
له جګړې راوروسته ټولټاکنې :د جګړې په پای، ډيموکراسۍ او د بې وسلې کولو په پروسه کې يې رول
سريزه
ټولټاکنې که د سولې تړون
څه بايد وکړو ، چې ټاکنې مو بې پرې او بريالۍ وي ؟
په ټولټاکنو کې د لويديځو هيوادونو پراخه لاسوهنې
د ټولټاکنو پايلې درک کول او منل
د د ټولټاکنو د کميسون ناپيلتوب په جګړه کې دمنځګړتوب حيثيت لري
د هيواد شموله ګوندونو رامنځ ته کول
د سياسي ګوندونو اړيکې له پوځ سره
پايله
که څه هم دا به سمه نه وي که موږ افغانستان له جګړي رواتلې (post-war country) هيواد معرفی کړو، په افغانستان کې لا جګړه روانه ده او حالات ورځ تر بلې بدتريږي، که له يوې خوا دوامدارې جکړې د افغان ولس ورځنی ژ وند له کړاونو سره مخامخ کړی له بلې خوا په دغه هيواد کې غربت، اداري فساد او په حکومت کې د مافيا پراخه شتون دغه هيواد نور هم دبدمرغيو خوا ته بيآيي . دا چې په هيواد کې تازه ټولټاکنې ترسره شوي او پا يلو ته يې هېواد وال شيبې شماري ، خو بهرنيان لاهم په دې اړه دوه زړي دي او دټولټاکنو پايلې په مختلفو پلمو د شکاياتو دکميسون له لارې ځنډوي . په دې مقاله کې هڅه کوو ، چې څنګه ټولټاکنو يو شمير هيوادونو ته سوله وربښلې ده . زه به هڅه وکړم د هغو هيوادونو بيلګې هم وړاندې کړم چې دافغانستان په څير له جګړو څخه تازه راوتلي او خپلې ټولې ستونزې يې د ټولټاکنو او ډيموکراسۍ له لاری حل کړي. همدارنګه به په هغو ټولټاکنو هم رڼا واچوم چې کړکيچونه يې رامنځ ته کړي ،او ډيرې بدې پايلې يې لرلي په دې به هم وغږيږو ، چې څرنګه کولای شو، ټولټاکنې د سولې د ټينګښت لپاره ديوې وسيلې په توګه وکاروو .
ټولټاکنې د ډموکراسۍ د ملا د تير حيثيت لري، ټولټاکنو ډير کرته د کړکيچونو په مخنيو کې مهم رول لوبولی ، ځکه چې ټولټاکنې يو حکومت ته مشروعيت ورکوي، او خلک په خپله خوښه د خپل هيواد برخليک ټاکي ، او خپله خلک د هيواد د پرمختګ لپاره پاليسي جوړوي ، له کړکيچونو دهيواد د ژغورلو لارې چارې لټوي .
په ځينو هيوادونو کې کله چې حکومتونه غواړي خپلو مستبدو نظامونو ته مشروعيت ورکړي ، د ټولپوښتنې ( ريفرنډم ) له وسيلې هم کار اخلي . که څه هم ټولپوښتنې دټولټاکنو په څير بريالۍ نه وي مګر يو نظام ته دمشروعيت ورکولو يوه وسيله ده ، د منځني اسيا يو شمير حکومتونه له دغه نسخې کار اخلي . همدارنګه په زمبابوي کې د رابرټ موګابی حکومت او په مصر کې د حسني مبارک ټولټاکنې که هر څنګه دي خو په هيواد کې دسولې په ټينګښت کې اغيزمنې ثابتې شوي دي .
هغه هيوادونه چې له جګړي تازه راوتلي وي هڅه کوي د ديموکراسۍ له لارې خپل حکومتونه جوړ کړي .دا چې په نړۍ کې ګڼ شمير کړکيچونه واک ته د رسيدو په موخه رامنځ ته کيږي ، يوازې بې پرې او عادلانه ټولټاکنې کولای شي ددغه کړکيچونو په حل کې مرسته وکړي ، همدا لامل دې چې ځينې پوهانو بې پرې او عادلانه ټولټاکنوته دسولې دتړونونو نوم ورکوي ، ځکه له همدغه لارې په ډيرو هيوادونو کې سوله ټينګه شوې ده .خو که ټولټاکنې ازادې بی پرې او عادلانه نه وي بيآ ان چې څومره د سولې په راوستلو کې مهمه ونډه لري همدارنګه يو شمير ستر کړکيچونه هم رامنځ ته کوي.
چې دايران ټولټاکنې د دې لپاره ښه بيلګه ګڼلی شو . که بهرنيان د افغانستان په اړه خپل نيت پاک نه کړي نو دلته هم هر څه پېښيدلی شي .
له جګړې څخه تازه را وتلي هيوادونو کې ټولټاکنو ته د سولې د تړون په سترګه کتل کيږي
ټولټاکنې په خپله يوه کړکيچنه پروسه ده ، ځکه په دغه پروسه کې هره ډله هڅه کوي ځان لپاره لوړ مقام خپل کړي، او د هيواد واګي په لاس کې واخلي، که کانديدان په دغه پروسه کې په دقت سره قدم وانخلي نو پروسه دکړکيچ خواته تللې شي . که موږ وګورو دټولټاکنو په بهير کې ډير کرته هغه کړۍ چې استبداد او تشدد له لارې غواړي ځان موقف ته ورسوي تل هڅه کوي ، خپل سياسي سيآلان وګواښوي هغوی په مختلفو نومونو ياد کړي حتی دې ته يې مجبور کړي له سيالۍ لاس واخلي . دغه ډلې مدني او ډيموکراټيکو اصول ته ژمن نه دي دوی تل داهڅه کوي که له هرې لارې وي بايد په قدرت کې پاتې شي.
خو که له ډيموکراسۍ دنيکمرغه ژوند هيله لرو ، بايد د ډيموکراسۍ دغه اصل ته چې ټولټاکنې دي په درنه سترګه وکتل شي او ورته د عادلانه ترسره کيدو زمينه برابره شي .
هغه ميکانيزم چې د سياسي سياليو لپاره په ډيموکراټيکو نظامونو کې شته هغه په ټولټاکنو د بيلابيلو ګوندونو ګډون دې، او د ټاکنو سيستم او ميکانيزم بايد داسې جوړ کړل شي چې د کړکيچ د مخنيوی لپاره پکې وړاندو ينې شوي وي ترڅو دغه سيالۍ په سوله ييزه فضا کې ترسره شي ، که څه هم دا ډير سخت کار دې، ځکه چې په ټاکنو کې درغلي ځينې وخت د دې لامل کيږي چې سياسي ګوندونه تشدد ته مخه کړي، او کړکيچ رامنځ ته کړي ، چې داهر څه شونې دي ځکه هر ډله په داسې يو حالت کې خپلې ګټې سنجوي .
ډيموکراسي هغه مهال قوي کيدلای شي چې ټولټاکنې په ارامه او له تشدد پرته فضا کې ترسره شي او دا هغه مهال شونې ده ، چې دټولټاکنو لپاره يو قانوني ميتود او سيستم موجود وي ، ترڅو هيڅ سياسي ګوند او ياکانديد په ټاکنو کې د کړکېچ او يا د تشدد په اړه فکر هم ونه کړي.
که موږ د ۱۹۹۰ کلونو راهيسې د سهيلي افريقا يو شمير هيوادونو د ډيکټاټورشيپ او يا د لږه کيو د حکومت کولو څخه ګوندي ډموکراسۍ ته د اوښتلو پروسې ته پام وکړو، دغه هيوادونو د ډموکرا سۍ له لارې خپل هيوادونه له کړکيچونو خلاص کړي ، که له يوې خوا ډموکرا سۍ د سهيلي افريقا سيمي ته سوله وروبښله ، په دغه سيمه کې يې کورنۍ جګړې او کړکيچونو ته د پای ټکې هم کيښود خو يو شمير نور هيوادونه بيا د دموکراسۍ او ټولټاکنو څخه بدې خاطري لري.
راځئ دلته په دې وغږيږو چې له جګړی څخه وروسته هيوادونو څنګه کولای شي د ټولټاکنو وخت، ميکانيزم، سياسي ګوندونه او د نړيوالې ټولنې رول او ټول هغه څه چې ټولټاکنو سره تړاو لري ته په کتو خپل راتلونکې وټاکي . په داسې يو حالت کې ولس د دوو لارو يوه يې بايد غوره کړي ، د ولس لنډ مهالي ګټي او يا اوږد مهاله ګټې ،خو يادونه کوم چې ولس که لنډمهالي ګټي په پام کې ونيسي او له اوږد مهالو ګټو يې قرباني کړي نو په دغه هيوادونو کې يواځي لنډ مهاله سوله راتلای شي او بس، کړکيچونه په خپل ځای پاتی کيږي . که اوږد مهالو ګټو په فکر کې شي دلته هم ستونزې شته خو که يو هيواد چې له جګړې تازه راوتلې وی دابه سخته وي چې د هر رنګ مصلحتونو څخه تير شي او د يوې تل پاتې سولې په هڅه کې شي. چې د ولس لپاره به يو سخت ازمون وي .
هر هغه ټولنه چې له جګړې تازه راوتلي وي او يا په جګړه کې ښکيل وي له ډيموکراسۍ سره بلدتيا ونه لري ، د ټولټاکنو په ارزښت هم نه پوهيږي . په دغه ټولنه کې ټولټاکنې د دې پر ځای چې سوله راوړي کړکيچونه زيږوي.
خو که دغه ټولټاکنې په عادلانه توګه ترسره شي نو موږ بيا خپلو موخو ته چې په هيواد کې دسولې راوستل دي ، په اسانې سره رسيدلې شو ،لکه په نايميبيا کې د ۱۹۸۹ز کال ټولټاکنې همدارنګه د El Salvador او د ۱۹۹۴ ز Mozambique کې ۱۹۹۴ ز ټولټاکنې چې د دغه دهيواد په ثبات او د کړکيچونو په حلولو کې ډير مهم رول درلود ، ياد شوو هيوادونو د ټولټاکنو له لاری وکولای شول چې خپلو هيوادونو ته سوله راولي، خو بل لورته په نورو هيوادونو کې لکه انګولا کې د۱۹۹۲ ز ټولټاکنې چې د Bicesse د سولې د تړون له لاری تر سره شوې ، او يا د لايبيريا د ۱۹۹۷ ز ټولټاکنو د دې پر ځای چې ستونزی له منځه يوسي ، نورې ستونزې يې هم وزيږولې . همدارنګه په Haiti کې د ۱۹۹۵ ز پارلماني او ولسمشريزو ټاکنو په لومړي ځل په دغه هيواد کې د قدرت بدلون رامنځ ته کړ ، په کمبوډيا کې د ملګرو ملتونو په مرسته په ۱۹۹۳ ز ټولټاکنو کې کړکيچ رامنځ ته شو او هغه ګوند چې ټولټاکنې يې بايللې وې د زور له لارې يې بيرته واک ترلاسه کړو. له جګړې څخه راوتلې هيواد بوسنيا کې د ډايټون د تړون له لاری ټولټاکنې وشوی او وطنپاله ګوند وکولای شول چې د هيواد واګی په لاس کې واخلي، همدارنګه د کوسوو او ختيځ تيمور هيوادونو هم و کولای شول چې د ټولټاکنو له لاری خپل کړکيچونه حل او سياسي پرمختګونه يې تر لاسه کړل، په لايبريا کې د ۲۰۰۵ز ټولټاکنو و کولای شول چې دغه هيواد د کورنۍ جګړی څخه را اوباسي او د ثبات په لور يې روان کړي .
موږ ورته تجربه په افغانستان کې هم وليدله د تيرو ټولټاکنو پرمهال ولس په ډيره مينه په ټولټاکنو کې ونډه واخيستله ، ولس هيله لرله چې له درې لسيزو جګړو وروسته به ټولټاکنې دوی ته هم د ياد شوو هيوادونو په څير سوله راولي .
که څه هم تيرې ټولټاکنې په سوله ييزه توګه ترسره شوې ولس په کې ګډون وکړ ، خو حکومت ونشو کړلای چې له دې موقع څخه په استفادې هيواد ته سوله راولي، دلته يواځې لنډ مهاله مصلحتونه داوږد مهاله ګټو څخه قرباني شول، او همدا لامل دې چې دلته د ټولټاکنو ونډه چې د سولې په جوړښت کې لري په بريالۍ توګه پرمخ لا نه ړه ، او کړکيچونو لاپسې زيات شول .
يوه مهمه پوښتنه چې ټول هغه هيوادونه چې له جګړې څخه تازه راوتلي وي څنګه کولای شي چې د ډيموکراټيکو لارو چارو خپل هيواد ته سوله راولي ؟
لومړی يو شمير خنډونه ته چې د ټولټاکنو پر وړاندې پر اته دي او ټولټاکنې تر خپل اغيز لاندې راولي اشاره کوو .
لومړی : د جګړې څخه وروسته هيوادونو لپاره دا ډيره سخته ده چې په لومړي ځل په هيواد کې ازادې ، بې پرې او عادلانه ټولټاکنې ترسره کړي، او لاملونه دا دي.
ـ ولس چې جګړو ځپلې د ډموکراسۍ په پوره مفهوم او مانا نه پوهيږي، او نشي کولای ، خپله رايه په هغه طر يقه چې لازمه ده وکاروي .
ـ د ټولټاکنو د کميسون د غړو د کاري تجربو کموالې او نا اشنايې بل لامل دې چې يو هيواد نوی له جګړی راوتلې وي او ټولټاکنې دې د ډيموکراسۍ له اصولو سره سمی ترسره کړي.
ـ امنيتي ستونز يو بل لامل دې چې ټولټاکنې له ګواښ سره مخ کوي، او هغه ټولټاکني د ډيموکراسۍ د اصولو مخالفي دي چې په يوه سيمه ،ايالت او يا کوم کلې په کې خپله رايه ونه کاروي. همدارنګه نا امني د دواړو غاړو رايه ورکوونکو او کانديدانو لپاره له ګواښ دې ځکه يو لوری رايه نه شوي ورکولې او دويم لوری کمپاين نه شي کولای .
ـ په هيواد کې دجنګي ډلو شتون . ځکه همدغه ډلې ولس ګواښوي چې د دوی په ګټه خپلې رايه وکاروي
ـ نژادي، سياسي او مذهبي کړۍ هم غواړي چې واک ته د رسيدو لپاره له هر رنګه لارو چارو ګټه پورته کړي ، او نژادي، مذهبي او سياسي کړکيچونه رامنځ ته کړي او له دې لارې د ټولټاکنو بهير له ستونزو سره مخامخ کړي. او هر يو يې بيلا بيلې هڅې کوي چې د غير ډيموکراټيکو لارو واک ته ځان ورسوي.
چې دا وروستی يې تر ټولو جدي ګواښ رامنځ ته کوي ، او حتی هيواد هم د خپل منځي اوږدي جګړي په لور سوق کوي. چې له بدمرغه ځينې افغاني سياسي ډلې هم په سيآسي مبارزو کې له دغه نژادي او مذهبي توپيرونو په خپله ګټه کار اخلي سره ددې چې عام ولس په دې برخه کې دغه توپيرونه نه پيژني .
څه بايد وشي چې ټولټاکنې په سمه تو ګه ترسره شي او ټولو سيالو ډلو ته د منلو وړوي؟
لومړی :که چيرې موږ د اوږد مهالې سولې په فکر کې شو نو بايد لومړی يو ائتلافي حکومت جوړ کړو چې سيالو ډلو ته هم په کې برخه ورکړو ، په دې مانا چې ګټونکې ګوند يا شخص دې ټول حکومت له خپل ګوند څخه نه جوړ وي ، بلکه هغو ډلو ته دې هم برخه ورکول شي چې د ناراضيت په وخت کې کړکېچونه رامنځ ته کولای شي خو د يادولو وړده چې دا برخه بايد دومره نه وي چې د ولس هيلې او رايې بې مانا پاتي شي. بلکه يو ملي او ائتلافي حکومت دې جوړ کړای شي چې هم ولس ته د منلو وړوي او هم هيواد له اوږد مهالې سولې په لور روان کړي.
د بيلګی په توګه ، که په يوه هيوادکې په کورنيو جګړو کې ښکېلې ښواوې وغواړي چې د ټولټاکنو له لارې دسولې په پروسه کې ورګډ شي ،ښه به داوي له لومړيو ټولټاکنو وروسته يو ائتلافي حکومت جوړ کړي شي ددې پآيله به دا وي چې سيالې ډلې به په سياسي پروسه کې شاملې شي او د سياست سره به اشنا شي .دغه مهال بيا دوی خپلې ګټي د کړکېچونو له لاری نه غواړي بلکه دوی بيا په ملي او سياسي اشخاصو بدليږي ، چې دا ديو هيواد د اوږمهالې سولې لپاره اړينه ده .
خو متاسفانه په افغانستان کې د نړيوالو د لاسوهنو او فشارونو له امله دا پروسه نشی بريالۍ کېدلی ، ځکه يو شمير اغيزمن اشخاص لا اوس هم د نړيوالې ټولنې سره په تور لست کې دې.
دوهم : له جګړی وروسته د ټولټاکنو له لار ې يو شرعي حکومت جوړول ، چې ټولو قومونو ته په کې د خپلو حقوقو مطابق سهم ورکړل شوی وي. اداري فساد له منځه يوسي او قانون په هر ځای کې حاکم وي. د ټول هيواد نمايند ګي وکړي او د هر چا وي .
په ټولټاکنو کې د لويديځو هيوادونو پراخه لاسوهنې :
د امريکا په شمول يو شمير لويديځ هيوادونه کوښښ کوي چې په هغه هيواد کې چې له کړکيچه نوی راوتلې وي د خپلې خوښې حکومت جوړ کړي . د ټولټاکنو پر مهال د څارنې ټيمونه دغه هيوادونو ته استوي . همدغه ډلې بيا هلته خپل کارونه ترسره کوي . امريکا ورته کار په عراق او افغانستان کې هم وکړلو او هغه اشخاص او ډلې يې واک ته ورسولې چې د دوی په زړه وې ، دوی خپلې مخالفې ډلې يې په يوه او بل نامه له ټولټاکنو څخه وباسي چې دا هم د کړکيچ د رامنځ ته کيدو يو بل لامل دې. راځي چې د بوسنيا ټولټاکنو ته ځير شوو په بوسنياکې ولس د ډياټون له تړون وروسته سخت دريځه ملتپالو ته رايې ورکړي چې لويديځ يې مخالفت وکړو او له همدې امله په دغه هيواد کې ټولټاکنې په ۱۹۹۶- ۱۹۹۸- ۲۰۰۰- ۲۰۰۲ ز کلونو کې پرله پسي ترسره شوی خو لويد يځ تل هڅه کړې چې په بوسنيا کې دې يو موډريټ او د لويديځ پلوی حکومت رامنځ ته شي بله بيلګه يې په فلسطين کې د حماس غورځنګ په ټولټاکنو کې برياليتوب و، فلسطيني ولس د ازادو او ډيموکراټيکو لارو د حماس غورځنګ ته رايه ورکړه خو امريکا او لويديځو هيوادونو د حماس بريا يو ګواښ وګڼلو او هغه يې يو تروريستي سازمان معرفي کړو، او خپلي ټولې اړيکې يې ورسره پرې کړې .
همدا اوس ورته لوبه په افغانستان کې تکراريږي . افغانانو په ډيرو سختو شرايطو کې د ولسمشر د ټاکنې لپاره رايه ورکړه دوی له ګوتو غوڅولو دمر ګ له ګواښوونو ونه ويريدل د رای اچونې صندوفونو ته لاړل او رايه يې ورکړه . خو لويديځ دخپلو شومو اهدافو ته د رسيدو په موخه د ټولټاکنو پايلې ګډوډې کړي . ولس خاموشه دی . هيڅ نه پوهيږي چې په سر نوشت يې بهرنيان څنګه لوبي کوي . رايه دوی ورکړې ولې دپايلو په اړه يې بهرنيان تصميم نيسي .
نو له دې څخه معلوميږي چې که په ټولټاکنو کې لاسوهنې وشي، ازادې او عادلانه نه وي او د خلکو رايو ته احترام ونشي نو دغه رنګه ټولټاکنې بيا د سولې تړونونه نه بلکه د کړکيچونو د زيږولو يوه لوبه ده ، چې د جګړی څخه نوي راوتلو هيوادونه لکه افغانستان د نژادي او مذهبي کړکيچونو ته اور ته ورغورځوي.
که نړيواله ټولنه او لويديځو هيوادونه له جګړې په تازه راوتلو هيوادونو کې سوله غواړي نو په هغه هيواد کې دې د ولس رايو ته احترام وکړي او د ولس پريکړه دې ومني .
د ټولټاکنو پايلې درک کول او منل :
د جګړی څخه وروسته هيوادونو کې بله ستونزه د ټولټاکنو د پايلو منل او د ولس رايو ته احترام کول دي، که ټولټاکنې مشکوکې وي په دې مانا چې د ټولټاکنو پر پايلو بايدله ټاکنو دمخه قضاوت ونه شي يانې که دوی دعوا کوي چې په کمپاينونو کې خو ورسره ډير ولس ګډون کولو نو د هغوي رايې څه شوی او يا ورسره وعدې شوی وې چې رايه به د نوموړي په ګټه کاروی هغه څه شوې ، او بيا پايلې ونه منې نو دا هم کړکېچ رامنځ ته کوی. بايد موږ په ټولټاکنو کې چې څرنګه يې اوصول دې هماغسي چلند وکړو نو کولای شو دغه ټولټاکنو له لاری خپل هيواد ته دايمي سوله راولو. او په دې عقیده ولرو چې بریا او ناکامي د ټولټاکنو یوه برخه ده ،که کوم ګوند په لومړیو ټولټاکنو کې ناکامه شي نو باید د راتلونکو نورو ټولټاکنو د ګټلو په هیله شي او مبارزه ورته پيل کړي، یاني مبارزه یی باید لنډ مهالي نه وي .
د بيلګی په توګه د کمبوډيا په هيواد کې چې کله د ۱۹۹۳ ز کال ټولټاکنې د ملګري ملتونو په مرسته ترسره شوی او پايله اعلان شوه نو د کمبوډيا د خلکو ګوند د ټولټاکنو پايلې ونه منلې ، خبره تر دې ورسيده چې په يوه هيواد کې دوه لومړي وزيران راشي ، او يو ايتلافي حکومت جوړ کړي چې په پايله کې د کمبوډيا د خلکو ګوند د خپل سيال لومړي وزير باند بريد وکړو له ګواښه يې لرې کړو او حکومت واګی يې په خپل لاس کې واخيستلې . چې دارنګه پايلې په سوله اغيز کوي ، او هيواد د کورنۍ جګړی په لور روانه وي.
همدارنګه په تيرو مياشتو کې په لبنان کې ټولټاکنې ترسره شوې په دغه هيوادکې ترټولو غښتلې ډلې حزب الله له ټاکنو دمخه اټکل کاوه چې ټولټاکنې به ګټي خو کله چې پايلي اعلان شوې خبره د ټکل برعکس شوه، د دغه هيواد دپخواني وژل شوي لومړي وزير رفيق الحريري زوي سعدالحريري دغه ټاکنې وګټلي حزب الله هم دغه پآيلې ومنلې همغه وو چې په لبنان کې هيڅ راز ستونزه رامنځ ته نه شوه .
ایران یی بله ښه بیلګه ده ، په ایران کې د احمدي نژاد اوحسین موسوي ترمنځ په ټولټاکنو کې سخته سیالي وشوه ، چې خلکو اټکل کولو چی د احمدي نژاد سیال حسین موسوي به ټولټاکنې وګټي خو پایله برعکس شوه ، چې د موسوي ملاتړو ته د منلو وړه نه وه ،لاریونو ترسره شول او د یو شمیر خلکو د مرګ او ژوبلی لامل شو .
د نړيوالې ټولنې هغه هڅي چې د وسله وال کړکېچونو مخه ونېسي او خپلې هڅی د سولې لپاره ګړندۍ کړي د يو شمير لاس ته راوړنو او ګواښونو سره مخ شوي. او دا ځکه کله چې تشدد او کړکېچونه ختم شي نو د يوي اغيزمنې ټولني بيرته رامنځ ته کول ډير سخت کاردې. که څه هم د کړکېچونو ختميدل د اور بند له لاری او يا د سولې د تړونونو له لاری يو اسان کار دې خو دغه تړونونه د دې مانا نه ورکوي چې جګړه پای ته ورسيده بلکه د اوربند او د سولې د تړونونو وروسته پړاو تر ټول سخت وي ، او دا پړاو د اوربند او يا د سولې د تړونونو ساتنه او څارنه ده ، دویم دا تړونونه باید څنګه وشي ، او څنګه په کې باید حقوقي اوصول مراعات شي.
د کړکېچ ډکو هيوادونو سره مرسته کول چې دکړکېچ څخه خلاص شي د نړيوالي ټولنې لپاره يو جدي ګواښ دې، ځکه کړکېچ په ميلونونو وګړي د اقتصادي او فزيکي پلوه اغيزمن کوي او دا ډيرو هڅو او وخت ته اړتيا لري.
له جګړې تازه راوتلو هيوادونو کې د د ټولټاکنو د کميسون ناپيلتوب په جګړه کې دمنځګړتوب حيثيت لري :
بله معما چې جګړې تازه راوتلي هيوادونه يې له ګواښ سره مخ کړي دې هغه د ټولټاکنو د کميسون خپلواکې ده ، که دغه کميسون خپلواکه نه وي بیا دا په خپله هم د کړکېچ د رامنځ ته کوليدو سرچینه وي . ځکه دوی د منځګړی رول لوبوي او منځګړی بايد بې پرې وي او دکوم لوري طرف واقع نه شي .
کله چې له جګړی وروسته ټولټاکنو ته يو شمير پوهانو د سولې د تړونونو نوم ور کوي، دا ځکه چې په دغه هيواد شته ډلې غواړ ي چې ترمنځ دې يې يو څوک منځګرتوب وکړي او د ولس پريکړه دې دوی ته واوروي او دا منځګړی د ټولټاکنو يو خپلواک کميسون دی ، دغه کميسون دنده لري چې د خلکو رايې د هر کاندېد يا ګوند په اړه راټولې کړي او بيا هغه چاته د هيواد چاری ور وسپاري چې ولس يې غواړي. لکه څرنګه چې په سوله کې بې پرې منځګړتوب اهميت لري همدارنګه په ټولټاکنو کې کميسون هم ځانګړی اهميت لري،که په سوله کې منځګړی بی پرې نه وي او د کوم ګوند په ګټه کار کوي نو هلته بيا سوله ناشوني وي او نور کړکېچونه زيږوي که همدارنګه په ټولټاکنو کې کميسون خپلواک او ناپييلې نه وي نو هغه ټولټاکنې بيا هيڅ مشروعيت نه لري او د ګوندونو ترمنځ لاپسي کړکېچونه زياتوي.
دلته يو شمير موډلونه دي چې په هغو هيوادونو کې چې له جګړو څخه تازه راوتلي دي او کميسونونه پکې ياخو د دولت په واک کې پاتې شوي چې زياتره يې د کورنيو چارو وزارت ، يا خو د شکاياتود اوريدلو کميسون، يا خو د مالېی د اخيستلو په چوکاټ کې جوړ شوي دوی د ټولټاکنو ټولې چارې په خپله مخ پر وړاندې وړي . او په يو شمير نورو هيوادونو کې بيا د هرو ټولټاکنو لپاره نوي نوي کميسونونه جوړيږي او بيا په يو شمير نورو کې د ټولټاکنو د کمیسون چارې د ملګري ملتونو لخوا پرمخ ځي، لکه د کمبوډيا هيواد کې د ۱۹۹۳ ز کال او د ختيځ تيمور ۲۰۰۱ ز کال په ټولټاکنو کميسونونو چاری د ملګرو ملتونو لخوا پر مخ ولاړې.
خو اغيزمن کميسونونه هغه دې چې هيڅ کوم ارګان يا وزارت پوری اړوند نه وي، خو دلته يوه ستونزه چې ورسره دغه کميسونونه بيا مخ کيږي هغه د دوی بودېجه ده ، چې دوی به د مالي پلوه چاپوری تړلې وي ، او مالي سرچينه به يې له کوم ځايه وي . خو په نړی کې دغه کميسونونه ياخو له دولت څخه مالي مرسته اخلې خو بيا خپله خپلواکې هم ساتی او يا يو غير انتفاعي مرکزونه دي چې له نور مشروعو لارو يې پيداکوي.
په يوشمير نورو هيوادونو کې بيا د ټولټاکنو د کميسون غړي ، قاضيان او يا کوم حکومتي کار کونکي نه وي ، بلکه دوی په خپله د سياسي ګوندونو غړي وي خو دوی بيا دلته بی پريتوب غوره کوي ، چې دغه تجربه په لاتينې امريکا کې هم کارول شوی وه ، او دا هغه مهال کيږي کله چې سياسي ګوندونه په کميسون باندې مشکوک شي چې دابه دکوم ګوند په ګټه کار کوي. خو دغه تجربه بيا په Haiti کې د کړکېچونو سره مخامخ شوی وه په دغه هيواد کې د ولاياتي شورا د ټاکنو لپاره له ګوندونو څخه يو کميسون جوړ شوی و چې بيا د ټولټاکنو په وخت د دوی ترمنځ ناباوري رامنځ ته شوه او هر يو يې د خپل ګوند په ګټه کار پيل کړو چې د ټولټاکنو پايله بيا کړکېچ ته واوښتلې.
همدارنګه ورته پيښه د اندونيزيا په هيواد کې هم رامنځ ته شوه ، په دغه هيواد کې د انتقالي دوری څخه د اوښتلو لپاره د ټولټاکنو د کميسون غړي ټول د ګوندونو نماينده ګان و چې په ټولېزه توګه ۵۳ کسان و چې د هر ګوند نماينده ګانو په کې برخه لرله ، خو د ټولټاکنو پر مهال دوی سره وويشل شول ا و ټولټاکنې ګډی وډې شوې چې بيا وروسته يې يو ناپييلې کميسون له يولس تنو څخه جوړ کړو چې په دې کې ورسره نادولتي نمايندګان هم ول او ټولټاکنې په سوله يېزه توګه ترسره شوی.
و شمير نور هيوادونه لکه هندوستان دې کميسون ته ازاد ملکې خلک غوره کوی، چې تر اوسه پوری يې خپله خپلواکي ساتلې ده ، دوی هيڅکله هم د کوم ګوند يا شخص په ګټه کار نه کوي او د هيڅ کوم ګوند پوری هم تړاو نه لري. ملګرو ملتونو دغه موډل هم خوښ کړی او هر هغه هيواد کې چې ورته اړتياوي دوی يې هلته جوړوي ، لکه ختيځ تيمور، نايمبيا افغانستان کې ملګرو ملتونو دغه کميسونونه ازاد او ناپييلې جوړ کړل.
د هيواد شموله ګوندونو رامنځ ته کول :
يوه بله غټه ستونزه چې د جګړی څخه وروسته هيوادونه ورسره مخ کيږي هغه د يو ملي او سياسي ګوندونو رامنځ ته کول دي ، پوهان په يو هيواد کې چې له جګړي تازه راوتلې وي د ملي سياسي ګوندونو جوړول ډير اړين بولي ، چې دغه ګوندونه بايد د سياست پوهانو ، عالمانو او سکالرانو څخه جوړ وي . دابه نه يواځي ډموکراسۍ ته وده ورکړي ،يو ښه قانوني حکومت به رامنځ ته کړي ، ښي ستراتيژۍ به جوړي کړي ،خپل ولس به سره يو کړي، ملي اشخاص به رامنځ ته کړي بلکه دوی به و کولای شي چې د کړکېچونو مخنيوی وکړي او د تل لپاره ورته د حل لاری چاری ولټوي.
نو زما په اند په هغه هيوادونو کې چې نوي له جګړو څخه راوتلي وي ورته اړينه ده چې سياسي ګوندونه جوړ کړي او په هيواد کې هر مبارزه د ګوندي لار وڅخه ترسره کړي. خپل ځان ته تګلاره او موخی وټاکي چې بيا خپلو موخو ته د رسيدلو لپاره د ولس ملاتړ ته اړتيا لري چې دوی بيا ولس ته مراجعه کوي ، ولس سره کښينې او د ولس اوري ، ولس بيا په خپل وار دوی ته د خپلو ريښتينو استازو په سترګه وګوري او هر رنګه همکاري ورسره کوي. نو که دا پروسه بريالۍ شي نو د سولې جوړښت بيا هيڅ ستونزمن کار نه دی.
خو د ګوندونو جوړول بيا هم يو بل ګواښ سره مخامخ کيږي ، هغه دا چې هغه جګړه مارې ډلې چې د جګړی پر مهال يې د خپلو ګټو د خوندېتب په خاطر خلک وژل ،کورونه يې ورانول او همداسي نور جرمونه يې کول نو څنګه به موږ و کولای شو چې له دوی څخه سياسي ډلې جوړی کړو ،يانې له جګړی څخه سياست ته اوښتلو پروسه هم ډیره ستونزمنه ده ، او دا ډير وخت نېسي چې دوی دې سياست باندې پوه شي او ګوندي مبارزې سره دې اشنا شي . دويمه ستونزه بيا دغه ګوندونه کوښښ کوي چې ژبنې ، مذهبي او قومي تعصبونو ته لمن ووهي او له دې لاری ځانونه په نا مشروع ډول واک ته ورسوي ، دا ځکه د دوی يواځينې موخه واک ترلاسه کول وي ، دوی خدمت ته زړه نه ښه کوي ،دوی کوښښ کوي چې په هره مشروع او نامشروع لار ځانونه په واک کي پاتي کړي . که چېرې په هغه هيواد کې چې له جګړی راوتلې وی ګوندونه د ملت پرځای د قومونو او ژبو پر بنسټ جوړ شي نو بيا په کې د کړکېچونو حلول ناشونې کيږي، ځکه په داسې يو حالت کې د هر ګوند موخه قومي وي او غواړي چې د قوم له نامه څخه استفاده وکړي او ځينې وخت له نامشروعو لارو ځان واک ته ورسوي،هيواد خو لاپريږده چې بيا د خپل قوم لپاره هم خدمت نه کوي ، او لامل يې دادې چې دوی نه غواړي چې کړکېچونه حل کړي ، دوی خپلو شخصي موخو درسيدو په موخه کوښښ کوی چې ژبني ،قومي او مذهبي کړکېچونه رامنځ ته کړي او په خپله ګټه يې وکاروي. دا نه يواځی خپلمنځۍ جګړې ته لار هواره وي بلکه د یو هيواد دتجزيې سبب کیږي .
نو له دې امله د نړۍ ټول کارپوهان د قومي ګوندونو پرځای په ملي ګوندونو تاکېد کوي، او بيا همدغه ملي ګوندونه د سولې په ټينګښت ، جوړښت او رامنځ ته کولو کې ډير مهم رول لوبوي. دغه پروسه بيا هغو ټولو هيوادونو چې له جګړی څخه نوي راوتلې و لکه بوسنيا ، صربيا او کوسوو کې عملې کړه ، ياد شوو هيوادونو ملي ګوندونه جوړکړل او خپل هيوادونه يې له کړکېچونو څخه خلاص کړ.
د سياسي ګوندونو اړيکې له پوځ سره :
همدارنګه له جګړی څخه نوي راوتلې هيوادونه د يو بل ګواښ سره هم مخامخ کيدای شي هغه د يو ملي پوځ جوړول دې ، چې له هيڅ کومی سياسي ډلې يا قوم پوری تړلې نه وي ، په يو شمير هغو هيوادونو کې چې له جګړی نوي راوتلې و لکه مقدېشو کې سياسي ګوند د پوځ سره اړيکې دلودلې چې له امله يې دغه هيواد اوس هم له کړکېچونو سره مخ دي . که چيرې ګوندونه په پوځ کې نفوذ وکړي په داسې حالت کې ګوندونو بيا کولای شي چې پوځ له لاري نا مشروع کارونه ترسره کړي چې دا په خپله هم د سولې پروړاندې يو ستر ګواښ دي.
پايله
له سړې جګړې وروسته ګوندې ټولټاکنو د سولې په راوستلو کې په نړۍ کې مهم رول لوبولې، دې ټولټاکنو له لارې هيوادونه له جګړه مارو ډلو او د ډيکټاټورانو پرځای په ملي حکومتونو بدل شوي، او د ډموکراسۍ سيستم په کې عملي شوی. هيوادونو لکه کمبوډيا ، انګولا، د کانګو ډموکرټيک جمهوريت ، بورونډي (Burundi) سربيا ، بوسنيا ، Herzegovina))، نايميبيا ، Mozambique)) او ختیځ تیمور ټولټاکنې د سولې د ټينګښت او د بدلون لپاره يوې ښی بيلګې دي ، همدارنګه د لويدېځي افريقا هم له ورته ټولټاکنو له لارې له کورنۍ جګړو څخه خلاص شول، همدارنګه يې په لايبيريا ،Leone او Guinea-Bissau کې خپل منځۍ جګړی پای ته رسولې. او په ګانا ، نايجيريا ، ټوګو ، مالي او موريتانيا کې يې ډيکټاټوري نظامونه په ډموکراټيکو رژیمونو بدل کړل.
نو له دې ټو لو دا په ډاګه کيږي چې ازادې او عادلانه ټولټاکنې کړکېچونه ، جګړې ، ډيکټاټورشيپ ، پوځي حکومتونه له منځه وړي او يو شرعي حکومت د خلکو لخوا د خلکو لپاره رامنځ ته کوي .
افغانان باید د هغو هیوادونو چې د ټولټاکنو له لارې یی خپل منځۍ جګړې او کړکیچونه له منځه وړي ، تجروبو ته په پام کې د خپل هیواد سرنوشت د هغه ګوند او یا کاندید په لاس کې ورکړي چې وکولای شي هیواد یې د همدغه ګوند او یا شخص په ټاکلو له کړکیچونو خلاص شي.