د امريکا او د ناټو ترمنځ د افغانستان په نوې ستراتيژۍ خبرې

د لوي او بخښوونكي خداي په نامه
پښتون پوسټ ورځپاڼه
سرليكنه (اداريه )
د ناټو مشر راسموسن د امريکا له ولس مشر بارک اوباما سره د افغانستان د نوې ستراتيژۍ په اړه خبرې وکړې او د امريکا د ولس مشر په سپينه ماڼۍ کې دخپلو لوړرتبه چارواکو سره د افغانستان د نوې ستراتېژۍ په اړه مشورې پيل کړي دي راسموسن لندن ته ځي او هلته به د بريتانوي چارواکو سره د افغانستان د نوې ستراتيژۍ په اړه وغږيږي دوى په يو گډ ټکي سره يوځاى شوي دي چې هغه دادى، چې په افغانستان کې جگړه په يواځې توگه نه شي گټلى او د افغانستان جگړه يې د ناټو دپاره گډه جگړه گڼلې ده او اوس په ناټو ټينگار کوي، چې افغانستان ته څلوېښت زره نور سرتېري وليږي، چې د طالبانو سره جگړه وکړي تېره مياشت په افغانستان کې د ناټو او په ځانگړيتوگه د امريکا د ځواکونو د تلفاتو شمېره زياته وه او همدا دليل دى، چې ناټو د امريکا فشار اچوي، چې د افغانستان د نوې ستراتېژۍ لپاره يوڅه وکړي که نا دوى په افغانستان کې له ماتې سره مخ کيدونکي دي که چيرى د دوى په گومان افغانستان ته نور سرتېري وليږي نو جگړه به وگټي دا هغه خبره ده،چې د ناټو ځنې هېوادونه ورسره يوه خوله نه دي خو امريکا د ناټو غړي هېوادونه اړ کوي، چې افغانستان ته خامخا څلوېښت زره سرتېري وليږي او دغه جگړه د دوى په گټه تمامه شي که څه هم د ناټو هېوادونه د ځواکونو د لېږلو په اړه د خپلو هېوادونو د ولس له غبرگون سره مخ دي ايټاليې هم د ناټو له مشر سره خبره شريکه کړې او ترې غوښتنه کړې، چې مونږ غواړو له افغانستان څخه خپل پېنځه سوه سرتېري وباسو خو امريکا او د ناټو مشر په دې خبره ټينگار کوي، چې مونږ به خامخا د افغانستان جگړه گټو که د سرتېرو لېږلو ته اړتيا پېښه شي نو سرتېري به وليږو خو ماتې نه منو.
qadirandewal@yahoo.com
Pakhtoonpost@gmail.com