
په نیویارک کې د هبل په نوم تشیال لیرلید چې د اسماني توکو حیرانونکی انځور اخیستونکی دی دا ځل داسې یو کهکشان پیدا کړ چې ځمکې ته یې د روښنايۍ په رارسیدلو دیارلس نیم ملیارده کاله لګیدلي دي یا په بل عبارت له موږ څخه ۱۳و۵ ملیارده نوري کاله لیرې دی.
دا کهکشان جي ان زیډ ۱۱ نومیږي او د بېګ بنګ (لویې چاودنې) د نظریې څخه د ۴۰۰ زره کلونو وروسته کهکشانونو په څېر ښکاري.
د ییل امریکایي پوهنتون ستورپیژندونکي ویلي دي چې دا د فضايي څیړنو په تاریخ کې د هبل تشیال لیرلید وړتیا په ډاګه کوي چې نن ورځ تر ټولو پیاوړی تشیال لیرلید دی، د اسماني دوربینونو په لومړي دور کې موږ نشول کولای چې د کهکشانونو په اړه څیړنې وکړو، خو اوس موږ له ۹۷ سلنه هم زیات پرمختګ کړی دی.
ساینس پوهان وايي چې د دوی باور دی چې دوی به له دې هم ډېر لیرې وکړای شي خپلو څیړنو ته دوام ورکړي، او دا کار به د هبل ځایناستي تشیال لیرلید جیمزویب ټیلسکوپ په مټ تر سره کړي چې اوس پرې کار روان دی او په ۲۰۱۸ کې به فعالیت پیل کړي.