
د جیم روهن لیکنه
لومړۍ برخه
موږ په حیرانوونکې؛ خو ځيرکه او دوه مخې نړۍ کې ژوند کوو. کله کله د دې اړتیا شته ده چې خپله خوله پټه وساتو او د ځینو کسانود خبرو او تبصرو پر وړاندې یوازې یوه مسکا وکړو. د خپلې بریا او نېکمرغۍ په اړه له پوره ځرکتیا او پامه کار واخلئ.
همدارنګه ځېرکتيا په نړۍ کې د ډېرو پټو رازونو د کشف لپاره مهم کار دی، خو ډېر داسې تور زړي کسان شته دي چې کولی شي ستاسې هیلې له پوهېدو وروسته له منځه یوسي. ډېر کسان بیا هڅه کوي چې د ځينو خبرو لپاره په تاسې پسې نور کسان واچوي، وروسته بیا دا هڅه کوي چې ستاسې د لارې خنډ شي. ځينې بیا داسې هم دي چې خپله ژبه نشي کنټرولی. دوی په خپله هره خبره تر نورو رسوي، خو که تاسې هم داسې کس یی چې خبرې ډېرې کوئ نو باید په دې پوه شئ چې څه شی نورو ته ووایی او څه شی په زړه کې وساتئ.
ډېر کله ځينې کسان د خپلو ستونزو په اړه خبرې کوي؛ خو دا ښه کار نه دی، په دې توګه به تاسې د خپلو ملګرو پر وړاندې منفي کس مطرح شئ، پام مو وي چې مثبت کسان هېڅکله خپل رازونه نورو ته نه وايي هېڅکله د خپلو ملګرو پر وړاندې له ستونزو او سختیو نالښت نه کوي.
هر کس په ژوند کې یو ظرفیت لري، که څوک غواړي چې ستاسې په ژوند کې مداخله وکړي کوښښ وکړئ چې په مسکا ځواب ورکړئ، خو په همدې وخت کې مو پام وي چې وروسته به څه کېږي. د ځينو مسایلو په مسخره کولو کولی شو موقعیتونه بدل او کنټرول کړو، سره له دې کولی شو له منفي کسانو سره خپل ادب وساتو.
دلته مو په لنډه توګه ۵ هغه څېزونه را اخیستي چې تاسې یې باید له نورو پټ وساتئ:
۱. رازونه
د راز لغوي معنا څه ده؟ راز د خبر، اطلاعاتو یا معلوماتو هغه برخه ده چې یوازې څوکسانو ته یې په اړه معلومات وي. هر سړی په نړۍ کې په خپل وار یو راز د ساتلو لپاره لري. تاسې ته به پته وي چې د راز ساتل په نړۍ کې تر ټولو سخت کار دی، خو هر سړی نشي کولی چې خپل راز وساتي یا د هغه پر نه ویلو کلک پاتې شي. تاسې باید خپل رازونه د ژوند تر ټولو ګران او نږدې ملګري ته ووایی، تاسې باید ډاډه وی چې د کورنۍ غړي مو په دې مسئله لوبې نه کوي، خو که ستاسې ځینې رازونه افشا شول یا مو بې باوره کسانو ته وویل پوه شئ چې د شپې خوب درباندې حرام دی، سکون له لاسه ورکوئ.
۲. شخصي ژوند
شخصي ژوند یوه با ارزښته او مقدسه مسئله ده، آن که خرافاتي کس هم نه وو خو بیا هم پر دې باور لرو چې د خلکو احساسات په شخصي ژوند کې څومره رول لري. د هېچا دا نه خوښېږي چې د اړیکو، مینې او عواطفو لپاره یې محکوم شي.
خو نن ورځ ډېری ځوانان په ناخبره توګه د یو بل په شخصي ژوند کې مداخله کوي، آن پر دې مسایلو ټوکې او مسخرې کوي چې دا کولی شي د څو کسانو ژوند ته زیان ورسوي، کله کله ځوانان پر ټولنیزو شبکو د خلکو د کورنیو او شخصي ژوند ویډيو ګانې او انځورونه شریکوي، کله کله ځينې د خپل ژوند خصوصي مسایل فیسبوک یا نورو ټولنیزو رسنیو ته پورته کوي چې دا د ځينو کسانو لپاره پر فرصت بدل شي چې غواړي د دوی په خصوصي ژوند کې مداخله وکړي. د بریالي کس په توګه خپل شخصي ژوند ته پام وکړئ.
نور بیا...