د ننگرهار د ډرونټې د برېښنا کوټ درغونې د چارو پيل کيدل غوره اقدام دى

د لوي او بخښوونكي خداي په نامه
پښتون پوسټ ورځپاڼه
سرليكنه (اداريه )
د امريکا متحده ايالاتو د نړيوال پرمختيايي پروگرام (يو ايس اې آى ډي) ژمنه کړې، چې د لسو ميليونو ډالرو په لگښت د يو کال په موده د ننگرهار د ډرونټې برېښناکوټ ورغوي دغه برېښناکوټ د رغونې چارې پيل شوي د دغه برېښناکوټ په جوړيدو سره به د ننگرهار نېزدې ولسواليو ته هم برېښنا ورکړى شي او د ننگرهار د اوسيدونکو برېښنايي ستونزې به يو څه راکمې شي خو بشپړې به له منځه لاړې نه شي د ننگرهار د ولايت د مرستيال سرمحقق محمد عالم اسحاق زي په خبره د نغلو له برېښنا کوټ څخه به هم جلال اباد ته ډېر زر برېښنا راولېږدول شي، چې ورسره به د نېږدو ولسواليو کلي له برېښنا برخه من شي د ننگرهار د برېښنا رييس څرگنده کړې، چې د ډرونټې د برېښنا کوټ د جنگونو نه وړاندې يوولس نيم ميگاواټه ظرفيت درلود خو د جنگونو پرمهال دغه اندازه نهو ميگاواټو ته راټيټه شوه که د امريکاپرمختيايي اداره دغه برېښناکوټ ورغوي نو د برېښنا د توليد اندازه به يې څوارلس ميگاواټو ته لوړه شي په دې کې د پروژو د توربينونو ترميم، د دروازو ترميم، د پروژو بدلون پخوانى زوړ سيستم په نوي سيستم اړول او د تخنيک په برخه کې هم نوى بدلون راوستل کيږي دا د هغه خبر يو څه جزيات وه، چې د پژواک د خبري اژانس له خوا خپاره شوي و د ننگرهار د ډرونټې برېښناکوټ که وروغول شي نو په رښتيا سره به دا د ننگرهار د ولس لپاره يو ښه زيرى وي؛ ځکه، چې د هېوادو په تېرو درې لسيزو جگړو کې له نورې ورانۍ سره سره د ډرونتې برېښناکوټ هم يوه اندازه ويجاړ شوى و، اوس، چې د ننگرهار د والي د گل آغا شيرزي په غوښتنه د امريکا د متحده ايالاتو نړيوال پرمختيايي پروگرام ژمنه وکړه، چې ډرونټې برېښناکوټ په د يو مال په نېټه کې ورغولي دا ښه اقدام دى او د ننگرهار ولس به له والي گل آغا شيرزي څخه ډېره خوښي څرگنده وي، چې ډرونټې برېښناکوټ جوړ شي او ننگرهار به خپل اقتصادي ارزښت بېرته ترلاسه کړي ځکه، چې برېښنا له نورو ترڅنگ په اقتصادي ډگر کې هم ځانگړى ارزښت لري که چيرى دغه برېښنا کوټ ورغول شي نو د ننگرهار ولايت ارزښت به په څو چنده نور هم زيات شي او ولس په خپلې نيمگړتياوې يواځې په ننگرهار کې پوره کوي.
qadirandewal@yahoo.com
Pakhtoonpost@gmail.com