اشنا په خپلـــه بغاوت کومـــــه
له ټولو ښکلو نه نفرت کومـــــه
نورکله زه دمينې لاس ورکــــــــــوم
زه په يارۍ کې اوس دقت کومــــــه
څه ماشومتوب ؤ چې هيڅ غم به نه و
يوځلـــــې بيا هغــــــه عادت کومــــه
ماخوقسم کــــــــه ورته غږ کړى وه
دې راته وې چـــــې محبت کــــــــوم
پخپله ژبه به يــې همداسې ويل
يم دې ليلا ستا اطاعت کومــه
لکه ماشوم پخلا کولمــــه يې زه
ويل يې خيال دې دصحت کومه
نن هماغــې دغــــــــــــماز ومنلــــــه
ځکه يې اوس درته غيبت کومه
مينه دخداى او رسول وکړي خلکو
نن عــــطاالله دغــــــه وصيت کومه
وروستي