سیماهت سېویم ارسېل؛ تر ټولو شتمنه ترکۍ


« سیماهت سېویم ارسېل» د ترکیې تر ټولو شتمنه مېرمن ده.
نوموړې په ۱۹۲۸ زېږدیز کال د ترکیې په پلازمېنه انقره کې زېږېدلې ده. تر لومړنیو زده کړو وروسته یې په استانبول کې د نجونو لپاره امریکايي کالج ولوست. وروسته یې د جرمني د زده کړې لپاره د ګوېته انسټېټوت ته ولاړه او جرمني ژبه یې زده کړه.
په ۱۹۶۴ زېږدیز کال کې د « وهبي کوچ» له کمپنۍ سره یو ځای شوه.
د دې کمپنۍ د بنسټ ډبره یې پلار په ۱۹۲۶ زېږدیز کال کې اېښی دی. سیماهیت د کمپنۍ له بورډ سره یو ځای شوه او د ګرځندوی د برخې مسئولیت ورسپارل شو.
په همدې برخه کې یې د کمپنۍ پانګونې مدیریت کړې او د « سیټور توریزم» او ډیوان هوټلونه یې رامنځته کړل.
د ګرځندوی د کمپنۍ د بورډ مشري یې هم پر خپله غاړه واخیست.
د کوچ کورنۍ کاروبار په ترکیه کې له سترو کارونو څخه دی چې پر ګرځندوی او هوټلدارۍ سربېره د انرژۍ، موټرو، مقاومو توکو او مالي چارو په برخو کې خدمات وړاندې کوي.
د کمپنیو د دغه ګروپ تر چتر لاندې د ترکیې د مقاومو توکو سترې کمپنۍ « ارسیلیک او بیکو» او یاپي کریدي بانک فعالیت کوي.
دغه راز د ترکیې د صنعت تر ټولو ستره کمپنۍ « ټوپراس» هم د کمپنیو د دغه ګروپ برخه ده چې د ۲۸،۱ میلیونه ټنو خامو نفتو د چاڼ ظرفیت لري.
سیماهیت له ماشومتوبه تر اوسه له یوې ناروغۍ رنځېږي. همدغه ناروغي د دې لامل شوې چې نوموړې د نرسانو د زده کړو ملاتړ وکړي.
دې په خپل نوم د نرسېنګ د زده کړو او تحقیق یو مرکز هم رامنځته کړی او په خپله یې مشره ده. پر دې سربېره یې د کوچ په نوم د نرسېنګ یوه اکاډمي هم جوړه کړې ده.
د نوموړې خاوند په ۲۰۱۴ زېږدیز کال کې مړ شو.
د دې یو ورور او خور هم میلیاردران دي.
فوربس مجلې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د فبرورۍ په ۲۳ مه نېټه د سیماهیت پانګه دوه اعشاریه دری میلیارده ډالره بللې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۹۰ یم او د ترکي میلیاردرانو ترمنځ درېیم ځای لري، خو د ښځو ترمنځ بیا تر ټولو شتمنه ترکۍ ده.
۸۷ کلنه سیماهیټ کونډه ده، د اولادونو په اړه یې په رسنیو کې څه نه دي ویل شوي؛ خو د ترکیې په استانبول ښار کې ژوند کوي.
سرچينه: هميانۍ