
راته خورا قدرمنو ملګرو، سلام او ښې چارې!
نن به د خوږې پښتو ژبې په هکله یو څو خبرې درسره شریکې کړم. زما په اند یوه ژبه په دا ډیرو شعرونو او سندرو نه غني کیږي، هره ژبه د ژباړې او ښو کتابونو، پیاوړو لیکنو په وسیله پیاوړي کیږي. یوه بله خبره هم شته، هغه دا چې زموږ ځیني ملګري او لیکوالان خپلې لیکنې او ژباړي یواځې په فیسبوک ګڼون (account) کې خپروي، چې دغه کار ښکلې پښتو ژبه محدودوي او دغې لیکنې او ژباړې ته یواځې د هغو ملګرو لاسرسنه وي، چې په ګڼون کې ملګري وي، چې په فسبوک یې لوړه اندازه ۵۰۰۰ کسانو ته رسیږي او یوځې دغه کسان ستاسې لیکنې لوستلای شي، چې زه نه پوهیږم، دغه کار د څه لپاره کوي، ایا په دې نه پوهیږي، چې بلې ازادې، ټولنیزې او نابېیلې ویب پاڼې ته یې څه ډول ولیږي، که په لوی لاس دغه کار کوي او یا یې اصلي موخه ځان ښودنه ده. راځئ د دغه ډول لارو چارو څخه لاس واخلو او ټولې خپلې لیکنې او ژباړې د ټولو پښتنو سره شریکې کړو، ځکه ګرانه پښتو ژبه د دغه ډول لیکنو یوه زیرمتون ته اړتیا لري، تر څو په راتلونکي کې ټولې دغه لیکنې او ژباړې د افغانانو او میډیا لپاره د کارولو وړ وي نه محدودې. د دې نه هم لاس واخلئ، چې ښکلې پښتو ژبه په فیسبوک او نورو ځاینو کې په عربي او فارسي ژبه ولیکئ، ځکه اوس د کلیدړې او پښتو تورو ټولې هغه ستونځې، چې پخوا وې، حل شوې دي. که څوک دغه ستونځه لري، چې څه ډول مو خپل ټلیفون ته پښتو ژبه ښکته او څه ډول کار ځنې واخلئ، نو موږ یې په روهي ویب پاڼه کې په بشپړه توګه ویډیویي خبر خپور کړی دی، چې تاسې یې کتلای شئ.
پښتانه یوه بله ستونځه هم لري، هغه دا چې د پښتو ژبې هغه لیکوالان، چې په پښتو ښې لیکنې کولای شي، د نورو لیکوالانو سره د کینې کولو له کبله یا لیکنې نه کوي او یا په دې بوخت دي، چې د یو بل غیبت وکړي. یوه بله خبره دا ده، چې ډیر لیکولان خپلې شخصي او ځاني ستونخې، چې د یو بل سره یې لري، نو له کبله یې خپله ټوله دښمني په پښتو ژبه سره تماموي. که اصلي موخه مو پښتو ژبې ته کار کول او خدمت وي، نو راځئ د ټولو دغه ډول ناخوالیو تیر شوو او خوږه ژبه غني کړوو، د نورو ژبو نه ښکلې او پیاولې لیکنې راوژباړو، د ضرورت سره سمې لیکنې وکړو. په پای کې به دا هم وروډیر کړم، چې زما په اند که یو داسې فورم جوړ شي، چې ټولې هغه پوښتنې په کې وڅیړل شي، چې د هر چا سره پیدا کیږي، نو دا به مو یو ډیر ستر کار کړی وی.