د احساساتو بیانول د ناروغۍ مخه نیسي

 
   هغه هیجانات او احساسات، چې ځپل شوي او یا هم پټ شوي، د لاندې ناروغیو سبب ګرځي لکه : د معدې ټپ، د معدې پړسوب او د ملا درد . د احساساتو ځپل د وخت په تېرېدو کولای شي د سرطان ناروغۍ را منځته کړي، دا نو هغه مهال دی، چې موږ یوه اعتمادي کس ته ورځو، خپل رازونه او تېروتنې له هغه سره شریکوو . مرکه او خبرې کول  تر ټولو پیاوړې درملیزه وسیله ده .  
که چېرې غواړئ، چې ناروغ نه شئ، نو پرېکنده تصمیم ونیسئ :
 دوه زړي او شکمن کسان له اندېښنو او خپګان سره لاس و ګرېوان دي. دوه زړي او د هوډ نه لرل، د دې لامل کېږي، چې ستونزې او اندېښنې لاپسې زیاتې شي، د انسان تاریخ د هوډ نیونې پر بنسټ جوړ شوی دی .
  تصمیم نیونه  د قیقاً له ځینو ګټو او ارزښتونو څخه اګاهانه سترګې پټول د ځینې نورو د لاسته راوړلو په مانا دی . شکمن او دوه زړي افراد د معدې ناروغۍ، عصبي دردونو او د پوټکي له ستونزو سره مخامخ دي .
که چېرې نه غواړئ، چې ناروغ شئ، نو د حل لارې ولټوئ :
   منفي افراد ستونزې غټوي او د حل لارې نه پیدا کوي، هغوی غم و غوسې، آوازې او بد بینۍ ته لومړیتوب ورکوي . له تیارې څخه د شکایت کولو پرځای د یوه ګوګړ روښانه کول ډېر غوره دي . غومبسه کوچنی حیوان دی، خو د نړۍ تر ټولو خواږه مواد تولیدوي . موږ هماغه یو، چې فکر کوو، منفي افکار د منفي انرژۍ د تولید سبب ګرځي، چې په خپل وار سره په ناروغیو بدلېږي .
که چېرې نه غواړئ، چې ناروغ شئ، نو په ژوند کې پلمه مه کوئ :
   څوک چې رښتیا پټوي، پلمه کوي او تل غواړي چې د نورو په نظر هوسا، ښه او بشپړ ښکاره شي، په حقیقت کې په خپلو اوږو ډېر دروند پېټی ږدي، لکه یوه برونزي مجسمه له خټینو پایو سره .
  په ژوند کې هېڅ څیز په خپله څېره باندې د نقاب غوړولو او پلمه کولو په پرتله بد نه دی، دا ډول افراد توره او برېښ ډېر، مګر بنسټ او ریښه یې ناڅیزه ده او موخه یې درملتون، روغتون او درد دی .
که چېرې نه غواړئ، چې ناروغ شئ، نو واقعیتونه ومنئ :
   د واقعیتونو له منلو څخه ډډه کول او په ځان باندې ډاډ نه لرل، موږ له خپله ځانه پردی کوي .
  د یوه ښه او سالم ژوند بنسټ، له ځان سره رښتینولي ده . هغه کسان چې دا نه مني، کرکجن او کینه کښ دي او سیالي غوښتونکي کېږي . د نیوکو منل، د هوښیارۍ کار او ښه درملیز اسباب دي .
که چېرې نه غواړئ، چې ناروغ شئ، نو اعتماد وکړئ :
  هغه کسان چې په نورو باور نه لري، نه شي کولای، چې له نورو سره ښې اړیکې ټینګې کړي او نه شي کولای، چې له نورو سره، ژورې او تل پاتې اړیکې رامنځته کړي، هغوی د رښتینې ملګرتیا په اصلي مانا نه پوهېږي . بې باوري د یوه فرد د ایمان د کمښت سبب ګرځي .
که چېرې نه غواړئ، چې ناروغ شئ، نو له خپله ژونده غم لرې کړئ :
   ټوکې، خندا، استراحت او خوشالي، دا هغه څه دي، چې تاسو ته روغتیا او سلامتیا بېرته درګرځوي او تاسو ته د اوږد ژوند ډالۍ درکوي .
  خوشاله انسانان له دې نعمت څخه برخمن دي، چې کولای شي، د خپل ژوند چاپېریال ښه کړي، خندا او خوشاله اوسېدل موږ له ناروغیو څخه ژغوري . خوشاله اوسېدل هم سلامتیا او هم درملنه ده .