دپيسې لوبې

ازاد شعر :
څه عجيبه شاننتې يې
چرته کړې مينه خوره
چرته نفرت خوروې
کله کړې پلار له ځويه
جدا هم ورور له وروره
ډېر وي خواږه دوستان
ته يې کړې جدا ظالمې
په دنيا اور دې بل کړ
هرخوا جنګونه دي اوس
خوکړي قتلوته تيار
څوک هم ځانمرګي کوي
لاس ته راوړ له پاره
دې دبل کور ورانوي
چې بې له تانه ګرزي
څوک يې عزت نه کوي
که وې ماشوم سره هم
نوبس سپيڅلى به وي
داستا ګټو لپاره
وايي دروغ هميشه
ظالمې څه کوي ته ؟
داڅه جادودې کړى
ټولې نخرې کړې جوړې
خوبياهم زړه له تانه
دچاهيڅ نه صبريږي
دعطاالله ومنه
ښه په رښتيا ومنه
لږ په قلارې کينه
ده دادنيا دمينې
دلته کړه مينه خوره
نورمې اسلام لپاره
خطره ته مه جوړيږه
سوال مې ته وخداى  ومنه
نوردرته  عذرکوم
پيسې قلارې کينه
پيسې نور مه وژنه څوک
پيسې کړه مينه خوره
 
جمعه مرام راډيو دنشراتو دفتر سهار 5 بجې اوڅلويښت دقيقې
1388/3/23 نيټه