
پوهانو دا ځل نوې څیړنه ترسره کړې ده او هغو خلکو ته ګوتڅنډنه ده، چې پر ټیلفون له یو ساعت زیاتې کوي، دوی وايي: هغه کسان، چې خپل ګرځنده ټیلفونونه دپتلون په جیب کې اچوي او له یو ساعت زیاتې خبرې کوي د دا ډول سړیو دمردانګۍ قوه له ګواښ سره مخ ده او کېدای شي داولاد له ستونزې سره مخ شي.
څیړنه وايي: هغه کسان، چې ټیلفون په چارچر کې ایښې وي او خبرې کوي یا یې دشپې دخوب پرمهال له څنګ سره نږدې ږدي ډیر احتمال شته، چې ددوی مني یا دنطفې اغیز ډیر کم شي.
څیړنه وايي: په لویدیز کې اوس دسړیو مني ډېره کمه شوې ده او نږدې ۴۰٪ دماشومانو په زیږونه کې له ستونزوسره مخ دي.
ګومان کیږي، چې ګرمي او کهرومقناطیسي څپې، چې له ګرځنده ټیلفون څخه راوځي ددې لامل شي، په مني کې دیو شمېر مهمو موادو دتلف کیدو لامل وګرځي او که دګرمۍ درجه زیاته وه کېدای شي دمرګ له ګواښ سره مخ شي.
دڅیړنې له پایلو وروسته په انګلستان کې ډاکترانو هغو سړیو ته ګوتڅنډنه کړې ده، چې پر ټیلفون ډیرې خبرې کوي.
هغه کسان، چې هره ورځ له یوه ساعته زیات پر ټیلفون خبرې کوي دوی ډیر له ګواښ سره مخ دي او دوخت په تیریدو سره د دوی مني هغه ځانګړنه له لاسه ورکوي، چې دحمل اخستلو په برخه کې مهم رول لري.
پردې سربېره ډاکترانو د تيلفون اغیز په هغو کسانو کې هم لیدلي دي، چې تیلفون یې په چارچ کې ایښې وي او خبرې پرې کوي، هغه کسان هم له ستونزو سره مخ دي، چې دشپې دخوب پرمهال ټیلفون له بالښت سره نږدې ږدي.
هغه کسان، چې ټیلفون له خپل مخصوص اندام سره نږدې ږدي دوی دنورو په پرتله ډیر له ګواښ سره مخ دي.