په ۲۰۵۰ ز کې به  د نړۍ نیمايي استوګن  عینکو ته اړتیا لري.

 
نوې څیړنه  لیکي، چې  دنړۍ ۴۹.۸٪ وګړي  په بله مانا ۴.۸ ملیارډه  انسانان به  په ۲۰۵۰ ز کې دسترګو دلید له ستونزې سره مخ وي او دعینکو دکارولو اړتیا به  ډیریږي. دا سلنه  د ۲۰۱۰ ز په پرتله  دوه ځله زیاته شوې ده  هغه مهال ۲۸.۳٪ انسانان دعینکو کارولو ته اړ وو.
څېړنه، چې  "Ophthalmology journal"مجله کې خپره شوې ده دا څرګندوي، چې  دژوند تېرولو لارې چارې اوس ډیرې بدلې شوې دي او انسان  په  ازاده هوا کې د ژوند، ناستې پاستې لپاره ډېر وخت نه لري، اوسمهال ډیری وګړي خپل کارونه دتړلو دروازو تر شا کوي او یا په خپلو خونو کې دتلویزون مخ ته ناست وي او یا له خپلو زیرکو ټیلفونونو سره بوخت وي دا ټول هغه څه دي، چې دسترګو پر لید اغیز پریباسي.
دمجلې دارزونې له مخې همدا بنسټیز لامل دی، چې انسان خپل لید له لاسه ورکوي.
هغه هېوادونه، چې هلته د سړی سر کلنی عاید لوړ وي دوی بیا دلید له ستونزې سره ډیر مخ کیږي، ځکه دیادو هېوادو استوګن خپل ډیری وخت  دتلویزون په کتلو تیروي، یا په زیرکه ټیلفون کې بوخت وي.