دکندهار په ميوند کې پر ولسي وګړو دماين چاودنه

د لوي او بخښوونكي خداي په نامه
پښتون پوسټ ورځپاڼه
سرليكنه (اداريه )
دکندهار ولايت دميوند ولسوالۍ  دشير على کاريز په سيمه کې د ولسي وګړو پر موټر دماين چاودنه شوى ، چې په ترڅ کې ١٢ ملکي وګړي وژل شوي او پنځلس ټپيان دي په تيرو څو ورځو کې ورته پيښې زياتې شوي په فراه کې هم ورته پېښه رامينځته شوې وه چې په ترڅ کې اته ولسي وگړي ټپيان شوي و دا ماينونه دچا له خوا او دچا دپاره  ايښودل کيږي که چيرې دغه ماينونه په ائتلافي ځواکونوپه دولتي او نظامي چارواکو وچاوديږى نو طالبان يې مسئوليت په غاړه اخلى او که په ملکي وګړو وچاوديږي نو دولتي چارواکي دمسئوليت گوته طالبانو ته نيسي او طالبان يې هم غندي او يا پرې چوپتيا غوره کوى دتيرو څو لسيزو جگړو له امله افغانان دبيلا بيلو بدمرغيو سره مخ دي ځيني په يو ډول بريدونو کې وژل کيږي ، ځينې په بل ډول بريدونو کې او ځينې  يې په داسې بڼو ووژل شي ، چې قاتل يې هم معلوم نه شي افغانان تل دځينو معلوم حاله کړيو او يا دګاونډيو هيوادونو دلاسوهنو له امله له نورو بدمرغيو سره مخامخ شي اوس چې له تيرو اتو کالو راهسې دولسمشر کرزي په مشرۍ حکومت کار کوي او داګست په شلمه دټاکنودلارې يو ځل بيا کرزى واک ته رسيدلى ښکاري خو دافغانانو دبدمرغيو دکموالى ګراف نه څرګنديږي او ورځ په ورځ دبې وزلو او بې ګناه افغانانو وژنو کې زياتوالى راځى که چې مسئول ئې هم نه څرگنديږي آخر دافغانانو گناه په څه کې ده چې په بيلابيلو پلمو او  دسيسو وژل کيږي او کله ناکله ځينې کړۍ بيا داشتباه اوسهوى نوم ورکړى چې بخښنه غواړى او وايي چې بيا به ورته عمل نه کاريږي خو څو ورځې وروسته بيا هماغه اشتباه او سهوه رامينځته شي او يا داسې ګمان کيږي ، چې دا اشتبا سهواً نه وى قصدي عمل وي خو دسياست له مخې ورته داشتباه او سهوه نوم ورکړى او ولسي وګړو څخه بخښنه غواړى خو بيا پر بخښنه پښې ايږدي او يا بل قصدي عمل دسهوى په نوم رامنځته کوى او ملکي وگړي وژل کيږي.  
qadirandewal@yahoo.com
Pakhtoonpost@gmail.com