
د لوی او بخښوونكي خدای په نامه
پښتون پوسټ ورځپاڼه
سرليكنه (اداريه )
د اگسټ د مياشتې په شلمه په افغانستان کې د ولسمشريزو ټاکنو لپاره ولس خپله رايه وکاروله د انتخاباتو د خپلواک کميسون د نارسمي پايلو له مخې ولسمشر کرزى له نورو کانديدانو ډېرې رايې گټلي او ډاکټر عبدالله په دوه يم نمبر کې راغلى دى . ډاکټر عبدالله او پلويانو يې ادعا وکړه، چې په ټاکنو کې درغلي شوې او ټاکنې دې بيا وشي په دې اړه ډاکټر عبدالله پلويانو په کابل کې خبري غونډه وکړه او له نړيوالو څخه يې غوښتنه کړې، چې په ټاکنو کې درغلي کوونکي دې محاکمه شي نوموړو ويلي دي، چې درغلي کوونکي که په هر موقف کې وي بايد مجازات شي دوى د ولسمشر کرزي په اوسني حکومت سختې نيوکې کړي او يوناما ته يې يوه پرېکړه ليک هم لېږلى، چې په کې د درغلي کوونکو محاکمه يې غوښتې ده که د افغانستان سياسي حالات له نېږدې څخه وڅارل شي نو د اگست په شلمه د انتخاباتو په ورځ ولس په سختو امنيتي ستونزو کې رايې وکارولې او ټاکنې سرته ورسولې دا، چې چا ډېرې رايې وړي او چا کمې دا جلا خبره ده او بله دا، چې دا اړينه ده، چې په ټاکنو کې پاتې کانديدان هر وخت کامياب کانديد تورونه پورې کوي او وايي، چې درغلي شوې اوس، چې ولسمشر کرزي رايې گټلي نو بايد وخت ورکړى شي، چې د خپلو رايو څخه په گټه اخستنه يوځل بيا د ملت په وړاندې ودريږي دا، چې ډاکټر عبدالله د درغليو خبره کوي نو دا هم ښکاره خبره ده، چې درغلي به شوي وي په دواړو خواو کې خو دومره نه ده، چې حساب پرې وشي د درغليو څېړنه په کار ده او د انتخاباتو د شکاياتو کميسون په دې څېړنه کارکوي هرکله، چې د درغليو ثبوت ترلاسه شي نود انتخاباتو کميسون دنده لري، چې اړوندو مقاماتو ته يې وسپاري او خپله سزا وويني اوس، چې ټاکنې ترسره شوي او کرزى بريالى شوى نو يوځل دې بيا وخت ورکړى شي، چې د ولس خدمت ته راووځي او ډاکټر عبدالله دې راتلونکو ټاکنو ته انتظار وباسي د ټاکنو بيا کيدل په ولس ستر بوج دى او نړيواله ټولنه هم دې ته نه ده چمتو، چې د بيا ټاکنو لپاره بوديجه ورکړي او د ځينو ولايتونو قومي مشرانو هم په وار وار د ډاکټر عبدالله دا غوښتنه ردکړې، چې بيا ټاکنې دې وشي ځکه، چې د افغانستان په اوسنيو سياسي حالاتو کې د دوه و کانديدانوترمنځ ټاکنې ډېرې ستونزې لري اوو لس هم دې ته نه دى چمتو، چې يو ځل بيا د خپل سر په بيعه په ټاکنو کې برخه واخلي.
qadirandewal@yahoo.com
Pakhtoonpost@gmail.com