ډاکتر حسن عبدالله الترابي دزړه دحملې له کبله پرون خپل پور پرې کړ، له نړۍ څخه وکوچید، خو اوس یې هم دشخصیت او فکر په اړه اختلاف شتون لري. د ولسي ګوند مشر حسن الترابي د ۸۴ کلونو په عمر په پلازمېنه الخرطوم کې په رویال کیر روغتون کې ومړ.
دحسن الترابي په مړینه اوس هغه پاڼه واوښته، چې دسوډان دمعاصر تاریخ له نوموتو څېرو څخه ګڼل کېده، دفکر او سیاست په ډګر کې خپل مقام او ځای درلود.
لاندې څو کرښې به دارواښاد حسن الترابي دژوندلوړې ژورې در وپيژني.
سربون پوهنتون بیا شریعت
حسن عبدالله الترابي په ۱۹۳۲ ز کې زیږیدلی دی. ماشوم و، چې مور یې مړه شوه، پلار یې قاضي و. د۱۹۵۱-۵۵ ز ترمنځ یې په الخرطوم پوهنتون کې حقوق لوستي دي، بیا یې په ۱۹۵۷ ز کې له اکسفورډ پوهنتون څخه ماستري او په ۱۹۶۴ ز کې له سربون پوهنتون څخه دوکتوراه تر لاسه کړې ده.
حسن الترابي په عربي، انګلیسي، فرانسوي او الماني ژبو روانې خبرې کولې، کله، چې سوډان ته راوګرځید په (جبهة المیثاق الاسلامیه) کې غړی شو، دا لومړنی ګوند و، چې په سوډان کې اسلامپالو رامنځته کړ او له اخوان المسلمین څخه یې الهام اخستی وو.
په ۱۹۶۴ ز کې یې حسن الترابي لومړنی عمومي منشي وټاکل شو، نوموړي په داسې کاواکه سیاسي چاپیریال کې سیاست کاوه، چې داسلامپالو هیڅ ځای نه وو، الامت او الاتحادي ګوندونه دواکمن نظام له پراخه ملاتړ څخه برخمن وو.
جبهة المیثاق الاسلامیة د ۱۹۶۹ ز کال تر اوښتونه همداسې بې برخلیک وه، جعفر النمیري، چې کودتا وکړه، حسن الترابي ونیول شو اوه کاله یې زندان تېر کړل، په ۱۹۷۷ ز کې جعفر النمیري او اسلامپالو روغه وکړه، الترابي او نور مشران له زندانه راخوشی شول، په ۱۹۸۳ ز کې جعفر النمیري کې اسلامي قوانین پلي کړل، خو له جبهة المیثاق الاسلامیة سره بیا وران شو، ځکه ولس د النمیري له کودتا سره مخالفت وکړ، په ۱۹۸۵ ز کې الترابي ځانته د اسلامي ملي جبهې په نوم ګوند جوړ کړ ، پارلماني ټاکنو ته کاندید شو، خو بریالی نه شو. په ۱۹۸۹ ز کې حسن الترابي د المهدي حکومت پر ضد راپورته شو او له عمر البشیر سره یې لاس یو ځای کړ او دکودتا له لارې یې دالمهدي حکومت راوپرځاوه او البشیر یې واک ته ورسوه.
بيا زنداني شو...
په الخرطوم پوهنتون کې استاد شو، بیا دحقوقو پوهنځي رییس شو، وروسته بیا دعدليي وزیر شو. په ۱۹۸۸ ز کې دسوډان دبهرنیو چارو وزیر په توګه وټاکل شو، په ۱۹۹۶ ز کې دسوډان دپارلمان رییس شو، په ۱۹۹۸ ز کې د ملي ګنګرې، چې په سوډان کې واکمن ګوند دی عمومي منشي شو، خو له عمر البشیر سره له اختلاف راپیدا کېدو وروسته یې له ټولو دولتي او ګوندي دندو ګوښه شو.
ډاکتر حسن الترابي یو شمېر کتابونه او علمي اثار لیکلي دي، چې ځینې یې په دې ډول دي: قضایا الوحدة العربیه، تجدید اصول الفقه، تجدید الفکر الاسلامی ، الاشکال الناظمة لدولة اسلامیة ...
پر عراق یې برید وغنده نو له لویدیز او عربي نړۍ سره یې اړیکې ترینګلې شوې، دفساد او پارلماني ټاکنو په اړه یې له حکومت سره اړیکې خرابې شوې همدا لامل و، چې حکومت په ۱۹۹۹ ز کې پارلمان ړنګ کړ، الترابي اپوزیسیون ته ولاړ.
د۲۰۰۱ ز په جون کې یې دیو شمېر پخوانیو سیاستوالو په مشوره نوی سیاسي جریان رامنځته کړ، په همدې کال کې حکومت بیا ونیوه، له زندانه خوشی و، خو په ۲۰۰۴ ز کې یې عمر البشیر بیا دکودتا په تور ونیوه او زندان ته یې ولیږدوه.
اسلامي نوښتګر
له شک پرته حسن الترابي دنړۍ په کچه داسلامي مخکښانو څخه شمیرل کیږي، په اسلامي فکر او فقه کې له نوموتو مجتهدینوڅخه دی، دقران کریم تفسیر لري.
داسلامي اصلاحاتو په اړه یې لیکنې او څیړنې کړې دي، ځینې کتابونه او فتاوې ورته په جنجال بدلې شوې دي تر ټولو ښه بېلګه یې په لمانځه کې دښځې امامت ، له اهل الکتاب سره دمسلمانې ښځې واده دی، دا دواړه داسلامي مذاهبو له تګلارو سره څرګند مخالفت دی.
حسن الترابي دا هم نه مني، چې دښځی او سړی ترمنځ دې توپیر وي،ځکه دواړه له یوه نفس څخه پیدا شوي دي. ان یو ځلې یې ویلي وو: سوډانیان په عربي ژبه نه پوهیږي، ځکه خو دقران کریم په احکامو کې تیروځي.
دحسن الترابي دنورو اسلامپالو په پرتله له عصري ټیکنالوژۍ څخه پوره ګټه اخستې ده، له ځوانانو سره به یې دسکایپ له لارې دعرب پسرلي په اړه خبرې کولې ، دقانون او شریعت په اړه به یې دنړۍ مختلفو برخو ته ویناوې کولې.
جنجال به یې راپنځوه
ځینې خلک وايي: حسن الترابي دسوډان دمشرۍ په اړه فکر نه کاوه، بلکې دنړۍ دمشرۍ غم ورسره و. حسن الترابي په ۱۹۹۱ ز کې عربي اسلامي ولسي ګنګره رابللې وه، چې ضدونقیض کسان یې په کې راټول کړي وولکه ګیڼ اړخه جورج حبش، نایف حواتمه ، اسلامپاله اسامه بن لادن، ایمن الظواهري، ممدوح حمزه، مصطفی مشهور، عمر عبدالرحمن، داخوان المسلمین دنړیوال تنظیم ځینې غړي، یوسف القرضاوی، راشد الغنوشي، عبدالمجید الزنداني. نوموړی ددی ټولو مشر وو.
حسن الترابي، چې هر څه وو، خو په اړه یې مختلفې او ضدونقیض خبرې کیږي، پلویان او مینوال یې وايي: حسن الترابي له رسنیو دګټې اخستلو فوق العاده وړتیا درلوده، مخالفین او سیالان یې وايي: چلباز و، هیلې او غوښتنې یې ډیرې لوړې وې، واک یې خوښیده، دا تور هم پرې لګوي، چې نوموړي داسې فتواوې ورکړې دي، چې داهل السنة له اجماع سره اړخ نه لګوي لکه مرتد هغه وخت وژل کېدای شي، چې وسله ورسره وي، اهل الکتاب مسلمانان دي ....
ډاکتر حسن عبدالله الترابي د۸۴کلونو په عمر دزړه دحملې له کبله په پلازمېنه الخرطوم کې ومړ.
وروستي