هو ، سلګۍ يې چې وروستۍ شوې
چا پې تيره كلمه د شهادت كړه
او چا ستونی په اوبو ورله تازه كړو
زه يې خوا کې وم وﻻړه
ما ليدله چې يې سترګې غړولې
ﻻ يې شونډې رپولې
ما ليدله ، اوريدله
په درنه ژبه يې ووېل
ځه (( هغه )) ته داسې وايه
درنه ولاړم
خوجان ! تاته عمر غواړم
تر هر چا ډير
تر هر چا زيات
ته وې تل د زړګي ډاډ
ته يې اوس هم را په ياد !!!
وروستي