شپږ ډوله خواړه او مېوه دحساسیت ښه درملنه ده ....

 
دپوست حساسیت عارضي ناروغي ده، چې انسان ورسره کله ناکله مخ کیږي او دا اړتیا وي، چې خپل پوست وګروي، بهرني لاملونه او اغیز شته ،چې دحساسیت لامل ګرځي.
لاندې ځینې خواړه او مېوې په نښه شوې دي، چې دحساسیت  درملنه یې ګڼلې شوو.
۱- مڼه
مڼې ته دحساسیت د قاتل په سترګه کتل کیږي، ځکه د (کیرسیټین)په نوم ماده لري، چې د پړسوب، ویروس ضد ده، پردې سربېره دحساسیت دمخنیوی وړتیا لري.
۲- کرکمن
کرکمن د بکتریا، دبدن دپړسوب  ضد ځانګړنې لري، که په خوړو او دیګ کې ګډ شي دحساسیت ضد لپاره وړ درمل دی، کوم کسان، چې دپزې او له سترګو داوښکو بهیدو ستونزه لري، کرکمن ورته اسانه او بې زیانه  درمل دی.
۳- کیله
کیله  بېساری مېوه ده، چې پر پوست  د دانو او زخو دراختلو مخه نیسي، پردې سربېره په بدن کې د غذايي رژیم پروسه  تنظیموي.
۴-  شین یا تور چای
دواړه ډوله چای( شین ، تور) دکیرسیټین په نوم مواد لري، چې دپړسوب مخنیوی کوي او تر څنګ یې د حساسیت لاملونه هم له منځه وړي.
۵- هوږه
هوږه ګوګرد ترکیبي مواد لري، چې دحساسیت ضد بلل کیږي، پردې سربېره بدن پاکوي، دبدن دفاعي ځواک پیاوړی کوي، ډاکتران سپارښتنه کوي، چې هره ورځ باید څه اندازه وخوړل شي.
۶- سونډ/ ادرک
سونډ دحساسیت ضد ځانګړې او مواد لري، دهغوو خوړو په مقابل کې ډیر ښه دي، چې د حساسیت لامل ګرځي، هغه کسان، چې د دوامداره حساسیت څخه ځوریږي باید په  هر ډول خوړو کې سونډ ګډ کړي او هره ورځ یې وخوري.