د ښه ژوند ۱۳ لارې


په ۱۹۶۰ زږدیز کال کې د پوهانو له نظره دا ناشونې وه چې یو کس دې په فضا کې ګام کېږدي، خو یوازې په لسو کالو کې دا حقیقت بدل شو، که خبره را وسپړو دا حقیقت نه و خلکو له بې وسۍ خپلې دغې کمزورۍ ته د حقیقت له عینکو کتل، یوازې په لسو کلونو کې انسان پر سپوږمۍ پښه کېښوده، دا هر څه له یوې ننګونې پیل شول، کله چې د امریکا په علمي ټولنو کې د پلټنې یو زړی د شنه کېدو لپاره وکرل شو او دوی په دې لټه کې شول چې له نړۍ بهر ووزي او خپلې علمي پلټنې پراخې کړي، دوی ځان ته موخه وټاکله چې یوازې به لسو کالو کې به هرو مرو انسان پر سپوږمۍ کام اېږدي. دوی یوازې غوښتل یو خیال په حقیقت بدل کړي.
تاسې تر اوسه فکر کړی چې یو بېوزله شتمن کېدلی شي؟ زما ځواب هو دی، خو یوازې په پلان جوړولو، فکر کولو، هڅه، دوامداره کار او نورې اړوند کارونه هغه سحر او جادو دی چې کولی شي ستاسې ژوند بدل کړي. خو ځېنې خلک وايي چې دا فورملونه به د بریا لپاره کار وکړي؟ دا پوښتنه سمه نه ده دا پوښتنه باید داسې وشي چې، یو کس کولی شي له دغې پلان او فورمل نه کار واخلي؟ زما موخه دا ده چې خبره په فورمل کې نه د خبره په فرد کې ده چې هغه کولی شي له ټاکلو فورملونو او لیکنو ګټه واخلي که نه؟ د فورملونو او ځينې پلانونو نه عملي کول هغه ستونزه ده چې ښايي ډېر کسان ورسره مخ وي.
موږ کولی شو هر هغه لوري ته چې وغواړو ولاړ شو، زموږ پښې زموږ په واک کې دي، او لاره پټه خوله زموږ تر پښو لاندې پرته ده، خو یوه خبره مه هېروئ چې په لومړي ځل روانېدل زړورتیا غواړي هغه په سم لوري روانېدلی شي چې د ګام ءوته کولو زړورتیا پکې وي.
که غواړئ چې ژوند مو ښه شي نو لاندې دیارلس لارې چارې عملي کړئ.
1- د ډار او وهم څېره مو ورکه کړئ
ډیر خلک چې له ما سره خبرې کوي د خپلې ماتې یو علت ډار بولي، دوی وايي یو څه مې سترګو ته ولاړ دي ما نه پرېږدي چې مخ ته ولاړ شم، هېڅ نشته یوازې یو ډار د دوی په زړه کې دی، زه نه حیرانېږم ځکه له یوې مرحلې بلې ته تګ ډار لري. تاسې خپل هر ډول ډار همدا نن ورک کړئ همدا نن مو ټول ډارونه او هغه څېره چې ډارنه ده لرې کړئ.
2- د تمرین له لارې ځان پياوړی کړئ
که د تېرو شپږو کلونو کارونو تاسې ته ګټه نه ده رسولې هغه کارونه نور پرېږدئ، په یوه نوي پلان فکر وکړئ، ځان ته یوه نوې لاره وټاکئ او پر هغه لاره روان شئ، تاسې د خپل واک یئ یو نوی ژوند درته جوړولی شئ. د تېر کال کارونه او عادتونه سږ کال مه تکراروئ ځان ته نوي عادتونه پیدا کړئ چې کولی شي تاسې ته ګټه ورسوي، د راتلونکې په اړه فکر وکړئ او په اوس کې ژوند وکړئ. دا د یوې ورځې خبره نه ده تمرین او کوښښ ته اړتیا لرئ څو مو ژوند بدل کړئ او د ناوړه عادتونو پر ځای ښه او ګټور عادتونوه خپل کړئ.
3- خپلې تېروتنې و منئ
خپلې تېروتنئ ومنئ. ځان وبښئ یوازې ځان ته ووایئ ما وبښه، تېروتنه مې وکړه، د خپلې تېروتنې تر شا نور خلک ګرم مه بولئ، یوازې همدا چې خپله تېروتنه مو ومنله کولی شئ نوی ژوند پیل کړئ. تاسې اړ نه یی چې هر چا ته هر څه ووایئ یا خپلې تېروتنې د نورو له امله وبولئ یوازې خپله تېروتنه ومنئ او نوی ژوند پيل کړئ، که دا کار و نه کړئ او خپلې تېروتنې و نه منئ نو پوه شئ چې بیا به تېروتنه وکړئ او هغه تېروتنه به تر دې ستره وي.
4- پر خپلو موخو له سره کتنه وکړئ
پر خپلو موخو وخت پر وخت یوه کتنه کوئ، کوښښ وکړئ چئ موخې مو وخت پر وخت لوړې کړئ، کله کله مو ځينې موخې را ټېټې کړئ، خو کله چې ستاسې وړتیا لوړه وي خو موخې مو ټېټې ټاکلې وي نو کولی شئ چې په هغه کې ادلون بدلون راولئ.
نور بيا...
سرچينه: هميانۍ