
انسان په ورځني ژوند کې له هر ډول فشار سره مخ کیږي، چې دغبرګون او ورخطايې لامل ګرځي، ډیری کسان بیا داسې هم وي، چې خپل اعصاب نه شي کنترولولې، او پر رواني ناروغۍ اخته شي.
د(سیدتي) په نوم ویبپاڼې داعصابو دارامتیا په موخه ځینې څیزونه دڅښاک لپاره وړاندیز کړي دي، ویبپاڼه وايي: پایله یې او اغیز جاودګر دی.
اوبه
اوبه بیا دڅښاک په لړلیک لومړی ځای ولري دا دژوند په هر پړاو کې اړین توکی دی، تل یې باید له ځان سره ولري، اوبه کولای شي ،چې په ډېره اسانۍ مو اعصاب ارام او کنترول کړي.
شات+ ګلانو پاڼې:
له اوبو راوروسته، چې دانسان داعصابو دارامتیا لپاره ښه نسخه ده هغه دګلانو پاڼې دي، چې له شاتو سره ګډې شي او بیا وڅښل شي دا بیا دومره وړتیا لري، چې اعصاب ارام او ټول وجود مو ارام کړي، که ددی نسخې له څښاک وروسته مو یوه کاشوغه شات وخوړل نو اغیز به یې ژر وګورئ.
وینلې/ نعناع
درېیم هغه څه ، چې اعصاب اراموي هغه وینلې / نعناع دی غوره ده، چې ګرم وڅښل شي، کولمې مو اراموي، سر درد مو لرې کوي که څوک دهاضمې ستونزه لري هره ورځ باید یو ګیلاس نعناع،چې وار له مخه ځوښ شوې وي وڅښي.
دشنو چایو په اړه مشهوره ده، چې ډیرې ګټې لري، وزن کموي، له بدن څخه زهري مواد وباسي، خو اوس یوه بله مثبته نقطه هم ثبت شوې ده، چې شین چای داعصابو په ارامولو کې دپاموړ رول لري.
ټولې هغه سبزۍ، چې ویټامین C لري که ددی جوس جوړ شي او وڅښل شي ورخطايي او رواني فشار له منځه وړي.
تجربه یې کړئ او پایلې یې له ملګرو سره شریکې کړئ.