سوک مو رازونه  راسپړي.... پام مو وي!

 
ډیری خلک هڅه کوي، چې ستاسې دشخصیت په اړه ځان پوره پوه کړي، ویل کیږي، چې بدن ډیر داسې څه لري، چې دیو کس خوی او شخصیت ورڅخه مالوم شي. دبېلګې په توګه دمخ  او پښو نښې، په دې برخه کې دا ځل دسوک په اړه مالومات وړاندې کوو، چې شخصیت مو څرنګه دی؟
هڅه وکړئ، چې دا ساده ازموینه ترسره کړئ، وروسته به وګورئ، چې پایله  دقیقه ده او کنه ، ازموینه دومره سخته نه ده ، وړاندې  له دی، چې فکر وکړئ یا پلان ولرئ، خپل ښي لاس دسوک په بڼه جوړ کړئ، بیا دلاس وضعیت همداسې وساتئ او له  لاندیني انځور سره یې پرتله  کړئ.

A انځور:
له بهره داسې ښکاري، چې تاسې حساس او زړه سواند کس یاست، تاسې دخپل طبعیت له مخې نه شئ کولای، چې یو څوک دی خپه  یا اړ ووینئ، پردې سربېره تاسې پراخه  او بډایه خیال لرئ، دا کار ځینې وخت کولای شي، چې تاسې په ويښه دخوب لیدو ته اړ باسي.
ځینې وخت  پر ځان باور او امن له لاسه ورکوئ، تاسې دا لېوالتیا لرئ، چې تاسې ته نږدې کسان هغه ډول چلند درسره وکړي، چې تاسې یې غواړئ.
B انځور
دپاموړ او ځلیدونکی کس یاست، په رښتیا هم ډیرې وړتیاوې لرئ، داسې یو کس یاست، چې په اسانه مو څوک نه شي هیرولې، په ډېرو برخو کې نوښتګریاست. خپله ځانګړې کاریزما لرئ کولای شئ، چې  په ډیره اسانه نور درڅه اغیزمن شي. خو په  ورته وخت کې بیا ښه او کمزوری زړه لرئ، دا ډار درسره وي، چې څوک مو زړه ټپي نه کړي.
دګاندې او راتلونکي لپاره سترې هیلې لرئ، خو داحتمالي زیان په اړه ډیره اندېښنه کوئ.
C انځور
په لنډه توګه نوښتګر کس یاست، ډیر زیرکه  او تیز هوشه یاست، هغه کسان، چې دلومړي ځل لپاره درسره مخ کیږي همدا ډول احساس کوي، دوی بیا لېوالتیا لري، چې ډیر در نږدې شي، دزیرکتیا په بدل کې که د C ډوله انځور څښتنه ښځه وي دا نو بیا ډېره عاطفي وي، ان په ښکاره توګه دخپلې عاطفې په اړه څرګندونې او خبرې کولې شي.
خو په پټه او زړه کې بیا دا ډول ښځه  له ظلم او تیري څخه بد وړي، نه غواړي، چې نور په سخت حالت کې وګوري، دا ډول ښځه هر وخت چمتو وي، چې  خپل ځانګړي څیزونه قرباني کړي، چې دنورو درد او ستونزه ونه ګوري.