د ښه ژوند ۱۳ لارې/ دوهمه برخه

دویمه او وروستۍ برخه
۵. پر ځان باور ولرئ
تاسې باید پر خپلو وړتیاوو باوري وئ. پر دې باور چې سبا ورځ به هرو مرو تر نن ورځې ښه وي، ډېر مرستندوی واقع کېږي.
پر ځان باور ولرئ او خپل ژوند بدل کړئ. دا داسې کوم مهارت نه دی چې زه یې تاسې ته در زده کړم، یوازې ځینې کړنلارې دي چې که هغه عملي کړئ نو پر ځان باور زیات شي او دا کړنلارې ستاسې په وجود کې دي. په دې اړه کتابونه شته، سیمنارونه ورکول کېږي تاسې هم ګډون په کې وکړئ. هره لاره چې ښه درته برېښي عملي یې کړئ؛ خو یوازې پر ځان مو باور ډېر کړئ.
۶.عاقلانه پوښتنه کوئ
یوازې د عقل او پوهې پر بنسټ پوښتنه کوئ او د پوښتنې له کولو به مو هم موخه دا وي چې پوهه مو لوړه شي. د دې لپاره پوښتنه مه کوئ چې نور وننګوئ، د دې لپاره پوښتنه کوئ چې څه مو زده شي، پوښتنه کولی شي له تاسې سره په ډېرو برخو کې مرسته وکړي. یوه بله خبره چې باید په یاد یې ولرئ هغه دا ده چې د عقل پوښتنو ته مو هم ځواب ووایی غوږ ورته ونیسئ چې هغه څه وایي.
۷. د عمر په اړه مو رښتني اوسئ
ځينې وخت خپل عمر جعلي ښیو. دغه دې سبب کېږي چې له ډېرو باورونو او نوښتونو لاس واخلو. موږ دا وایو چې عمر مې کم دی کولی شم بل وخت دغه کار وکړم یا وایو چې اوس د دې عمر نه دی چې زه د ژوند لپاره نوي پلانونه جوړ کړم. د خپل عمر په اړه رښتني واوسئ دې ته مو پام وي چې عمر څنګه تېرېږي هېڅکله ځان ته په دې اړه د دروغو قناعت مه ورکوئ.
۸. له خپلې پانګې ګټه پورته کړئ
ګورئ زه دلته یوه فلسفي خبره کوم، یوه روپۍ ګټه تر هغو زرو روپیو ښه ده چې ستاسې په جېب کې پرتې دي، نو کوښښ وکړئ چې له خپلې پانګې ګټه پورته کړئ، هر څومره شته او پانګه که ولرئ خو چې ګټه ترې وا نخلئ ستاسې لپاره په نشت شمار ده، خپلې پیسې په کار واچوئ او ګټه ترې پورته کړئ.
۹. قوي ژوند وکړئ
کوښښ وکړئ یوه ځانګړې انرژي ولرئ. ښايي ډېر کله مو د پانګونې لپاره هڅه کړې وي خو داسې وخت راغلی وي چې زړه مو سوړ شوی وي، هېڅ کله د خپل زړه شور او قوت مه بایلئ، تاسې کولی شئ په دې توګه قوي، عاقلانه او ښکلی ژوند ولرئ تاسې کولی شئ ځان خوشاله وساتئ په دې توګه به مو ژوند له خوښیو ډک وي خو همدا چې خپل شور او قدرت مو بایلود بیا نو له ژونده خوند نشئ اخیستئ او ژوند مو نه بدلېږي.
۱۰. خپل ځای پیدا کړئ
د دې لپاره چې ښه کار وکړئ او له هغه لارې ډېره ګټه تر لاسه کړئ نو اړ یاست چې ښه ځای پیدا کړئ، تل کوښښ کوئ چې خپل رښتنی ځای پیدا کړئ په داسې ځای کې دنده تر سره کوئ چې نه ستاسې تر وړتیا لوړ وي او نه ټيټ که داسې وشي له کار سره به ښه چلېږئ او ژوند به درته په زړه پورې وي، خو که مو کار تر وړتیا لوړ وي بیا هم مخ ته نشئ تللی او که ټيټ وي بیا هم دا خبره سمه ده.
۱۱. له ځان سره صادق و اوسئ
له ځان سره صداقت هغه څه دي چې له خپل وجود او وړتیا سره ستاسې وفا ښيي، صداقت داسې څه نه دي چې تاسې یې له بل چا وغواړئ، یوازې له ځان سره صداقت وکړئ باور ولرئ چې ستاسې شاوخوا ملګري به هم درسره صادق وي، له ځان سره په خپلو ټولو کارونو کې رښتینولي مه هېروئ.
۱۲. نظم ته ښه راغلئ
زه نه شم کولی د نظم په اړه تاسې ته نور څه ووایم، یوازې دومره ویلی شم چې نظم هغه څه دی چې ښارونه جوړلی شي، له هر څه سره نظم خوند کوي او چېرې چې نظم وي او هر کار په منظم ډول تر سره شي هلته کارونه سم او ګټور وي. نظم کولی شي ستاسې ژوند او چاپېریال له خوښیو او آرامتیا ډک کړي.
۱۳. د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي
هر هغه څه چې رښتیا او پر ځای درته ښکاري د دفاع لپاره یې مبارزه وکړئ، د ښې روغتیا د ساتنې لپاره مبارزه وکړئ، د خپلې شتمنئ د ساتلو لپاره مبارزه وکړئ، د خپلې کورنۍ لپاره د یوه ښه کسب لپاره مبارزه وکړئ، که غواړئ چې ځان درته پياوړئ ښکاره شي او نورو ته ارزښت ولرئ له هر څه سره مبارزه وکړئ موخه مې له هر څه هر هغه څه دي چې ستاسې د پرمختګ او ژوند په لاره کې خنډ دي.