انګور د سترګو لید ته ګټور او د سترګو داخلي جوړښت  ساتي

 
انسان دخپل عمر په وروستي پړاو کې د سترګو له کمزوري لید څخه شکایت کوي، یوه امریکايي څیړنه وايي:  دانګورو ډېر خوړل دسترګو روغتیا او داخلي جوړښت ته ګټور دي، لید یې پیاوړی کوي، د ړندیدو په مخنیوي کې دپاموړ رول لوبوي.
دسترګو پر داخلي جوړښت د انګور  داغیز دمالومولو  لپاره لومړی پر موږکانو څیړنه شوې ده ، دوچ شوو انګور پوډر دورځې درې ځل  مږکانو ته ورکړل شوي دي، دشکر داندازې په پام کې نیولو سره  همدومره اندازه، چې یو انسان یې خوړلې شي.
بله ډله موږکان داسې وو، چې  انګور یې نه خوړل، وروسته څرګنده شوه هغو موږکانو، چې انګور یې خوړلي وو، دسترګو داخلي جوړښت ، حجرې، کلکوالې ، له رڼا سره مقاومت یې  ډیر و. هغو موږکانو،چې انګور یې نه خوړل د سترګو داخلي جوړښت یې کمزوری شوی وو او درڼا په مقابل کې یې ۴۰٪ سترګې کمزوری شوې وې او دلید فعالیت یې هم کاواکه وو.
دڅیړنې پایلو څرګنده کړه، چې انګور دسترګو روغتیايي وضعیت ته  مهم دي او اغیز یې مثبت دی.
انګور ویټامین C لري او بیټا کاروټین لري، چې دانسان بدن  له هغو ازادو ريښو پاکوي، چې حجرو ته  زیان  رسوي.