
جان ارنولډ د کشرو امریکايي میلیادرانو له ډلې دی.
نوموړی په ۱۹۷۴ زېږدیز کال کې د تګزاس ایالات په ډالاس سیمه کې زېږېدلی دی.
د هغه کورنۍ له اقتصادي اړخه نسبتا په غوره حالت کې وه، ځکه پلار یې وکیل او مور یې په یوه کمپنۍ کې محاسبه وه.
دی په همدې سیمه کې را لوی شو او تر لومړنیو زده کړو وروسته یې د « وانډربېلټ» په نوم پوهنتون ولوست. ده په دغه پوهنتون کې د ریاضي او اقتصاد برخه ولوسته.
له پوهنتون تر فراغت وروسته د اېنرون په نوم له یوې کمپنۍ سره د تېلو د متخصص په توګه دنده پیل کړه. د کار یې لا ډېر وخت نه و تېر شوی چې د کمپنۍ د سوداګرۍ برخې مرستیال شو.
وروسته په همدې کمپنۍ د طبعي ګاز برخې ته ولاړ او د انټرنېټ له لارې د یوې رامنځته کړې شبکې پر مټ یې د ګاز کاروبار پیل کړ.
نوموړی په دغه کار کې ډېر بریالی شو او ویې کولی شول چې په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کې د اېنرون کمپنۍ لپاره ۷۵۰ میلیونه ډالره وګتي.
د غوره کار ترسره کولو له کبله کمپنۍ نوموړي ته اته میلیونه ډالره جایزه ورکړه.
قسمت و اېنرون کمپنۍ تر دې پېښې یو کال وروسته یعنې په ۲۰۰۲ زېږدیز کال کې له ماتې سره مخ شوه. دا نو داسې شر و چې د ده په کې خیر نغښتی و.
له همدې فرصت په ګټې اخیستو یې د جاییزه په توګه په ترلاسه کړو پیسو یو تامیناتي بنسټ جوړ کړ.
د همدغه بنسټ له برکته نوموړی نن میلیاردر دی.
ده په ۲۰۱۲ زېږدیز کال کې د دغه بنسټ له اجرایوي مشرۍ استعفا وکړه او تر هغه وروسته یې خپل ډېر تمرکز پر خیریه چارو کړی دی.
نوموړی په سیاست کې هم ښکېل او د امریکا د دیموکرات ګوند غړی دی. دی ټینګار کوي چې د امریکا حکومت باید د بودجې په اړه په حتیاط ګام پورته کړي. دغه راز هغه د امریکا د تقاعد په سیستم کې د اصلاح غوښتونکی او د خیریه ښوونځیو ملاتړی دی.
فوربس مجلې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د فبرورۍ په څلورویشتمه نېټه د نوموړي پانګه دوه نیم میلیارده ډالره بللې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۹۰ یم او په امریکا کې ۲۲۷ ام ځای لري.
واده یې کړی، دوه اولادونه لري او د تګزاس ایالات په هاسټون کې ژوند کوي.
سرچينه: هميانۍ