له ماشومانو سره څه ډول چلند وکړو ؟

 
۱ ـــ خپله تصمیم ونیسئ :
   ماشوم او ملګری یې په کوټه کې په لوبو بوخت دي، شور ماشور یې ستاسو د ځور سبب ګرځي، غوره ده چې ووایئ : هلکانو ! خپل تصمیم ونیسئ یا به له شورما شور پرته لوبې کوئ او یا به هم له کوټې څخه بهر کېږئ . که چېرې له پنځو دقیقو وروسته هم شور ماشور دوام درلوده، نو ووایئ : وینم  تاسو خپل تصمیم نیولی، چې له کوټې څخه بهر لاړ شئ . دا جمله تاسو له منفي رول لرلو څخه ژغوري، ځکه هغوی پوهېږي، چې دا د دوی خپل تصمیم و، چې پایله یې دا شوه . په دې ترتیب ماشوم د خپلې کړنې مسؤول دی .
۲ ـــ زه له تاسره مینه لرم، خو دا کار دې نه خوښوم :
   که چېرې غواړئ ماشوم ته مو کوم لفظ ور زده کړئ، نو ښه او بد کار ورته مشخص کړئ، هغه ته ور زده کړئ، چې موږ ښه او بد کار لرو، نه ښه او بد هلک، له دې څخه موخه د مناسبو ښوونیزو چلندونو د قوانینو وضع ده، نه د ماشوم ګواښل . که څه هم د هغه په نامناسب او بېځایه چلند باندې نیوکه کوئ، مګر له هغه سره خپله مینه مه پرې کوئ .
۳ ـــ له تا غواړم، چې ستونزه مې را حل کړې :
  که چېرې ماشوم داسې کوم کار ترسره کوي، چې ستاسو د ځور او خپګان لامل ګرځي، هغه ته ووایئ، چې په ستونزه کې یم . د بېلګې په ډول هغه ته ووایئ : د تلویزیون لوړ غږ زما د سر خوږي سبب ګرځي او له هغه څخه وغواړئ، چې د ستونزې په حل کې له تاسو سره مرسته وکړي، په دې صورت کې چې هغه خپل ځان ستاسو دښمن نه ګڼي، نو ځان اړ ګڼي، چې داسې کار ترسره نه کړي، چې  ستاسو له پاره ستونزې را ولاړې کړي، که چېرې ستاسو خوښۍ او خوشالۍ ته ارزښت ورکړي، نو خپل بد چلند ته به د پای ټکی کېږدي .  
۴ ـــ ستا احساس درک کووم :  
   کله چې ماشوم په غوسه وي، نو داسې جملې کاروي، ترڅو د نورو پام ځانته را واړوي . د بېلګې په ډول، وایي : له تا څخه کرکه لرم، یا ډېر بد یې . دا یوازې هغه جملې دي، چې د هغه ټول ذهن یې ور ډک کړی دی، تاسو کولای شئ، چې له هغه سره مرسته وکړئ، ترڅو مناسبې جملې وکاروي .
۵ ـــ آیا ملګري دې داسې څه ویلي، چې رښتیا نه دي او ته په غوسه شوی یې ؟ :
  بېلابېل کسان، بېلابېلې اړتیاوې لري، تر ډېره د اعتراض په بڼه خپل مور او پلار ته وایي: عدالت مراعات کړئ او منصف واوسئ، دا جملې هغه مهال مطرح کېږي، چې ماشوم غواړي یوه ځانګړې وسیله ورته ترتیب شي، یوازې په دې دلیل، چې ورور ته یې ترتیب شوې ده . باید ماشومانو ته دا ور زده کړو، چې انصاف او عدالت دا دی، هر کس، چې هر څه ته اړتیا ولري باید ورته ترتیب شي . که چېرې تاسو چشمو ته او خور دې بوټونو ته اړتیا لري، نو هر یو به د خپلې اړتیا وړ وسایل اخلي او دا عدالت دی، اړینه نه ده، هغه مهال چې ستاسو خور د غوږ په ناروغۍ اخته وي او له انتي بیوتیکو څخه ګټه اخلي، تاسو هم انتي بیوتیک مصرف کړئ .  
د ماشومانو له پاره نا خوښه جمله:
۱ ـــ له خپل سن سره سم چلند کوه ! کله وخت والدین د خپل ماشوم په چلند باندې نیوکه کوي، ځکه هغه چلند په لویانو باندې بده غېزه کوي، په هغه صورت کې چې د ماشوم چلند د هغه د دنني احساس ښکارندویي کوي، نو والدین دنده لري، چې د ماشوم احساس درک کړي . شپږ کلن ماشوم چې نه پوهېږي څه غواړي او ژاړي، یا څلور کلن ماشوم، چې د موټر په څوکۍ باندې له محدود کېدلو څخه ځورېږي او ژاړي، دواړه د خپل سن په تناسب عمل کوي؛ که څه هم موږ تمه لرو، چې د هغوی چلند مو ونه ځوروي، نو پرځای د دې چې ماشوم ته ووایئ له خپل سن سره سمې کړنې ترسره کړه، ووایئ : داسې ښکاري چې ډېر په غوسه یې، پوهېږم کله چې له دې پېښې سره مخامخ شوې، ډېر خواشینی شوی یې . دا جملې ماشوم ته آرامتیا ور بښي او شرایط ورته د زغم وړ ګرځي .
۲ ـــ ټوکې مې وکړې :
  د ماشوم لاس اچول که څه هم په ظاهره ښه ښکاري، مګر په اصل کې ډېره خرابونکې کړنه ده، کله چې ماشوم په غوسه وي، په هغه پورې خندا کول، د دې لامل کېږي، چې ډېر بد احساس پیدا کړي . تاسو د ماشوم د مور او پلار په توګه دنده لرئ، ترڅو له هغه څخه ملاتړ وکړئ، نه دا چې د هغه د ځور لامل شئ . که چېرې موخه مو دا نه وي، کله چې ماشوم خواشینی وي، نو خوشاله مه اوسئ .
۳ ـــ ولې د هغه په څېر نه یې ؟ :  
   د ماشومانو پرتله کول، هغوی ته دا احساس پیدا کوي، چې په ډېره ټیټه کچه کې قرار لري او دا تګلاره د هغوی د فعالیت مخه نیسي . کله چې ماشوم له نورو څخه ځان ټیټ وګڼي، نو خپله روحیه بایلي او له فعالیت څخه به لاس واخلي . تاسو باید د ماشومانو کمزورتیا او پیاوړتیا ومنئ او هغوی د خپل چلند د اصلاح له پاره وهڅوئ .
۴ ـــ منډې مه وهه که نه نو غورځېږې :
  په ماشوم باندې له بشپړ پام سره سره، د دا ډول جملو کارول، د دې سبب ګرځي چې ماشوم وغورځېږي، ځکه تاسو هغه په دې باندې پوه کوئ، چې په تمه یاستئ، ترڅو هغه په ځمکه را پرېوځي او دا د هغه ماشوم له پاره، چې هڅه کوي خپلواک واوسي ډېر خطر لري. په دې اړه غوره داده، چې ووایئ، چې له منډې وهلو مخکې باید د خپلو بوټونو د مزو له کلکوالي څخه ډاډه شي . په دې صورت کې تاسو د بوټونو له شکل څخه خبرې کړي دي، نه د ماشوم له ناتوانۍ څخه .
۵ ـــ څه مې درته وویل ؟ :
  څه مې درته وویل ؟ ولې هغه پوښتنه کوې، چې په ځواب یې خپله پوهېږې ؟ په تمه یاستئ، چې ماشوم به مو څه ځواب درکوي ؟ کله چې پوښتنه کوئ : خپلې جامې دې په کوم ځای کې وغورځولې ؟ ناوړه خندا کوي او تېرېږي، که چېرې د هغه له دې چلند څخه ځورېدلي یاست، نو ووایئ : له بده مرغه زه اړ یم، چې د درېیم ځل له پاره دا خبره تکرار کړم، چې جامې دې په کوټ بندې کې ځوړندې کړه .
۶ ـــ له تاسره ژمنه کووم چې ....... :
   ماشومانو ته باید نه ژمنه ورکړل او نه هم له هغوی څخه ژمنه واخیستل شي . زموږ اړیکې له خپلو اولادونو سره باید د باور او ډاډ پر بنسټ ټینګې وي .
   کله ناکله مور او پلار د خپلو خبرو د تائید له پاره مجبور دي، چې ژمنه ورکړي، یانې لري او اقرار کوي، چې ژمنه نه ده ورکړل شوې. اعتبار نه لري، د باور وړ نه ده . ژمنې د دې لامل کېږي، چې په ماشومانو کې غیر واقعي غوښتنې را منځته شي . کله چې ماشوم ته ژمنه ورکول کېږي، چې ژو بڼ ته به یې بیایي او ماشوم هغه ژمنه یو کلک تعهد ګڼي او فکر کوي، چې د دې تعهد پر بنسټ، په ژمنه شوې ورځ به نه باران وورېږي، نه به موټر خراب شي او نه به هم خپله ناروغ شي .
  له بلې خوا له ماشومانو څخه نباید ژمنه واخیستل شي، چې په راتلونکې کې ښه چلند ولري، یا خپل بد چلند اصلاح کړي . کله چې ماشوم  نا غوښتل شوې ژمنه ورکوي، هغه ژمنه چې ده پورې تړاو نه لري، په حقیقت کې داسې یو بانکي چک را باسي، چې اصلاً په هغه کې پیسې نه لري، موږ نباید د دا ډول دوکه کوونکو کړنو هڅوونکي واوسو .
   کېدای شي میندې او پلرونه ونه پوهېږي، چې پیغور ورکوونکې او کنایه دارې خبرې، هغه جملې دي، چې متقابل چلند غواړي، ډېری میندي او پلرونه په دې نه دي پوه، چې د رټونکو نظریو په څرګندولو سره، ماشوم هڅوي او د هغه ذهن د غچ له خیالي نقشو څخه ډکوي او په پایله کې د هغه او د ماشوم ترمنځ یې د ارتباطي لارې د تړلو سبب ګرځي .