبا په نړۍ کې د قهوې د جوړولو او چمتو کولو لارې چارې په زرهاوو دي؛ د قهوې نه کیکونه، کلچې، خواږه او شیرینۍ جوړوي. سره له دې چې قهوه ډیره مشهوره او ډیره کاريږي، خو تر اوسه د قهوې په هکله د اعتماد وړ معلومات او د تاییدولو اسناد، چې له کوم ځایه او څنګه پیدا شوې نه شته.
د قهوې د پیدایښت تاریخچې په هکله یوه مشوره کیسه داسې ده:
یو حبشه شپون، چې کالدي نومید او د په هغه سیمه کې چې د قهوې ونې وې خپلې وزې څارلې، نو کله به چې دغو وزو د قهو زړي یا پاڼې خوړې، نو ورسته به ډیرې مستې او زرورې کیدې او نه به ستړې کیدې، نو داسې یې وپتېیله، چې په خپله یې هم وازمویي، نو کله یې چې په خپله وخوړې، نو پوه شوه چې قهوه سړی چست او راوښوي، نو کله چې کلي ته لړو نو د کلي ملا ته یې د خپلې دغې احتراع په هکله وویل، نو ملا ووغوښتل چې خپلو مرستیالانو ته یې په هغه شپه ورکړي، چې د ناوخته پورې لمونځونه کوي، نو همداسې یې وکړل. کله يې چې دا کار وکړ، نو ویې لیدل چې مرستیالان یې د ډیر ناوخته پورې بیدار او ویښ وو او چمتو وو، چې د سهاره پورې لمونځونه بې له خوبه وکړي. همدا وو چې د قهوې نوم "قهوه"، کوم چې د هغه وخت د فارس یو د ځواکمنو خلکو څخه وو ونوموله. دا چې څرنګه قهوه په "کافي" بدله شوه، په دې هکله ډیرې تیورۍ شته، چې یوه یې داسې ده: "کافي" یې ځکه بولي، چې دغه د قهوې ونې په یوه داسې سیمه کې، چې "کافي" نومیده، ډیرې وې.