د خوست پېژندنې لارښود (۲۰ برخه)


د اخترونو لمانځل: د اخترونو لمانځل په ټوله اسلامي نړۍ کې یو غوره او منل شوی دود دی. مسلمانان په کال کې دوه (کوچنی او لوی) په نوم اخترونه لري او هر کال یې په دېر جوش او سروش سره لمانځي. اخترونه په پښټنو او په  ځانګړي ډول په خوست کې په خاصو مراسمو لمانځل کیږي. ماشومان د نکریزو شپې لپاره ځانګړی تیاری نیسي او پدې شپه باندې ځوانان او ماشومان میرګندونو ته اور اچوي. د میرګندونو لپاره ډېرې ورځې مخکې هڅه کوي چې بوټي، لرګي او یا نور دسون توکي راټول کړي او د نکریزو په شپه یې وسوځوي. خلک میګندونه او دغه شپه د ټوپکو په مرمیو سره بدرګه کوي، پدې شپه باندې خلک ډېرې مرمۍ فیر کوي. همدا ډول هلکان او نجونې په شپه لاسونه په نکریزو سره کوي، خلک تر ناوخته پورې  شپه په خوشالیو سره تیروي. خلک اخترونو ته د وس او توان مطابق تیاری نیسي، نوي کالي ورته کوي، خلک د اخترونو د لمانځه د اداء کولو وروسته یو او بل ته د اخترونو ا مبارکیو لپاره ورځي، پدې ورځو کې خلک رنګارنګ مېلې کوي، شپې او ورځې په پوره مینه، محبت، اخلاص سره تیروي او هر څوک کوښښ کوي چې د اخترونو په ورځو کې د ناوړه پېښو څخه ډډه وکړي.[1]
پخوا دود دا ډول وو چې د کلي جومات تن کلیوال حجرې ته به ټولو کلیوالو او پلرینو د سهار چای راوړه او د غرمې ډوډۍ به یې د پېنډې په شکل سره خوړله او په کورونو به ګرځیدل، په هر کور کې به یې لږ لږ خوراک کاوه، خو اوس څه ناڅه دغه دود کمزوری شوی، په ځینوځایونو کې دپېنډې دود د منځه تللی، اما په ځینو ځایونوکې بیا په پوره شور او سروش سره پاتې دی. په همدې ترتیب په خوست کې د اخترونو په ورځو کې ټول ماړه او غریبان د میو وریجې پخوي، د غوا غوړیو، مستو، شور وا... سره یې خوري، چې خوستوال ورته ډنډکی وايي.
د نوروز میله: د نوروز مېله چې په افغانستان کې ډېر لرغونی تاریخ لري او د هېواد په هر ګوټ کې لمانځل کیږي، په خوست کې یې هم خلک هر کال په ښه درز کې لمانځي، په دغه ورځ باندې خلک خاصو ځایونو او زیارتونو ته خي او هلته ساتیری او مېلې کوي. په دغه ورځ باندې خلک مشهورو زیارتونو ته ځي او هلته د زیارت جنډې پورته کوي.[2]
په خوست کې ددغو مراسمو د اداء کولو لپاره لومړۍ درجه مرکزونه کوکارک بابا، متون بابا، عاد محمد، ګلزار آقا، زیړی شهید، وزي ګل بابا، .....دي، خو پدې برسیره د کلي پیغلې، نجونې ... د کلیو هدیرو او نورو ګړندیو زیارتونو ته هم ځي. 
مخه نیول: مخه نیول د خوست په ولسونو کې خاص مفهوم لري، که کوم دښمن راپورته شي او د بل دښمن لار ونیسي، نو دې ته مخه نیول وايي. امکان دې ولري چې پدې وخت کې یا  دښمن ووهل شي یا ونیول، یا مرګ او ژوبله ور واړول شي، خو اکثر وختونه مخه نیول د مرګ او ژوبلې سره مل وي.[3]
توده: توده هم په خوست کې یو ډېر پخوانی او لرغونی دود دی، خلک ډیری مسائل د تورې له لارې هم حلوي، د تودې ډول داسې دی چې کله د دوو لورو ترمنځ یوه ګونګه موضوع لکه پټ قتل، پټه غلا، د چا کور ته ور اوښتل.... رامنځته شي، نو پدې صورت کې متضرر شوی لوری په شکمن لوري باندې غږ کوي، چې زړه یی سپین کړي، د زړه د سپین والي لپاره تورن شوی لوری یا ورته قسم کوي او یا ورته توده کوي. توده د خوست په تڼیو کې ډېره مروجه ده، او تاریخي رېښې لري، وریښمین ګل د روښانې کلي اوسیدونکی یو مشهور سړی دی چې تودې باندې کوي. باید یادونه وکړو چې هر څوک تودې نه شي باندې کولای. ما چې ددغه سپین ږیري څخه او یو شمیر نورو مشرانو له خولو اوریدلي، نو توده په یوه خاص ځای کې باندې کیږي، اوبه ورته ګرموي تردې چې د جوش ټکی یې تر سلو هم واوړي، په اوبو باندې توده باندې کوونکی د قرآننکریم آیتونه وايي، تورن کس لومړۍ دوه رکعته نفل لمونځ کوي او بیا د مقابل طرف د زړه سپین والي لپاره په دغو ګرمو اوبو لاس ننباسي، که چیرې ګناه ګار وو، نو لاس یې سوځي، او که چیرې ګناه ګار نه وو، نو لاس یې نه سوځي او سپين راوځي. کله چې وسوځید، نو تورن به متضرر لوري ته د جسارې جبران ورکوي، او هم به شرم په غاړه اخلي، خو که ونه سوځید، نو بیا به متضرر لوری بښنه غواړي او د خپل تور څخه به تیریږي او د تورن د شخصیت اعاده به کوي.
ای توبه: ای توبه د خوست په قومي جوړښتونو کې نه منلو او منکر کیدلو ته وايي. که چیرې کوم چا ( مدعي) پر بل تن ( مدعي علیه) باندې د کوم شي( پیسو، ځمکې، مړي، کنځلو...) دعوه وکړه او مدعي علیه یې له دعوې منکر شي، نو دې ته ای توبه وايي.
د خوست په ولسونو کې دا مشهوره ده چې وايي: احمد په محمود باندې دعوه وکړه، خو هغې ترې ای توبه یو وړه. ای توبه که څه هم اسان کار ندی، مدعي او مدعي علیه د جرګې په وړاندې حاضریږي، نرخیان د یو او بل پوښتنو او ځوابونو ته غوږ نیسي، د نرخیانو سره د خوست د تڼیو په نرخ کې څلور تنه قومي مشران، چې د تڼیو قوم د څلورو ښاخونو څخه استازیتوب کوي او دوه تنه ملایان ددې دپاره ورسره وي،  چې د شریعت مخالف حکم ونکړي، د دعوې په صورت کې مدعي صورت دعوه لیکي او مدعي علیه هغه دفع  کوي، خو کله چې مدعي منکر شي او هیڅ نه مني، نو جرګه هغې ته قسم ور وړي، دمنکریدو په صورت کې منکر لوری مقابل جانب ته لوړه کوي.[4]
په خوست کې ای توبه یا نه منل یو مشهور دود دی، پدې اړه یو مهشور متل هم شته چې:

ای توبه نه لکه لښکر دی
یا داچې:
نه منل نه لکه لښکر دی
یعنې دغه دومره ځواکمن اصل دی چې مدعي علیه چې څه نه منې ، نو کله چې مقابل لوري ته قسم یا توده وکړي، نو ځان یې سپین کړ.
څلی: د پښتنو د قبیلوي جوړښت له مخې نرخ عام قانون دی، نرخ په خوستیو ولسونو کې ډېره معتبره سرچینه ده، خو څلی په نرخ کې داسې مانا ورکوي لکه په اساسي قانون کې یوه ماده. مثلا: که د دوو کورنیو او یا قبیلو ترمنځ داسې جګړه روانه وي چې یو او بل ته په موزچه کې ناست وي. که چېرې د  دوی ترمنځ جګړه وشي، خو په منځ کې یې یوبل څوک چې د هېڅ لوري سرره تړاو ونلري په ډزو ووژل شي، نو د مړي ورثه د پاره څه کول په کار دي؟ د کوم لوري څخه باید غچ واخلي؟ د دواړو لورو څخه؟ او که د یوه لوري څخه؟ او که ځان غلی ونیسي؟
ایا د حل کومه بله لار شته؟
ددې لانجې د حل لپاره د خوست په ولسونو کې د حل لار څلی دی. د څلي مانا دا ده چې د مړي وارثه په یو وار په بیل بیل ډول په دواړو لورو غږ کوي چې زما مړی تاسو کړی او زړه مو سپین کړئ. د مړي وارثه دعوه د مرکچیانو او یا د مصلحینو په حضور کې وړاندې کوي، دواړه لوري د مړي وارثه وو څخه منکر کیږي او ای توبه وړي، نرخیان د نرخ په بنسټ پریکړه کوي او دواړو لورو ته سرونه ور منع کوي( قسمونه ورمنع کوي).
کله چې دواړو لورو ته قسمونه ور راجع شول ، نو د پښتنو په نرخ کې د مړي وارثه وو ته به اووه اووه قسمونه کوي، چې په خوست کې دې ته څلی ویل کیږي. کله چې منکر لوري د مړي وارثه وو ته قسمونه وکړل، نو ځانونه یې سپین کړل او مانا دا چې د مړي له پوره یې ځانونه خلاص کړل.
مخکې داسې دود وو چې که چا به سهواً څوک وواژه نو د مړي پور به یې ورکاوه، د مړي پور دوې نجونې وې چې د مړي وارثه وو ته به یې ورکولې، او وینه به یې ورسره شریکوله چې دې ته هم څلی ویل کیده [5]، خو څرنګه چې دې مسئلې زیات مشلات رامنځته کول او ټولې ناخوالې او مصیبتونه به نجونو ته متوجه وو، نو پدې اساس سره په خوست کې اوس مهال په بدو کې د نجونو ورکولو دود بیخي کمښت موندلای.

 
[1] د تڼیو کلتور او فلکور، ۵۷،۵۸مخونه.
[2] د تڼیو کلتور او فلکور، ۵۹مخ
[3] د تڼیو کلتور او فلکور، ۱۳۵مخ.
[4] هیله، خپلواکه، ناپېیلي،فرهنګي او ټولنیزه دوه میاشتنۍ خپرونه، پنځم کال، لومړۍ ګڼه. ۱۳۸۰، وری، غوايي. ۲۳ـ۲۴مخونه د ذاهد زمان لیکنه، په خوست کې څلي او نرخونه.
[5] هیله، خپلواکه، ناپېیلي، فرهنګي او ټولیزه دوه میاشتنۍ خپرونه، ۲۱ـ۲۳مخونه، پنځم کال، لومړۍ ګڼه، ۱۳۸۰، وری/غوايي