د خوست پېژندنې لارښود (۲۱ برخه)

اووم څپرکی
خوست او د خوست یو شمېر سیمې د پښتو په ولسي ادبیاتو کې
 د څیړنپوه محمد عارف غروال په قول: (( هغه تاریخي، پېښې، هغه تاریخي اعلام او هغه تاریخي شخصیتونه، چې د ځینو ځانګړنو پر بنسټ له نورو سیمو، تاریخي پېښو، تاریخي اعلامو او تاریخي شخصیتونو حخه امتیاز ولري، هرومرو د هغو خلکو ژبې او ادبیاتو ته لار مومي او د ادب پنځوونکو په اثارو او ویناوو کې ځان ښکاره کوي)).[1]
خوست او د خوست یو شمیر سیمې هم د همدې تاریخي ارزښت په اساس په پښټو ولسي ادبیاتو کې پراخ ځای نیولی. د خوست یو شمیر سیمې او ځایونه د مختلفو لاملونو په وجه د ارزښت وړ پاتې شوی، یو شمیر سیمې تاریخي ارزښت لري، چې په بیلابلو زمانوکې یې دغه ارزښت ساتلی او یا په خپل وخت کې د ارزښت وړ پاتې شوی او د همدې ارزښت په اساس یې ولسي ادب ته ځان ور ننباسلی‎، یو شمیر سیمې بیا د مذهبي لید لوري څخه د اهمیت وړ دیو ځینې سیمېاو ځایونه بیا نظامي او ستراتیژیک ارزښت لرونکي دي. په همدې ترتیب سره ډېرې سیمې شته چې خلکو ته قومي او قبیلوي لحاظ ارزښت لري. په هر صورت دلته د سیمو د ارزښت په لیدلورو بحث نه کوو، تاسې به خپله د هغوی ارزښت په ولسي لنډیو، سروکو او سندرو کې ووینۍ.
لومړی ــ په ولسي لنډیو کې: لنډۍ د پښتو ادب ستره پانګه ده، او د پښټو ادب د بڼ ټول ګوټونه پرې رنګین شوي دي. لنډيۍ د پښتو په غرونو او رغونو، كليو او بانډو، باغونو او بڼونو ټولو كې ویل کیږي او د پښتني ټولنې د ژوند ټول اړخونه يې په خپلو خوږو لفظونو كې انځور كړي دي.

                   *                    
یار مې د خوست، زه یم د کورمې
د خوست او کورمې یاره نشي دیدنونه

خوست او کرمه دواړه پښتني سیمې دي، او یو له بل سره نښتي دي، په کورمه کې د توریو، منګلو، مقبلو، بنګښو.... قومونه اوسیږي. د خوست او کورمې تړاو پدې کې دی چې منګل، مقبل قومونه هم په خوست کې مېشت دي او هم په کورمه کې، دوی په خپلو کې د وینې اړیکه سره لري، خو دا چې د یادو قومونو ځینې په کورمه او ځینې په خوست کې اوسیږي دا هم مختلف لاملونه لري، خو څرنګه چې لنډیو په پخوانیو پیړیو پورې اړه لري او هغه وخت د انتقال معاصر وسائل نه وو، نو کورمه او خوست پلي مزل په اساس یو له بله دېر لرې وو. په همدې ترتیب توري او ځاځي قومونه هم د وینې اړیکه لري، دغه دوه قومونه د یو پلار اولاده ده.
                     *                    
عبدالرحمانه زوروره
خیمې د لکې کړه سیګۍ په چنارونه

دا لندۍ تاریخي ارزښت لري، امیر عبدالرحمن خان او یا دهغې لښکرې دغې سیمې ته راغلي وې. څرنګه چې امیر عبدالرحمن خان یو دکتاتور او زورور شخص وو، نو ځکه خلکو په خپلو ولسي ټپو کې د هغې د دکتاتورۍ او زورواکۍ یادونه کړي.
   *                  
دره ګي ته مه وایه چې وران شې
دره ګی د زیړو ګلو باغ دی ړنګ به شینه

دره ګی د خوست ولایت د تڼیو ولسوالي مرکز دی، د دره ګې جوړښت پدې ډول دی چې پدې کلي کې د تڼیو قوم د څلورو واړو ښاخونو خیلونه کورونه اباد دي، دره ګي ته ځکه دره ګی وايي چې دا د ورغوي غوندې سم، لوړ، جګ او دره ګ ځای وو او بله دا چې د تڼیو د غرنیو سیمو او د خوست مرکز ترمنځ مرکزي نقطه وه. په پخوانیو پیړیو کې تڼي په لوړو غرنیو نقطو کې او همدا ډول د غرونو په لمنو کې اوسیدل، علت دا وو چې هلته د ژوند اسانتیاوې ورته برابرې وې، ښکلي هوا، تازه اوبه، پراخ ځنګلونه، د کروندې ځمکې..... هغه څه وو چې دوی هلته استوګنه غوره کړي وه، اوس هم اکثریت خیلونه په غرونو او د غرونو په کمنو کې اوسږي، خو ددې ترڅنګ یې په بیدیاوو کې هم لوی کلي اباد کړي. په هر صورت، څرنګه چې انساني اړتیاوې په یو او بل پورې تړلي او انسان نشي کولای چې د ژوند پیټی په یوازې ځان او په یو محل کې اوچت کړی، نو اړ دی چې د نورو سره ټولنیز ژوند وکړي، پدې اساس سره تڼیو قوم په پخوا وختونو کې د خوست د نورو ولسونو سره په ښار کې خپل ټولنیز ژوند ته ادامه ورکوله او له نورو سره یې په ګډه خپلې غوښتنې او اړتیا وې پوره کولې، خو په لاره کې د انسانانو او وحشي ژوو له لوري خطرونه هم وو، کله به چې له ښاره بیرته خپلو مېنو ته تلل نو هغه وخت به دلته پرې شپه راتله، پدې اساس مجبور شول چې دلته یو نوی ښکلی اباد کړي، دلته یې د دره ګي په نوم کلی اباد کړ، لويي ډنډې یې د اوبو لپاره وکیندلې چې تر ننه شته. 

دره ګی په یو طرف ړنګیږي
په بل پلو یې سریندې وهي ډولونه
*                      
دره ګي ته مه راځه سرداره
دا قبرجن دره ګی دې نه وړي سلامونه
*                    
دره ګې ته مه راځه سرداره
په خړ دره ګي کې زمریانې لنګې دینه
                       *                    
سترګه په څیټي فناء کیږي
فناء یې مه کړې په بیدیا کې پاتې ی
*                    
په شمل پورې یاري مه کړه
په شمل پورې یاره نشي دیدنونه
*                  
په شمل پورې یاري مکړه
یا به باران وي یا به خوړ راغلی وینه
*                  
ته دې شمل غاړې ته راشه
زه د اوبو په پلمه ځم، خوله درکومه
*                  
د پشکال وریځې راغلې
په شمل پورې یار به څه ګذران کوینه
 
شمل په خوست کې د یوه موسمي سیند نوم دی، دغه سیند د خوست د لمر لویده څخه د خوست تر لمر خاته پورې بهیږي.
*                    
د مغلګي د جنګ شهید دی
په خندا شین دی، په سپین مخ جنت ته ځینه
د مغلګي جګړه هم یوه تاریخي جګړه وه چې زمونږ ډېر ځوانان د وطن څخه د دفاع په لار کې د دښمن په وړاندې شهیدان شول.
  *                  
د نریزي ښکلي ژڼي
شیخی روان دی د مغلو جنګ ته ځینه

*                   
دا سپینه خوله مې له تا ځار کړې
که د مغلو جنګ نه روغ راغلې مینه
*                 
تڼي د کور له کوره مړي دي
په اریوزیو کې خانان لویدلي دینه

پورتنۍ درې واړ ه لنډۍ د تاریخي ارزښت څخه برخمنې دي. مغل چې یو صحرایي قوم وو، او د چنګیز خان په واک ته رسیدو سره دغه قوم ژوندی شوی، بیا دغې قوم په اسلامي نړۍ کې او په ځانګړي ډول په اقغانستان کې لوی قتل عام وکړ، ځکه د لته د افغانانو د کلک مقاومت سره مخامخ شو، په بامیانو کې یې لمسی هم ووژل شو. نو کله چې سړی پورتنیو لندیو ته فکر وکړي ، نو داسې معلومیږي چې مغلیان دغې سیمې ته راغلي او ددغې سیمې د خلکو سره یې سخت جنګونه کړي. شیخی د تڼیو د نریزي کلي د هغه وخت یو مشر او بانفوذه شخص ګڼل کیدای شي، ددهپه مشرۍ ګڼو ځوانانو د وطن او ناموس په لار کې د مغلي دښمن په وړاندې مبارزه او سرښندنه کړي. مغلګی اوس هم په خوست یو تاریخي ځای دی، دلته اوس هم د مغلو قبرونه شته، داسې قبرونه هم شته چې په قبله خلک پکې خښ شوي او ددې څخه داسې هم ښکاري چې په خوست کې مذهبي هستۍ هم تیرې شوي. دلته په دویمه لنډۍ کې د جنګ څخه سلامت راتګ دی، جنګ چې یو بد، خونړی او ورانکاری عمل دی، نو مغلو هم په هر وخت او هر ځای کې په قتل عام تکیه کوله، دلته پیغلو دا تمه نه درلوده چې د مغلو سره له جنګ څخه به کوم ځوان ژوندی راشي، خو ژوندي راتګ هیله یوازې د تورې او غیرت کولو په صورت کې شوني وه، هر ځوان لپاره لازمه وه چې څو څو کسه مغل باید ووژني کنه د مغلو لښکر او ځواک تر دوی زیات او منظم وو. دریمه لندۍ داسې څرګندوي چې په هغه وخت جنګونو کې د تڼیو ځوانانو ډیرې سرښندنې کړي، ډېرې قربانۍ یې ورکړي. ما چې د مشرانو او سپینږیرو څخه مالومات راټول کړي دوی هم داسې وايي چې د تڼیو د هر قوم ځوانانو ځانونه د خاورې او ناموس څخه ځار کړل، خو په دغه جګړه کې د تڼیو د نریزي قوم بې شمیره قربانۍ ورکړې او مغلو هغه قتل عام کړل.

*
د مستربل په کنډو راشه
په بر کنډو کې یاره زه ولاړه یمه

مستربل هم په خوست کې د یوې سیمې او یوه غره نوم دی
دا او دېته ورته ډېرې ولسي لنډۍ شته چې د ډیرو سیمو نومونه، تاریخي پېښې، د خلکو دردونه...... پکې نغښتل شوي، چې مونږ یې یوازې پدې یو څو بسنه کوو.
دویم ــ په ولسي سندرو او سروکو کې:
لکه څرنګه چې خوست او د خوست یو شمیر سیمې په پښتو لنډیو کې د خپل ارزښت او اهمیت له مخې یادې شوي او انځور شوي، همدا ډول د پښتو ولسي ادب په سروکو او سندرو کې هم له پامه ندي غورځول شوي، او په یو نا یو ډول یې سروکو او سندرو ته لار موندلي. د پښتو ادب په ولسي سندرو او سروکو کې خوست او دخوست یو شمېر سیمې ډېرې ښې انځور شوي او په دې اړه خورا ډېرې ولسي سندرې، سروکي او لندۍ شته، خو دلته یې په لنډو یادونه کوو:
    
*                                       
شاه وزیره یاره، خوست کې ګرمي ده
                                         ماته کېږده چنارونه
  *                                     
خوست پخوا ډېره سخته سیمه وه، دلته د استوګنې ډېر کم امکانات وو، ګرمۍ به په ټکنډو غرمو کې تیندکونه وهل، که څه هم خوست ګڼ شمېر ځنګلونه، ښکلي او زړه راښکونکې درې او خواږې اوبه د پخوا راهیسې درلودلې، خو څرنګه چې په دښتو او بیدیاوو کې دا ډول امکانات نه وو او د انتقال ننني وسائل هم نه وو، نو کله به چې خلک له بیدیاوو څخه تیریدل، نو د اوړي په موسم کې به د سوزوونکو بادونو سره مخامخ کیدل، نو پدې اساس سره ولس دغه حقیقت په سروکو کې ډېر ښه انځور کړی.

  *                                              
په انتظار ولاړه یم، سرې مې منګولې دي
                                  ته به خوست ته کله راځې، پخې سنځلې دي
  *                                               
پدې کې هم یو څرګند پیغام دی، له یوې خوا د ژوند حالات، مسافري، اقتصادي وضعیت او له بلې خوا د خوست موسم، د سنځلې د ګلانو خوشبویه بویونه را ښيي. د خوست د خلکو اقتصادي وضعیت تر ننه ثابت ندی، اقتصادي سرچینې یې هم یو ډول ندي، ځینې په کرنه، مالدارۍ باندې ژوند تیروي او ځینې بیا په تجارت بوخت دي، خو یو شمیر بیا خپلې غریبۍ پسې اخیستي وي او په نورو ملکونو کې د نفقې په موخه د مسافرۍ شپې او ورخې تیروي، نو دلته معشوقه خپل عاشق ته له یوې خوا د خپلو سرو لاسونو ستاینه کوي او هم د انتظار د سختو شیبو ذکر کوي او له بلې خوا د خوست د مینې، موسم او بوټو توصیف کوي.
  *                       
نوی کال، نوی موسم دی، نوې نوې هنګامه ده
د بلبلو شور ماشور دی، د متون بابا مېله ده
  *                        
روایاتونه وايي چې خواجه متون بابا یو صحابي وو، زیارت یې اوس هم د خواجه متون غونډۍ په سر باندې دی، متون بابا یو ګړندی زیارت دی او خلک ورته د دعا او مېلو لپاره راځي، د پسرلي په ښکلي، ګلورین او زړه راښکونکي موسم کې ځوانان، پیغلې، او د پاخه عمر لرونکي کسان په خوست کې مختلفو  ځایونو ته د مېلو لپاره ځي، نوی کال یو او بل ته په مبارکۍ بدرګه کوي، په زیارتونو باندې جنډې اوچتوي، چې دا دود د ډېرې لرغوني زمانې راهیسې تر ننه په خوست کې مروج دی. د شنه پسرلي په راتګ سره د خوست څېره په ټوله مانا سره بدلون کوي، غرونه، زغونه، دښتې او بیدیاوې په رنګارنګ ګلانونه سره ښکلي کیږي، په خلکو کې نوي هوسونه راټوکیږي، بزګران د کر او کښت لپاره متې رانغاړي. د خلکو نظرونه کله چې په شنو ساحو لګیږي، نو زړونه یې د خوښي او خوشالۍ احساس کوي، د خوست غرونه، رغونه او درې د پسرلي په راتګ سره ډېرې زړه راښکونکي وي او پسرلی خلکو ته نوي پیغامونه له ځانه سره راوړي، مرغان په ځنګلونو، باغونو، دښتو او ازاده فضاء کې الوځي، چیغارې وهي او زړه وړونکي اوازونه کوي.
  *                  
په چترالۍ ټوپۍ د دواړه سترګې پتې دي
خوست بازار ته مه ځه، بدۍ دې کړي رټې دي
       *                  
پټ مې په ټکري که، ساړه دی
پاس د ماڼې په کنډو، واورې تلې دینه
                                            ساړه  دی.

 دریم ــ په پښتو متلونو کې

مغله، بل څه دې نشته، بې د یرغله
*                
نه به تل دره ګی وي، نه به یې ډنډې ډکې وینه

*               
څه مغل، خو ندی درباندې ختلی
*               
د مغل په چپه ووهل شې

 
[1] جرګه، دریمه دوره، ۱۳۹۳ لړم او لیندۍ(۸۰) ګڼه. د سرحدونو او قبائلو چارو وزارت.