د خوست پېژندنې لارښود (۱۹ برخه)


اربکی: په خوست کې اربکی یو قومي لښکر دی، دا قومي لښکر د قبیلې ساتنې، یا د قوم د حدودو د ساتنې او یا د غرونو او ځنګلونو د ساتنې په موخه جوړیږي او په دې لښکر کې بې له امتیازه د قبیلې هر سړی برخه لري. محقق بسم الله حقمل د اربکیو په اړه وايي چې: اربکي د اجرائیه قوې د پولیسو حیثیت لري، چې د امیرانو اوامر او فرمانونه تر تطبیق او اجراء لاندې نیسي، اربکي وسله وال سړي دي، چې د قوم تنظیم کوي او هغه پریکړې تطبیقوي چې د قوم له خوا کیږي اوشوي وي.[1]
مرکه، مرکچیان او دهغوی رول: جرګه او مرکه د خوست د ټولو دودونو بنسټ جوړوي، په خوست کې د جرګې پر ځای د مرکې کلمه زیاته استعمالیږي او خلک ډېرې شخړې، لانجې او کړکیچونه، د مړي، ښځې، ځمکې، قومي ویشونو، څړځایونو، غرونو، دښتو، سوداګرۍ او په نورو برخو کې راپېښې شوي او یا پېښیدونکي شخړې او کړکیچونه ددې لارې هواریږي.[2]
د عطايئ صیب په وینا چې: د دوو کسانو یا څو کسانو ترمنځ چې کله شخړه او اختلاف پیدا شي، نو د مرکې په وسیله دغه اختلاف حل کیږي. مرکه په ولسي سویه د قضایي صلاحیت لرونکي مرجع ده. په مرکه کې مرکچي د نرخي په مشوره فیصله صادروي. په مرکه کې د مرکې غړي ته مرکچي ویل کیږي، مرکچي په قبیله کې عموماً د نفوذ خاوند وي او د مرکې غړي ته سپین ږیری یا مشر هم ویل کیږي او په مرکه کې د مرکې غړی کولای شي چې یو ځوان هم ووسي او هغه هم مرکې ته د سپین ږیري په نوم بلل کیږي او مرکچي ورته وايي.
مرکچیان د مرکې په وخت کې مصؤنیت لري او که څوک ورباندې وبلوسیږي، نو هغه به شرم ورکوي. عموماً په مرکه کې هغه خلک غړي کیږي چې د قبیلوي نرخ څخه باخبره وي او تجربه یې زیاته وي. مرکه په خپل سر حکم نه شي کولای بلکې دده په اړخ ناست نرخي څخه به پوښتنه کوي او د هغه مطابق به حکم کوي. په مرکه کې دواړه خواوې خپل دلایل وړاندې کوي او مرکچیان غوږ ورته نیولی وي. په مرکه کې مدعي او مدعي علیه مرکې ته اختیار ورکوي او دواړه لوري به د مرکې پریکړه مني.[3]
ښايي د ځینو لوستونکو سره پوښتنه پیدا وي چې مرکه او جرګه سره څه توپیر لري؟
په ځواب کې باید په لنډ ډول ووایو چې جرګه په ملي، سیمه ییزه او قومي سطحه د لویو مسائلو په د حل په مورد جوړیږي او په دپښتني قبیلو اصلاحي قاموس،  لویو مسائلو کې پریکړې کوي، خو مرکه په کوچنیو مسائلو کې جوړیږي. خو زمونږ په سیمه کې د مرکې او جرګې کلمې یو د بل مترادفې استعمالیږي.
منځګړی او منځګړتوب: منځګړتوب په پښتني ټولنه کې یو غوره اصل دی، کله چې دخلکو ترمنځ د ځینو مسائلو په سر ستونزې راپورته شي او یا ستونزمن مسائل رامنځته شي، نو په منځ کې یې ځینې نور خلک دریم ګړي یا منځګړي ورته ویل کیږي، منځګړتوب کوي، چې دغو کسانو ته منځګړي او ګډون ته یې منځګړتوب ویل کیږي.
عطايي صیب پدې اړه وايي چې: کوم څوک چې د دوو کسانو یا د دوو ډلو ، دوو قبیلو ترمنځ په یوه ټاکلي قضیه کې وساطت کوي هغې ته منځګړی وايي. په لویو پېښو او دعوو کې څوکسه د منځګړو په حیث ټاکل کیږي او هغ تر وساطت وروسته د اجورې حق لري. منځګړی مصؤنیت لري، که چیرې زیان ور ورسیږي، نو تاوان لري او د عزت پرځای کولو لپاره به شرم هم ور کول کیږي.[4]
لکه څرنګه چې د منځګړتوب په مفهوم وپوهیدئ او منځګړي مو وپېژندل، نو ویلی شو چې د خوست په ولسونو کې همېشه په پېښ، او مسائلو کې د دوو ډلو، کسانو، قبیلو، قومونو او کلیو ترمنځ نور بې طرفه خلک منځګړتوب کوي، چې موخه یې مصالحه او د دواړو لورو جوړ جاړی  او روغه وي. دوی له دواړو لورو څخه په مسائلو کې واک اخلي او بیا په عادلانه ډول پریکړه کوي او پریکړه حتماً دواړو لورو ته که څه هم په تاوان وي د منلو بلل کیږي.
میلمه پالنه: خوستوال زیات میلمه پال خلک دي او میلمه پالنه په خوست کې د پخواني او اوسني نسل د طبیعت یو جز دی. که څه هم په پخوا وختونو کې د خوستوالو اقتصادي وضعیت ډېر خراب وو او غریبۍ په ټول ولس سیوری غوړولی وو، خو بیا هم میلمه پالنه د قدر وړ وه او په پ،ره درنښت به یې د میلمه پالنه کوله او هرڅه به یې چې لرل، هغه به یې له میلمه څخه نه سپمول او که څه به یې نلرل، نو د بل ګاونډي څخه به یې را قرض کول او د میلمه به یې پالنه کوله.[5]
ما د مشرانو اوریدلي چې په پخوا وختونو کې په تڼیو کې یو کور ته میلمه ورغلی وو او کوربانه په کور کې د یو غوايي پرته هېڅ  نلرل، نو د میلمه لپاره یې غوايی حلال کړ، او ورته یې کباب کړ.
عطایئ صیب بیا په پښتني ټولنه کې میلمه او میلمه پالنې ته په ډېره درنه سترګه ګوري او وايي چې: میلمه د لوی حق حاوند دی، میلمه د کوربه په کور کې د خاص مصؤنیت لرونکی وي او که چا میلمه ته زیان ور ورسوه، نو دا د کوربه په حق تیری دی او کوربانه د میلمه په حق تیری په ځان او د کورنۍ په غړو تیری بولي او د خپلې کورنۍ د غړي په توګه ورڅخه دفاع کوي. عطايئ صیب زیاتوي چې : په پښتني ټولنه کې میلمه درلودل د عزت نښه ده. میلمه که هر څومره لوی جرم هم کړی وي، خو کله چې د یو چا په کور کې میلمه شو، نو نه یوازې کوربه بلکې د میلمه دښمنان هم څه نه شي ورته ویلی.[6]
ناغه: ناغه په پښتني ولسي کلتور کې نقدي جریمه ده، چې د جرم په مقابل کې په مجرم باندې کېښودل کیږي. په خوست کې د ولسي نرخ له مخې د جرایمو دپاره د ناغې حدود ټاکل کیږي. د ناغې په اړه محقق بسم الله حقمل صیب وايي چې: ناغه نقدي جریمه ده چې، د قومي امیرانو او اربکیو په واسطه د متخلف شخص څخه اخیستل کیږي او چې اندازه یې د کار په اهمیت پورې اړه لري.
په خوست کې په متخلف شخص باندې په مختلفو مواردو کې کېښودل کیږي مثلا: یو څوک د قومي ویالې د تړ په وخت کې او یا د سرکونو او عمومي لارو د بیګار په وخت کې حاضر نه شو، همدارنګه که څوک مال خوشی کړي او د چا فصل او کښت وخوري، نو پدې او دې ته ورته نورو حالتونوکې په متخلف شخص باندې ناغه کېښودل کیږي.
ناوټ یا نوواټ: ناوټ د پښتني له مخې په هغو جنجلي مسائلو کې چې د دوو اړخونو ترمنځ ورباندې دعوه وي او یا د قتل مسائل چې د دواړو لورو په منځ کې خلک د سولې او جوړجاړي په موخه کار کوي، نو د دواړو لورو څخه جرګه د نقدي پول او یا نورو وسائلو څخه کار اخلي، چې دې ته ناواټ ویل کیږي. ناوټ کېښودو موخه دا وي چې په ټاکل شوي وخت کې د قضیې دواړه لوري په سوله او ثبات کې ژوند وکړي او پدې موده کې په یو او بل تیری ونکړي. د ناوټ په اړه محمد ابراهیم عطایئ صیب وايي چې: ناوټ د ناغې په ډول د تاوان مفهوم ورکوي، د نقصان او حسارې د پاره ناوټ استعمالیږي، خو په سپکو پېښو کې تاوان ته ناوټ ویل کیږي.
د ولسي نرخ له مخې واک اخیستل: په عمومي ډول سره واک اخیستل د اختیار مفهوم لري. د خوست په ولسي نرخ کې د واک اخیستل د منځګړو یا جرګې اومرکې صلاحیت دی، ټول هغه مسائل چې په هغو باندې د دوو کسانو، قبیلو، قومونو : کلیو او پلرینو ترمنځ شخړه او دعوه وي، نو پدې ډول مسائلو کې ځینې بې طرفه او سوله غوښتونکي کسان د جرګې او مرکې په شکل د منځګړو په ډول مداخله کوي. ددې دپاره چې هغه موضوع حل کړي، نو د ولسي نرخ له مخې د قضیې د دواړو لورو څخه په اړوند موضوع کې جرګه واک اخلي، ترڅو جرګه فیصله وکړي. کله چې واک واخیستل شو، نو جرګه ددواړو په نفع پریکړه کوي، د واک اخیستو او پریکړې کولو هدف دا وي چې موضوع حل شي او د اړخونو ترمنځ په راتلونکي کې دناوړه پېښو مخه ونیول شي.
 د واک په اړه عطایئ صیب وايي چې: واک چې د اختیار مفهوم لري، نو هر قبیلوي سړی د واک خاوند دی او د واک اخیستو حدود په نرخ کې ټاکل کیږي او د نرخ څخه د باندې د واک څخه د استفادې حق چاته نشته. واک په دوه اړخیز شکل سره مرکې ته ورکول کیږي او د واک مرکې پریکړه نه ماتیږياو دواړو لورو ته د منلو ده.[7]
په سر شړل: دغه دود په خوست کې ډېره تارخي سابقه لري او تر نن پورې مروج دی. څرنګه چې ټول انسانان په یوه شکل او یوه طبقه او یوه فکر ندي، نو په ټولنه کې همیشه د معاملو او مسائلو په سر اختلاف راپورته کیږي، نو کله چې د کوم سړي کور او کلی به چې په کلیوالي او قومي معاملو کې اختلاف راغی او خبره به ناحقه وه، نو د اړوندو خلکو او کلیو به مخالف لوري ته د رضا او قانع کولو ډېره خواري او استدلال کاوه، د نه رضایت په صورت کې به یې مخالف لوری په سر شاړه او په هېڅ ډول غم او ښادیو کې به یې ونډه ورسره نه اخیسته او دې وضعیت به تر هغې دوام کاوه چې مخالف لوري به د مخالفت څخه لاس نه وه اخیستی. نو کله به یې چې د مخالفت څخه لاس واخیست، نو نقدي جریمه یا غوايي او یا پسه به یې په ننواتي ور وړه او د ننواتي وروسته به کلي او قوم دده بښنه او عذر ومانه، بیرته به یې د کلي او قوم په غم او ښادیو کې شریک کاوه.[8]
دغه دود نن ورځ په خوست کې مروج دی، خو باید ووایو چې د پخوا غوندې په قوت ندی پاتې شوی.
په غم او ښادیو کې ګډون: په غم او ښادیو کې ګډون او مرسته د پښتونوالۍ یوه غوره ځانګړنه ده، پښتانه همېشه دپاره یو له بل سره په غم او ښادیو کې ګډون او همکاري کوي. د خوست ولسونو کې هم دغه دود تر ننه پاللی او ساتلی دی. کله چې په کوم کور کې غم پېښ شي، نو نور دوستانډ اشنایان او کلیوال ورسره تر ورځو ورځو پورې غم شریکي کوي، د دوی غم د زړه له اخلاصه غم بولي. د ښادي پالل په خوست کې یو غوره دود دی، ځوانان، مشران، مېرمنې او ماشومان په ډېره مینه او اخلاص سره د یو او بل په وادونو کې ګډون او همکاري کوي، خلک په ډېره مینه او اخلاص سره په اتڼونو کې ورسره برخه اخلي او د واده مراسم ورسره په ښه ډول لمانخي. دغه دود هم پخوا او هم اوس په پوره قوت سره پاتې دی.
آمن ورکول: مظلوم ته د آمن ورکولو دود هم پخوا او هم اوس مهال په خوست کې شتون لري. ددې دود ډول پدې ډول سره دی چې: که چېرې د کوم ظالم څخه مظلوم وتښتي او د چا کور ته پناء یوسي، نو په آمن کې دی. که چېرې کوم قاتل د مقتول د کورنۍ د وژلو له ویرې د چا کور ته پناء یوسي، تر هغې په آمن کې دی چې، څو یې خوندي ځای ته رسولی نه وي او یا یې په مورد قومي فیصله شوي نه وي. همدا ډول که نورو اعمالو لکه غلا.... په اړوند که څوک د چا کور ته پناء یوسي په آمن کې بلل کیږي. دا دود په خوست کې دومره قوي دی، که چېرې په کور کې نرینه نه وي، او پناء د کور ښځې ته یو وړل شي، نوبیا هم په آمن کې بلل کیږي اوڅوک دا جرئت نه کوي چې په آمن کې سړي ته ضرر ورسوي.
که چېرې آمن ورکړل شوی شخص ته ضرر ورسوي، نو بیا د معامله د پناء ورکوونکي کور سره راځي.

 
[1] د تڼیو کلتور او فلکور، ۱۲۸ مخ. 
[2] د تڼیو کلتور او فلکور، ۱۲۸ مخ
[3] دپښتني قبیلو اصلاحي قاموس، ۲۵۰ـ۲۵۱مخونه
[4] دپښتني قبیلو اصلاحي قاموس،۲۶۲، ۲۶۳مخونه.
[5] خوست پېژندنه، ۱۴،۱۵مخونه.
[6] دپښتني قبیلو اصلاحي قاموس،۲۷۱مخ.
[7] دپښتني قبیلو اصلاحي قاموس، ۲۸۶،۲۸۷مخونه
[8]  خوست پېژندنه، ۱۷مخ